ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر سږني بیان له طالبانو وروسته د هند هم سخت غبرګون پارولی

هند پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو په کلنۍ ناسته کې چېرې چې د نړۍ په ګڼو موضوعاتو بحثونه وشول همالته د سوېلي اسیا دوه حریفو هېوادونو پاکستان او هند د یوه بل پر وړاندې سخته ژبه وکاروله، دغو دواړو هېوادونو د یوه بل خلاف د ترهګرۍ، ټاکنو کې د درغلۍ او له بشري حقونو څخه د سرغړاوي تورونه ولګول.

د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د وینا پر مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل "پاکستان به د هند هر ډول تېري ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي."

له هغه وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د خپلې وینا پر مهال په پاکستان ګڼې نيوکې وکړې. هغه وویل "پاکستان به د ترهګرۍ ډکه تګلاره کې کله هم بریالی نه شي."

په همدې مهال امریکا کې د هند یوې جګپورې ډېپلوماټې باویکا منګلانندن د شهباز شریف له خبرو وروسته د خبرو غوښتنه کړې وه او د هغه د خبرو په غبرګون یې وویل "یو داسې هېواد چې نظام یې پوځ چلوي او تاریخ یې له ټاکنیزو درغلیو ډک دی د نړۍ یوه ستر جمهوري هېواد ته په ټاکنو کې د شفافیت خبره کوي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر: "پاکستان د خپل کر مېوه څکي"

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو ناستې ته د وینا پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پر پاکستان د سختو نیکو پر مهال د دغه هېواد ټولیز وضعیت ته په اشاره وویل "پاکستان د خپل کرل شوي تخم مېوه څکي."

هغه زیاته کړه ''ډېر هېوادونه د حالت ښه نه ارزولو له کبله شاته پاتې کېږي، خو ځینې هېوادونه په لوی لاس داسې تګلارې غوره او پرېکړې کوي چې پایلې یې بربادوونکي وي، د داسې هېوادونو یوه ښه بېلګه زموږ په ګاونډ کې پاکستان دی."

هغه ادعا وکړه چې " له بده مرغه د پاکستان له ګناهونو ګاونډي هېوادونه زیانمنېږي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په اړه لا ژور لاړ او په ټکو یې د پاکستان ځينې کلني خالص عواید د ترهګرۍ په بڼه له تر لاسه شویو کړنو سنجول کېږي، هغه وویل "نن موږ وینو پاکستان چې په نورو هېوادونو د بدې ورځې راتلو لپاره څومره هڅه کړې هغه یې نن خپله ټولنه خوري."

هغه همداراز نړیوالو ته په خطاب کې وویل "پاکستان داسې بېکاره هېواد دی چې د نورو خلکو په ځمکو نظر ساتي خلک باید په دې پوه شي او باید ورسره مقابله وکړي."

جي شنکر همداراز د پاکستان لومړي وزیر څرګندونو ته په غبرګون وویل "موږ د ملګرو ملتونو دې ناسته کې د شهباز شریف له خولې عجیبه خبرې واورېدې، زه د هند دریځ یو ځل بیا دلته واضح بیانوم چې پاکستان به د ترهګریزې پالیسۍ له لارې کله هم موخو ته ونه رسېږي، بالکعس د هر عمل پایله به هرو مرو ویني."

هغه همدارز د وړاندیز په ډول وویل "زموږ تر منځ ځینې ستونزې حلېدای شي، د بېلګې په ډول "که پاکستان په ناقانونه ډول د هند نيول شوې ځمکه پرېږدي او همدارز له ترهګرۍ سره خپله اوږده ملګرتیا وشلوي."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر هغه څرګندونې چې د طالبانو حکومت هم پرې غبرګون وښود

طالبان

د عکس سرچینه، @CMShehbaz/Taliban

د ملګرو متلونو ۷۹مې سرمشریزې ته د وینا پر مهال د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خپل هېواد ځینې ستونزې په افغانستان او هند واچولې، هغه په کشمیر د هند ولکې ته په اشارې ګواښ وکړ چې پاکستان د هند هر ډول تېري پر وړاندې د درېدو وړتیا لري او په ټکو یې سخت ځواب به ورکړي."

هغه وویل د فلسطین د خلکو په څېر د کشمیر خلک هم د خپلواکۍ هڅه کوي، خو د ده په ټکو هند یرغمل کړي دي.

شهباز شریف همداراز وویل د خواشینۍ خبره دا ده چې "هند په پراخه کچه د خپل پوځي ځواک په ډېرولو بوخت دی چې دا په اصل کې د پاکستان خلاف درېدل دي."

نوموړي د هند اوسني واکمنان د پولې په سر په شخړو، له شوو هوکړو په سرغړونو او همداراز په دې تورن کړل چې د ده په ټکو د ازاد کشمیر د نیولو ګواښ یې کړی دی.

په همدې وینا کې شهباز شریف افغانستان هم تورن کړ چې د ده په ټکو پاکستان کې ناامني له هغه ځایه خپره ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې ویلي وو چې د القاعدې، داعش او پاکستاني طالبانو غورځنګ په څېر ډلې د افغانستان په خاوره کې لیدل کېږي چې وروسته د هغه دا څرګندونې د طالبانو حکومت بې بنسټه ادعاوې بللې وې.

په دې ناسته کې که څه هم د طالبانو د حکومت په استازولۍ څوک نه و چې د غونډې پر مهال یې د شهباز شریف خبرې ننګولې وی خو وروسته د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د هغه څرګندونو ته په غبرګون کې وویل "بهرنیو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه څوک پرېږدي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي."

طالبانو له دې وړاندې هم د پاکستان هغه ادعاوې بې بنسټه بللې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارېږي.