وېنزویلا کې د تېلو سرچینې او ورته د امریکا پلانونه

د امریکا د پوځ له خوا د وېنزويلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له توقیف کېدو څو ساعته وروسته ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل چې د جنوبي امریکا د دې هېواد د تېلو زېرمې به وکاروي.

ټرمپ د شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال وويل، "موږ به خپلې ډېرې سترې د تېلو امریکایي کمپنۍ چې د نړۍ تر ټولو لويې دي، هلته ولېږو، ميلياردونه ډالر به ولګوي، خرابې شوې زېربناوې- د تېلو زېربناوې به ورغوي او بيا به د هېواد لپاره د پيسو ګټل پيل کړي. "

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د نړۍ د تېلو بازار له زیاتې عرضې سره مخامخ دی. د تېلو بيې ټيټې دي او د تېلو د اوږدمهاله تقاضا په اړه اټکلونه لا پسې ناڅرګند شوي، ځکه نړۍ ورو ورو برېښنايي موټرو ته مخه کوي.

د وېنزويلا د تېلو زېرمې څومره لویې دي؟

د اټکل له مخې وېنزويلا ۳۰۳ ميليارده بېرله تېل لري چې دا د نړۍ تر ټولو لویې ثابتې شوې د تېلو زېرمې بلل کېږي د بي‌بي‌سي‌ د پیسو او کاري چارو د خبریال ګيډيون لانګ په وينا "دا د نړۍ د ټولو زېرمو شاوخوا ۱۷ سلنه جوړوي. "

د تېلو د صادرونکو هېوادونو د سازمان (اوپېک) د معلوماتو له مخې سعودي عربستان د ۲۶۷.۲ ميليارده بېرلو په لرلو سره په دويم نمبر دی ورپسې ايران د ۲۰۸.۶ ميليارده بېرلو په لرلو سره درېيم او عراق د ۱۴۵ ميليارده بېرلو په لرلو سره په څلورم نمبر دی. دا څلور هېوادونو په ګډه د نړۍ له نيمايي ډېرې د تېلو زېرمې لري.

خو د وېنزويلا د تېلو زېرمو ته په کتو اوسنی توليد یې خورا کم دی.

د نړیوالې انرژۍ ادارې د تېلو د بازار وروستي راپور له مخې دغه هېواد په نومبر مياشت کې د ورځې نژدې ۸۶۰ زره بېرله تېل توليدول.

دا د لس کاله مخکې توليد يوازې نژدې درېيمه برخه جوړوي او د نړۍ د تېلو د ټول لګښت له ۱ سلنې هم کمه ده.

بل پلو د امریکا د انرژۍ د معلومات ادارې له مخې امریکا په ورځ‌کې شاوخوا ۱۳ ميليونه بېرله تېل توليدوي.

د وېنزویلا د تېلو زېرمې تر ډېره د "درنو او تېزابي" خامو تېلو جوړې دي چې چاڼ کول یې د سپکو تېلو پرتله سخت دي خو عموما د ډيزلو او قير د توليد لپاره کارول کېږي.

لانګ وايي، "د وېنزويلا د تېلو په اړه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ډېره برخه یې د هېواد په ختيځ کې ده او لاسرسی ورته يو څه ګران دی، دا سيمه ځنګليزه ده او له ځمکې را ايستل یې اسانه نه دي. "

نوموړی زياتوي، "دا ډېر درانه خام تېل دي، اندازه یې ډېره ده خو کيفيت یې لوړ نه دی او ډېر چاڼولو ته اړتيا لري (...) په نړۍ کې يوازې څو ځايونه شته چې د دې ډول چاڼولو توان لري. "چې له هغو ځينې یې د امریکا په ټېکساس کې دي.

کارپوهان وايي، د هر ډول تېلو سوځول پر اقليم ناوړه اغېزه لري خو د وېنزويلا خام تېل د ايستلو او چاڼ پر مهال د ډېرو ګازونو د خارجېدو له کبله د نړيوالې تودوخې له پلوه "ترټولو ککړ" تېل ګڼل کېږي.

ولې د وېنزويلا د تېلو توليد کم شوی دی؟

د ۲۰۰۰ مو کلونو له پیل راهيسې توليد په چټک ډول کم شو، ځکه چې له نیکولاس مادورو مخکیني ولسمشر هوګو چاوېز او وروسته د مادورو حکومت د تېلو پر دولتي شرکت خپل کنټرول سخت کړ چې له امله یې ډېر تجربه لرونکي کارکوونکي له شرکت څخه ووتل.

