د هندۍ سینما د 'نابغه لوبغاړي' ګورو دت د غمجن ژوند کیسه

.

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، ګورو دت لیدونکو ته بلنه ورکړه چې د زړه راکښونکې ښکلې سینما له لارې له نا ارامه واقعیتونو سره مخامخ شي.
    • Author, یاسر عثمان
    • دنده, بي بي سي اردو

مشهورهندی فلمی لوبغاړی او ډایرکټر ګورو دت په ۱۹۶۴ کال کې په ۳۹ کلنۍ کې مړ شو، خو سینمايي میراث یې له مرګ وروسته هم لسیزې دوام وکړ.

ګورو دت د ۱۹۲۵م کال د جولای پر ۹مه د هندوستان په سوېلي ایالت کرناټک کې زېږېدلی چې دا اونۍ یې د زېږون سلمه کلیزه وه. خو د کامرې تر شا د دغه سړي ګډووډ احساسات او له رواني روغتیا سره مبارزه یې تر ډېره پټه پاتې شوې ده.

خبرتیا: د دغې مقالې لوست شاید د ځينو لپاره ځوروونکی وي.

کلاسیک هندي فلمونه لکه "پیاسا" او "کاغذ کی پھول" د هغه تلپاتې فلمونه دي. دت ځان ته د فلم جوړونې ځانګړی سټایل درلود.

فلمونو کې د هغه پېچلي کرکټرونه ډېر وخت د هغه د شخصي ژوند مبارزه منعکس کوي. د هغه پلاټ نړیوال انځور لري او لیدونکو ته د ښکلي سینما له لارې د نا ارامه واقعیتونو د نندارې او پرې د پوهېدو بلنه ورکوي.

د ښاغلي دت د ژوند پیل عاجزانه و او په ماشومتوب کې له مالي ستونزو او ګډوډ کورني ژونده کړېدلی دی.

وروسته له هغه چې کورنۍ یې د کار لپاره د ختیځ هند بنګال ته ولاړه، هلته ځوان دت د سیمې له کلتوره ژور الهام واخیست چې د ژوند په وروستیو کې یې همدا تاثیر په سینمایي ژوند کې لیدل کېږي.

د"کاغذ کی پھول" فلم له خپرېدو وروسته شېبه

د عکس سرچینه، Simon & Schuster

د عکس تشریح، د"کاغذ کی پھول" فلم له خپرېدو وروسته شېبه

هغه په ۱۹۴۰مه لسیزه کې د بمبيي فلمي صنعت ته له ننوتلو وروسته خپل تخلص "پاډوکون" ته بدل کړ. په بمبي کې یې لومړنۍ دنده د کوریوګرافر یا نڅاښود په توګه پیل کړه. بیا یې د ټیلیفون ځوابوونکي په توګه کار پیل کړ. له لسیزې ناکرارۍ او ناڅرګند وضعیت وروسته د هند د خپلواکۍ مبارزې زور اخیستې و، چې له امله یې فلم جوړوونکي هم اغېزمن شوي وو.

ښاغلي دت له حالاتو اغېزمن شو او د "کشمکش" په نوم فلم یې ولیکه. د دغه فلم کیسه د هنري مایوسۍ او ټولنیزې ناهیلۍ رېښې لري. د یاد فلم خاکه بیا د هغه سینمایی شاهکار "پیاسا" فلم د پنځولو لامل شوه.

"پیاسا" فلم چې یوه سوداګریزه بریا وه، ګورو دت یې د مرکزي لوبغاړي رول لوبولو ته وهڅاوه.

دت له دیو انند سره چې ډېر ژر د لوبغاړي په توګه شهرت ته ورسېد، وپېژندل او هغه ښاغلي دت ته په ۱۹۵۱م کال کې فرصت ور کړ چې د هغه د "بازي" فلم ډایرکټر شي.

