خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته ځینې غبرګونونه

د عکس سرچینه، @PashtunNJirga
د پښتنو قامي جرګې له اوږدو بحثونو او خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه او غوښتنې اعلان کړې چې په "دوو مياشتو کې به د پاکستان پوځ، طالبانو او داعش په ګډون ټولېوسله والې ډلې زموږ له خاورې وځي."
که څه هم د پاکستان حکومت رسما دې غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو افغانستان او پاکستان کې ځینې غبرګونونه ورته ښودل شوي دي.
حامد کرزی
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یادې جرګې او پرېکړې او غوښتنو ته په غبرګون کې دا د پښتنو یوه ستره قومي او بریالۍ جرګه بللې چې په وینا یې په سیمه کې د ستونزو د اوارولو لپاره یې نېک او اغېزناک ګام اخیستی.
ښاغلي کرزي پر خپله میټا (فېسبوکپاڼه) لیکلي" ددې قومي جرگې له پرېکړهلیکه خپل کلک ملاټړ اعلانوي او په خاصه ټوگه د جرگې د هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وشو ستاینه او قدرداني کوي."
د جرګې له غوښتنو یوه دا هم وه چې بر وطن [افغانستان] کې دې نجونو ته د زدکړو لپاره اجازه ورکړل شي.
حامد کرزي جرګه یو ارزښتناک تاریخي دود بللی چې په خبره یې د ستونزو د حل لپاره دا یوه مؤثره طریقه ده.
ده ویلي په جرګه کې "د ښځو د پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سیمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي."
عبدالسلام ضعیف

د عکس سرچینه، Social Media
د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر عبد السلام ضعیف بیا جرګې او پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، جرګه کې د ستم پر وړاندې د کړېدلو خلکو د فریاد د هیلو راټوکېدو نوی پړاو پیل شوی.
ښاغلي ضعیف پر اېکس (ټوېټر) لیکلي: "د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکېدلو نوې پړاو دی، د مظلومو ګډونوالو د خبرو څخه معلومېږي چې هلته د فریاد مرجع عادلانه نه وه او د ظلم په وړاندې تر تحمل پرته بله چاره نه لیدل کېده."
پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر همداشان هیله ښودلې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ "خپلو موخو ته ورسېږي".
خیبر کې د پښتنو قامي جرګې له جوړېدا وړاندې، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه اعلان کړ.
علي امین کنډاپور

د عکس سرچینه، Social Media
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر عليامین ګنډاپور خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ځای ته ورغلی وو.
هغه د جرګې ګډونوالو ته وینا هم وکړه.
وروسته یې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د جرګې د ټولو قانوني او عملي پرېکړو ننګه او ملاتړ به کوي.
جان محمد اڅکزی

د عکس سرچینه، @Jan_Achakzai
پاکستان کې د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جام محمد اڅکزي هم د پښتنو قامي جرګې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، په حقیقت کې د پيټياېم اصلي موخه خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت ګډوډول او د خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کول دي.
نوموړي پر ټوېټر یوه وېډیو خپره کړې چې وايي: "په حقیقت کې د ممنوع ګرځول شوي پيټياېم اصلي هدف په خیبر پښتونخوا صوبه کې د امن او امان وضعیت ګډوډول او د خلکو او ادارو ترمنځ د فاصلې رامنځته کول دي چې د ګډوډۍ په خپرولو سره د خپلو کرجنو نیتونو لپاره د خلکو او ادارو ترمنځ واټن رامنځته کړي چې دا ردوي."
دی وايي، "د خیبر پښتونخوا ایالت د زړورو خلکو لخوا د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د جوماتونو، ورکو شویو کسانو، بازرانو او ټپیانو په اړه بشپړ دروغ وویل شول چې له واقعیتونو سره یې هېڅ تړاو نه درلود".
د جرګې نورې غوښتنې څه وې؟
- د بېځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول او د بنديانو خوشي کېدل
- پر ډیورنډ کرښه له پاسپورټ او وېزې پرته تګ راتګ
- له ټولې پښتونخوا به ۲۴۰ زره ځوانان د جرګې د پرېکړې عملي کولو لپاره کار کوي
- دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او ټولې وسلهوالې ډلې زموږ له خاورې ووځي
- د بېځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول او د بنديانو خوشي کېدل
- د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو حل
- د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو حل لپاره یوه ځانګړې جرګه جوړېدل
- د پښتنو په سیمو کې د یوه یونټ برېښنا بیه تر ۵ روپیو پورې