د امریکا بنديزونه چې لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د بشري حقونو د ادعا شويو سرغړونو له کبله ولګېدل، هم د دې لامل شول چې دا هېواد تر ډېره له هغو پانګونو او پرزو بې برخې شي چې د تېلو ايستلو برخه کې اړتيا ورته لري.

د اېنوسټک په نامه د بانک او شتمنیو يوې ادارې يو مشر کالوم مک فرسن وايي، "د دوی اصلي ستونزه بنسټيز جوړښت دی."

د اکسفورډ د انرژۍ مطالعاتو د انستېتيوت يوه څېړونکي بېل فېرن پرايس بي بي سي ته وويل چې د وېنزويلا د تېلو صنعت "څو لسيزې وړاندې خپل اوج ته رسېدلی و" او په تېرو شلو کلونو کې په سخت ډول له زوال سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، "د عرضې ډېر پېچلی سيستم او بنسټيز جوړښت لوټ شوی، له منځته تللی او پلورل شوی دی".

امریکا د وېنزويلا د تېلو یو اصلي پېرودونکی و خو له هغه راهیسې چې مادورو واک ته رسېدلی، په تېره يوه لسيزه کې چين د دې ځای نيولی دی.

د بي بي سي خبریال لانګ وايي، "امریکا به هر کال له وېنزويلا شاوخوا ۴۰ سلنه تېل پېرل، دا ځکه چې د مکسيکو خليج سيمه کې یې د تېلو د چاڼ وړتيا او وسایل لرل.

نوموړي زياته کړه، "دا په رښتیا داسې وه لکه په اسمان کې جوړه شوې رشته. امریکا په نژدې وېنزويلا کې خامو تېلو ته لاسرسی درلود، اړتيا نه وه چې منځني ختیځ يا روسيې ته لاس اوږد کړي، د چاڼولو وړتيا یې لرله او دا د دواړو هېوادونو په ګټه و".

د تېلو کوم شرکتونه په وېنزویلا کې فعاليت لري؟

د لوېدیځ ځينې د تېلو شرکتونه لا هم په وېنزويلا کې فعاليت لري چې په هغو کې د امریکا يوازينی شرکت شېورن هم شامل دی.

خو د دوی فعاليتونه په څرګند ډول راکم شوی، ځکه امریکا بنديزونه پراخ کړي او د مادورو اقتصادي سرچینې د محدودولو لپاره یې د تېلو صادرات یې په نښه کړي دي.

شېورون په ۲۰۲۲ کال کې د پخواني ولسمشر جوبايډن د حکومت پر مهال د بندیزونو سربېره د فعاليت اجازه ترلاسه کړه.

دا شرکت چې اوس مهال د وېنزويلا د تېلو شاوخوا پنځمې برخې د ايستلو مسووليت پر غاړه لري وايي، ټول پام یې د خپلو کارکوونکو پر خونديتوب ورټول دی او "له ټولو قوانینو او مقراراتو سره سم" چلند کوي.

ايا وېنزویلا د امریکا پوروړې ده؟

ولسمشر ټرمب په خپله خبري ناسته کې وويل، چې امریکا د وېنزويلا د تېلو صنعت جوړ کړی خو د دغه هېواد سوسياليستي نظام "دا له موږ غلا کړ".

نوموړي زياته کړه، "دوی دا په زور غلا کړل. دا زموږ د هېواد په تاريخ کې د امریکايي ملکيتونو يوه تر ټولو لويه غلا وه".

د ټرمپ دا ادعا د وېنزويلا د پخوانيو حکومتونو هغو پرېکړو ته اشاره وه چې د تېلو توليد یې ملي کړ.

د نړيوال قانون له مخې وېنزويلا د تېلو پر خپلو زېرمو بشپړ حاکميت لري او امریکا د مالکيت هېڅ قانوني حق نه لري.

د ملګرو ملتونو له خوا تائید شوي د "طبيعي سرچینو پر دايمي حاکمیت" د اصل له مخې خپلواک دولتونه حق لري چې د خپلې خاورې دننه سرچینې کنټرول او یې کاروي.

خو بهرني شرکتونه کولی شي د خپلو شتمنيو د ضبط کېدو په صورت کې د تاوان غوښتنه وکړي.