دغه فلم له شورماشوره ډکې کامیابۍ دت ته د پام وړ بریا ور په برخه کړه.

هغه ډېر ژر له مشهورې سندرغاړې ګیتا روی سره د مینې تار وغځاوه. د راپورونو له مخې، د هغوی د مینې لومړني کلونه د ښاغلي دت د ژوند تر ټولو زیات د خوشحالې وختونه وو.

وروسته له هغه، چې دت د فلم جوړونې خپله کمپنۍ جوړه کړه، پرلپسې یې د رومانتيک کامېډي "ارپار" او "میس ایند مسیز ۵۵" فلمونو کې مخکښ بریالي مرکزي رولونه ولوبول. دغو بریاوو لا هم د هغه هنري ژوره تنده ماته نه کړه، خو د "پیاسا" فلم په جوړولو سره خپل هنري ارمان ته ورسېد.

دغه بریالی او زړه راکښونکي فلم په مادي نړۍ کې د یو هنرمند مبارزه ننداره ته وړاندې کړه چې لسیزې وروسته یې بیا د ټایم مجلې له خوا د شلمې پیړۍ د ۱۰۰ غوره فلمونو په نوملړ کې د یوازیني هندي فلم په توګه ځای پیدا کړ.

د ښاغلي دت مرحومه کوچنۍ خور، للیتا لاجمي، چې یاسر عثمان سره یې د هغه د ژوندلیک لیکلو کې همکاري کړې وه، وویل: "پیاسا" فلم د هغې د ورور د "خوبونو پروژه" وه او "هغه دا خوبونه بشپړول غوښتل."

ښاغلي دت د یوه ډایرکټر په توګه له فلم جوړولو سره مینه درلوده. هغه په متن او ډیالوګونو کې ډېر بدلونونه راوستل او د کامرې بېلابېل تخنیکونه یې تجربه کول. هغه د صحنو د ړنګولو او بیا جوړولو له امله ډېر مشهور و.

دا چاره د "پیاسا" فلم جوړولو پر مهال د اندېښنې تر کچې ورسېده. هغه د دغه فلم د اوج صحنې ۱۰۴ ځلي بیا - بیا اخیستې وې.

د لجمي په وینا، کله چې به یې صحنه پر زړه برابره ثبت نه شوه، نو چېغې به یې کړې او بد مزاجه به شو: "هغه کم خوب کاوه، خو الکول یې ډېر څښل. تر ټولو بد حالت کې به یې د خوب ګولې له ویسکې سره ګډې کړې او بیا به یې ګیلاس پر سر واړاوه. ګورو دت د "پیاسا" فلم جوړولو لپاره پوره هڅه وکړه. دغه فلم د هغه ارمان، د هغه خوبونه او د هغه یادونه دي."

کله چې په ۱۹۵۶م کې، د "پیاسا" فلم پروژه بشپړېدو ته نژدې شوه، ۳۱ کلن دت د ځان وژنې هڅه وکړه.

لجمي زیاتوي:

"کله چې خبر راغی، موږ د پالې غونډۍ ته، چیرې چې هغه اوسېده، ورغلو. مخکې به چې کله هم د هغه حالت خراب و، نو ما ته به یې زنګ وکړ، ویل به یې، باید خبرې وکړو، خو هلته به چې ورغلم، نو یوه خبره به یې له خولې نه را وتله. "

کورنۍ یې له روغتونه د هغه له رخصتیدو وروسته د هغه لپاره د هېڅ ډول مسلکي ملاتړغوښتنه ونه کړه.

لجمې وايي، رواني ناروغي هغه وخت له "ټولنیز پلوه بدنامه" ناروغي وه او هغه پر "پیاسا" فلم ډېرې پيسې لګولې وې، نو د دت کورنۍ هڅه وکړه، د هغه د رواني حالت لاملونه له پامه وغورځوي.

