د تایلنډ مرستندویان وايي، تر ورانې شوې ودانۍ لاندې لږ تر لږه ۱۵ کسان لا هم ژوندي پاتې دي

- Author, تیسا وونګ
- دنده, د بي بي سي اسیا ډیجیټل څانګې خبریاله
په میانمار (برما) او تایلنډ کې له پرونۍ زورورې زلزلې وروسته اوس داسې فکر کېږي، چې د بنکاک یوې ویجاړې شوې لوړپوړیزې ودانۍ لاندې لا هم ۱۵ کسان ژوندي پاتې دي.
مرستندویان وايي، د دې ۱۰ پوړیزې ودانۍ تر خاورو-خځلو لاندې یې د ځینو کسانو ژوندي پاتې کېدو نښې-نښانې محسوس کړې دي او له ځینو ژوندي پاتې کسانو سره یې اړیکه هم ټینګه شوې ده.
په داسې حال کې چې پر دویمه ورځ هم د دې ودانۍ په کنډواله کې د مرستې چارې روانې دي، لا هم یو شمېر کارګران تري تم دي. د رهیکټر په کچه د ۷ اعشاریه ۷ درجې دې زلزلې له کبله د میانمار په منډالې سیمه کې چې د زلزلې مرکز و، سلګونه خلک مړه شوي دي.
د زلزلې ټکانونه دومره زورور وو، چې له میانماره سلګونه کیلومتره لېرې چین، هند او د تایلنډ پلازمېنه بنکاک کې هم محسوس شوي دي. د میانمار په سایګائینګ او منډالې سیمو کې د ودانیو او معبدونو نړېدو تر څنګ د خورا پراخې ورانۍ-ویجاړۍ رپوټونه ورکړل شوي دي.
په میانمار کې چارواکي وايي، تر اوسه له ۱۰۰۰ د زیاتو کسانو مړه کېدو او تر ۲۳۷۶ کسانو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. په بنکاک کې بیا یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی او چارواکي وايي، تر ۲۰۰۰ پورې رپوټونه یې ترلاسه کړي، چې بېلابېلو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
د تایلنډ پلازمېنه کې بیا د عمومي مفتش دفتر له ورانې شوې ودانۍ پرته چې په تایلنډ کې د زلزلې له کبله د اوښتي زیان په سبمول اوښتې، په ټول کې ډېر زیان نه دی اوښتی. دا ۳۰ پوړیزه ودانۍ، چې د رغونې چارې یې لا هم نه وې بشپړې شوې، د سېلانیانو ورتګ سیمې چاتوچاک بازار ته نژدې موقعیت لري او یو وخت یې د اودي یا نیلي رنګ هېندارې له ورایه برېښېدې.
دا ودانۍ اوس د خاورو، خځلو په یوه انبار بدله شوې او په شاوخوا کې یې سلګونه مرستندویان لیدل کېږي، چې د ژغورنې په چارو بوخت دي. د رسمي شمېرو له مخې د دې ودانۍ د ۴۰۰ ودانیزو کارګرو له ډلې ۹۶ کسان اوس هم تري تم دي، د اتو کسانو مړینه تائید شوې او اته نور بیا په ټپي حالت کې موندل شوي دي.
د میانمار ګڼ شمېر کارګر د تایلنډ په ودانیزو چارو صنعت کې مزدوري کوي او داسې باور کېږي، چې په دې پېښه کې هم یو شمېر داسې کسانو ته زیان اوښتی، چې د میانمار اوسېدونکي دي.
د جمعې پر ورځ او د شنبې پر شپه ګڼ شمېر ډرونونه، روزل شوي سپي او درانه ماشینونه دې ودانۍ ته د دې لپاره راوړل شوي وو، چې د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.
له ځايي وخت سره سم غرمه مهال مسوولینو وویل، د ۱۵ ژوندي پاتې کسانو درک یې معلوم کړی، چې د ورانې شوې ودانۍ تر خاورو-خځلو نژدې پنځه یا لس متره لاندې ایسار پاتې دي.

د عکس سرچینه، EPA
یوه ځايي مسوول کس ویلي، ودانۍ د "کیک په څېر" ځای پر ځای نړېدلې او لا یې هم ځینې برخې د ماتېدو په حال کې دي، د مرستندویانو لپاره د درنو ماشینونو کارول په تدریجي ډول سخت شوي دي. دوی وايي، د ځینو ژوندي پاتې کسانو د (چیغو او زوږ) له کبله او د ځینو نورو د خوځښت او بدن تودوخې معلومولو له لارې یې د هغوی ځای ځایګی معلوم کړی دی.
دغه کس وویل: "موږ غواړو دوی ټول وژغورو. تېره شپه چې موږ د ژوند کومې نښې-نښانې محسوسې کړې، اوس یې ځینې نه شته. زه له ټولو غواړم چې دوی ته د هوډمن پاتې کېدو دعا وکړي. "
چارواکي تراوسه نه پوهېږي، چې دا ودانۍ ولې ورانه شوه، خو د معلوماتو راټولولو لپاره یې یوه اوونۍ وخت ټاکلی دی. د ورانې شوې ودانۍ څنګ ته یوه کېږدۍ کې بیا هغه کسان په کار ګومارل شوي، چې د بې درکه کسانو د خپلو-خپلوانو معلومات ثبتوي. د کېږدۍ په شاوخوا کې د غمجنو څېرو ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي، چې ډېری یې ښځې دي او بیا بیا په غرېو ژاړي.
یوې ښځې فریاد کاوه: "په منډه تر دې ځایه راغلم. غواړم خپل مېړه یو ځل ووینم، په هر حال کې چې وي، یوازې یو ځل یې لیدل غواړم. "
یوه سړي چې سېیو نومېږي او د بې درکه خپلوانو په هکله معلوماتو ته راغلی و، بي بي سي ته وویل: "ګومان کوم د دوی د ژوندي پاتې کېدو احتمال خورا لږ دی... زړه راته وايي، چې ګومان نه کوم ژوندي به پاتې وي. "
د تایلنډ لوړپوړي چارواکي بیا د لټون چارو د دوام خبره کوي. د لومړي وزیر مرستیال انوتین چارنویراکول د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، "موږ پرلپسې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو او تر هغو پورې به دوام وکړي، چې د ټولو خوندیتوب باوري شي. موږ به تر هغو پورې هلې ځلې وکړو، چې هېڅوک هم دننه تر (خاورو-خځلو لاندې) پاتې نه شي... موږ تل هیله من یوو. "
ساوتري جانګ، ارونودای مکرجي او نیک مارش هم د دې رپوټ په چمتو کولو کې همکاري کړې.