د چاوېز د حکومت له خوا په ۲۰۰۷ کال کې د تېلو د سکټور د ځينو برخو له ملي کېدو وروسته د تېلو لويو امریکایي شرکتونو لکه اېکسون موبېل او کوناکو فېلېبس په حق کې د څو ميلياردو ډالرو پرېکړې وشوې خو وېنزویلا دا پرېکړې ونه منلې او په خپله خوښه یې عملي نه کړې.

په امریکا کې د بېکر انستېتيوت د لاتینې امریکا د انرژۍ پروګرام مشر فرانسيسکو مونالدي وايي، "د چاوېز مصادرې په ناسمه توګه ترسره شوې او اوس یې وېنزویلا پایلې پرې کوي خو دا په دې معنی نه ده چې د وېنزويلا تېل د امریکایي شرکتونو ملکيت دی. هېڅکله هم داسې نه و، هغوی يوازې د ايستلو يا استخراج امتیاز درلود."

د تېلو پر بیو به څه اغېز ولري؟

د کېپلر د ډېټا په پلټفارم کې د توکو لوړ پوړی شننونکی همايون فلکشاهي وايي، په وېنزويلا کې د تېلو شرکتونو لپاره اصلي خنډونه قانوني او سياسي دي.

نوموړي بي بي سي ته وويل، شرکتونه به د حکومت سره يوې هوکړې ته اړتیا ولري او دا به تر هغه مهاله شونې نه وي چې د مادورو ځایناستی واک ته نه وي رسېدلی.

هغه زياته کړه له دې وروسته به شرکتونه د میلياردونو ډالرو پانګونه په خطر کې واچوي.

ده وويل، "ان که سیاسي وضعيت هم ثابت وي، دا بهير میاشتې وخت نیسي".

هغه شرکتونه چې د ټرمپ له پلان څخه ګټه اخيستل غواړي، مخکې له دې چې د وېنزویلا په زېربناو کې پانګونه زياته کړي، بايد له نوي حکومت سره تړونونه لاسليک کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د وېنزويلا پخواني توليد بېرته راګرځېدل به لسګونه ميلياردونو ډالرو ته اړتيا ولري او ښايي تر يوې لسيزې پورې وخت ونیسي.

د کپېټل اکانومېکس د ډلې مشر اقتصاد پوه نېل شيرېنګ وايي، د ټرمپ پلانونه به د نړۍ د تېلو پر عرضې او بيو محدود اغېز ولري.

نوموړی وايي، "ستر خنډونه شته او د پېښو مهالوېش دومره اوږد دی" چې په ۲۰۲۶ کال کې به د تېلو بيې ښايي ډېر بدلون ونه کړي.

شيرېنګ زياتوي، شرکتونه به تر هغه پانګونې ته زړه ښه نه کړی چې تر څو يو باثباته حکومت نه وي رامنځته شوی او پروژې به "ډېر کلونه" پایله ورنکړي.

دی وايي، "اصلي ستونزه د لسيزو کمه پانګونه او ناسم مديريت و او د تېلو استخراج یې ډېر لګښت لري."

نوموړی زياتوي، ان که وېنزویلا د ورځې شاوخوا دری میليونه بېرله تېل توليد کړی بیا به هم د نړۍ لسو سترو توليدونکو ډله کې نه وي.

ده د اوپېک پلس هېوادونو د لوړ توليد کچې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې نړۍ اوسمهال "د تېلو له کمښت سره مخامخ نه ده".

د بریتانیا د بي پي شرکت پخواني اجرائیوي مشر جان برون بي بي سي ته وويل چې د وېنزويلا د تېلو د صنعت را ژوندی کول "يوه ډېره اوږدمهاله پروژه" ده.

نوموړي وويل، "خلک د دې کارونو لپاره اړين وخت کم اټکلوي. د ټولو سرچينو، موادو او په ځانګړي ډول د خلکو راټولول ډېر اوږد وخت نیسي".

دی زياتوي، که څه هم کېدای شي ځينې توليدات "په چټکۍ پيل شي" خو دا چې صنعت بيا تنظيمېږی ښايي په لومړيو کې توليد کم وي.

برون وايي، شرکتونه به وغواړي چې ګډون په کې وکړی، ځکه "د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د سوداګرۍ لپاره غوراوي، ښه کار دی".

نوموړي وويل، "د سوداګرۍ له پلوه که تاسو يو شرکت چلوئ... نو غواړئ چې ډېر ژر په کې ښکېل شی. "