د چین او افغانستان ترمنځ د بار وړونکي ریل ګاډي 'تګ راتګ بیا پیل شو'

اورګاډی

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat/twitter

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

له څو کلونو ځنډ وروسته د چین او افغانستان ترمنځ د بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ بیا پیل شو.

د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر یوو شیاو یونګ د چین او افغانستان ترمنځ د ریل ګاډي د مخامخ د تګ راتګ د بیا پیلیدو له امله مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې د اکتوبر میاشتې په ۳۱ نېټه له جیانګسو ولایته د چین او افغانستان ترمنځ د بار وړونکي ریل ګاډي تګ راتګ بیا پیل شو.

هغه د ریل ګاډي چې د حرکت په حال کې دی ویډیو هم خپره کړې او ویلې دي چې دا ریل ګاډی ۵۵ واګنونونه لري.

په دې ویډیو کې په چینايي ژبه او احساساتي لهجه ویل کېږي چې د افغانستان او چین ترمنځ د ریل ګاډي تګ راتګ بیا پیل شو.

د چین په جیانګسو ولایت کې د چین او افغانستان ترمنځ د بار وړونکي ریل ګاډي د تګ راتګ د بیا پیلېدو په اړه مراسم هم ترسره شول چې د چینايي چارواکو ترڅنګ په چین کې د طالبانو د حکومت سفیر مولوی بلال کریمي هم په کې برخه لرله.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس د خبر له مخې ښاغلي کریمي د افغانستان لپاره د چین حکومت له ځانګړي استازي او یو شمېر نورو چینايي چارواکو سره په ګډه د افغانستان او چین ترمنځ د بار وړونکې ریل ګاډي تګ راتګ پیل کړ.

خبر زیاتوي چې د افغانستان په لورې روان شوي ریل ګاډي کې برېښنايي وسایل، ټوکران او نور توکي په ۵۰ کانتینرونو کې بار دي چې په شلو ورځو کې به له نانتونګ ښاره حیرتان ته ورسېږي.

پر خواله رسنۍ اېکس یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د ریل ګاډي روانېدو پر مهال یو لړ مراسم هم ترسره شوي

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat/twitter

د عکس تشریح، پر خواله رسنۍ اېکس یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د ریل ګاډي روانېدو پر مهال یو لړ مراسم هم ترسره شوي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو بي بي سي ته ویل چې په پام کې ده له دې خوا هم چین ته ځنغوزي او نوره وچه او تازه میوه واستول شي.

له چین نه افغانستان ته د ریل ګاډي په وسیله د توکو راوړل د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې پیل شول، تر ۲۰۱۹ کال پورې په ریل ګاډي کې یوازې له چینه افغانستان ته توکي راوړل کېدل خو د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې له دې لوري هم په لومړي ځل په ۴۰ کانتینرونو کې قیمتي ډبرې، غالۍ او وچې میوې چین ته صادر شول.

افغانستان د دې پټلۍ له لارې صادرات ځکه نشوای کولای چې په بندر کې یې تخنیکي وسایل نه لرل او دغه راز یې له ازبکستان سره د پرمختللو سکن ماشینونو او ګمرکونو په برخه کې ستونزې لرلې چې وروسته هوارې شوې.

له چینه تر حیرتان پورې اورګاډی له ازبکستان او قزاقستانه تېرېږي.