"پیاسا" فلم په ۱۹۵۷م کال کې نندارې ته وړاندې شو او دت یې د بریا او فلمي نړۍ ستوري کېدو منزل ته ورساوه. خو فلم جوړوونکي ډېر کله له بریالیتوب سربېره د بریا احساس نه کوي او ځانونه ګوښي احساسوي.

د "پیاسا" فلم د مشر سینماګرافر وي‌کې مورتي په یاد دي چې ښاغلي دت ورته ویلي: "ما غوښتل ډایرکټر شم، لوبغاړی شم، ښه فلمونه جوړ کړم. ما دا ټولې بریاوې ترلاسه کړي؛ پیسې لرم، هر څه لرم، خو احساس کوم، چې هېڅ نه لرم."

د دت د فلمونو او د هغه د شخصي ژوند ترمنځ یو عجیب تضاد هم موجود و.

هغه ډېر کله پیاړوي فلمونه جوړول چې خپلواکې او پیاوړې مېرمنې به یې په کې انځورولې، خو د سینما له پردې بهر لکه څنګه چې لجمي یې یادونه وکړه، هغه تمه درلوده چې د هغه مېرمن تر ډېره دودیز کردار ولري او یوازې د ده د کمپنۍ له خوا په تولیدېدونکو فلمونو کې سندرې ووايي.

په میس اینډ مسیز ۵۵ فلم کې ګورو دت او مدھوبالا.

د عکس سرچینه، Simon & Schuster

د عکس تشریح، په میس اینډ مسیز ۵۵ فلم کې ګورو دت او مدھوبالا.

ښاغلي دت د خپلي کمپنۍ بریالیتوب لپاره ساده قانون درلود: هغه دا چې له هرې هنري تجربې وروسته باید داسې فلم جوړ شي چې له سوداګریز اړخه کامیاب وي.

خو د "پیاسا" فلم بریالیتوب په خوشحالې کې، هغه خپل دغه قانون له پامه وغورځاوه او نېغ په نېغه یې د "کاغذ کې پوهول" فلم جوړولو ته چې ده پخپله لیکلی و او لګښت یې هم ډېر و، مخه کړه.

دا فلم د یو فلم جوړوونکي د ناخوښ واده او د هغه له تخلیقي الهام سره د ستونزمنې اړیکې کیسه بیانوي. فلم په نامعمول ډول پای ته رسېږي. فلم جوړوونکی د شدید یوازیتوب او له ناکامو اړیکو سره د موافقې کولو توان نه لرلو له امله مړ کېږي.

که څه هم دا فلم اوس د کلاسیک فلم په توګه ستایل کېږي، خو هغه وخت کې یوه سوداګریزه ناکامي وه. د راپورونو له مخې همدا ناکامي وه، چې له امله یې ښاغلي دت بیا هېڅکله د فلم ډایرکټر په توګه بریالی نه شو.

د چاینل فور د "این سرچ اف ګرو دت" نومې ډاکومڼټرۍ کې د هغه همکاره فلمي لوبغاړې وحیده رحمان د ګرو دت له خولې وايي : "ژوند کې دوه شیان دي - بریالیتوب او ناکامي او په منځ کې هېڅ شی نه شته."

له "کاغذ کی پھول" فلم څخه وروسته هغه بیا د بل فلم ډایرکټري ونه کړه.

د هغه فلمي کمپنۍ د وخت په تېر‎ېدو سره بېرته بریالۍ شوه او هغه د "چوهدوین کا چاند" فلم د پروډیوسر په توګه بېرته پیاوړی راستون شو. دا فلم د هغه د کاري ژوند تر ټولو بریالی سوداګریز فلم و.

د هغه خور لجمې وايي: "هغه بیا "صاحب بي بي اور غلام" فلم چې د هغه باوري ملګري او پیاوړي فلمي لیکوال ابرارعلوي یې ډایرکټري کړې وه، پیل کړ. تر دې وخته، د هغه شخصي ژوند خورا ګډ وډ و."

