د کورونا ویروس نوی ډول "اېکس اي سي" د خپرېدو په حال کې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ساینسپوهانو په وینا، ځینې خلک د کووېډ په یوې نوې بڼه اخته شوي، چې ژر ترې رغېږي.
د اېکس (پخواني ټوېټر) کاروونکي وايي، په جون میاشت جرمني کې د "اېکس اي سي" پېښې وپېژندل شوې او تر هغه راوروسته په بریتانیا، امریکا، ډنمارک او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم لیدل شوې دي.
کارپوهان وايي، د کووېډ دا بڼه یو څه نوي بدلونونه لري چې ښايي په دې مني کې یې په خورېدو کې مرسته وکړي.
خو دوی زیاتوي واکسین به د جدي پېښو مخنیوي کې مرسته وکړي.
د بریتانیا روغتیا اداره هغو کسانو لپاره چې د کووېډ د احتمالي جدي پېښو له خطر سره مخامخېږي، په وړیا توګه د تقویتي واکسین لګولو وړاندیز کوي.
واکسینونه له وروستيو ډولونو سره د ښه سمون لپاره نوي شوي دي.
لندن پوهنتون کالج کې د جنیټیک انسټیټیوټ مشر پروفیسور فرانسېس بالوکس، بيبيسي ته ویلي، " اېکس اي سي" که څه هم د کووېډ د نورو وروستیو ډولونو پرتله " په لېږد کې لږ مخکښ" دی، خو د لا ښه خوندیتوب لپاره د واکسین وړاندیز کېږي.
د "اېکس اي سي" نښې کومې دي؟
د کورونا ویروس د دې بڼې نښې د سړو وهلي یا زکام نښو ته ورته دي:
- لوړه تبه
- د بدن درد
- ستړیا
- ټوخی او د ستوني درد
ډیر خلک پر کووېډ تر اخته کېدو وروسته په څو اونیو کې د ښه کېدو احساس کوي، خو بشپړ رغېدل ښايي ډېر وخت ونیسي.
د کووېډ شننونکی مایک هني وايي په ډنمارک او جرمني کې د "اېکس اي سي" پېښو کې "پام وړ زیاتوالی" راغلی دی.
د بریتانیا روغتیا اداره وايي، په ویروس کې بدلون او خوځښتونه یو معمول خبر ده.