دا فلم د یوې ښځې د یوازیتوب کیسه کوي، چې په یو بې مینې واده کې بنده ده. په فلم کې د مرکزي لوبغاړې خاوند ډېر ځپونکی، بې وفا او شتمن دی، خو دا ورسره له مجبورې ورځې ژوند کوي.

د کیسې لیکوال بیمل میترا وايي: "ښاغلي دت د خپل واده له ماتېدو او له د رواني وضعیت تر خرابېدو وړاندې راته وویل چې بې خوبه دی او ټوله تکیه یې د خوب پر ګولیو ده."

ښاغلی میترا زیاتوي، زما په یاد دي چې هغه را ته وویل : "فکر کوم، لیونی کېږم."

یوه شپه، دت بیا د ځان وژنې هڅه وکړه او تر درېیو ورځو بې هوښه و.

لجمي وايي، له دې وروسته، د ډاکتر په مشوره، د هغه کورنۍ د ښاغلي دت د درملنې په اړه یو رواني ډاکتر ته زنګ وواهه، خو دوی هېڅکله د دت درملنه تعقیب نه کړه. هغې په ناهیلۍ سره زیاته کړه: "موږ بیا هېڅکله رواني ډاکتر ته زنګ و نه کړ."

د "صاحب بي بي اور غلام فلم" کې گورو دت او د فلم مرکزي لوبغاړې وحیده رحمان.

د عکس سرچینه، Simon & Schuster

د عکس تشریح، د "صاحب بي بي اور غلام فلم" کې گورو دت او د فلم مرکزي لوبغاړې وحیده رحمان.

لجمي تر کلونو باوري وه چې ورور یې په خاموشۍ کې د مرستې په تمه ژړل. د نوموړې په خبره ورور یې په داسې تیاره ځای کې بند و، چې د وتلو هېڅ لاره یې نه درلودله او هېچا یې درد نه شوای لیدلای.

خو له روغتونه د دت له رخصتېدو سملاسي وروسته هغه د "صاحب بي بي اور غلام" فلم شوټینګ داسې پیل کړ لکه هېڅ چې شوي نه وي.

کله چې ښاغلي میترا د پیښې په اړه ترې وپوښتل، دت ورته ویلي وو: " زه هم ډیری وخت حیران یم چې هغه اندېښنه او ناارامي څه وه چې ما د ځان وژنې هڅه وکړه؟ کله یې چې په اړه فکر کوم له ډېرې وېرې لړزېږم، خو هغه ورځ ما د خوب ګولۍ وخوړې او هیڅ ډول زړه نا زړه توب مې احساس نه کړ."

"صاحب بي بي اور غلام " فلم بریالی شو او په ۱۹۶۳م کال کې یې د برلین فلم فیسټیوال ته رسمي لاره پیدا کړه او هلته یې ملي جایزه هم وګټله.

د فلم له دومره بریالیتوب سربېره له شخصي ژوند سره د ښاغلي دت مبارزې دوام وکړ. هغه له خپلې مېرمنې جلا شو، خو په فلمونو کې یې رول لوبولو ته دوام ور کړ. هغه له ژور یوازیتوب سره لاس و ګرېوان و او ډېر کله به یې د ارام لپاره شراب او د خوب ګولۍ خوړلې.

د ۱۹۶۴م کال د اکټوبر پر ۱۰مه، ۳۹ کلن دت په خپله خونه کې مړ وموندل شو. د هغه همکارې فلمي لوبغاړې وحیده رحمان په ۱۹۶۷م کال کې د فلم صنعت ژورنال کې ولیکل:

"پوهېږم هغه تل د دې یانې مرګ هیله درلوده، اوږد انتظار یې وکړ، خو بالاخره خپلې موخې ته ورسېد."

د دت له مړیني وروسته د"پیاسا" مرکزي لوبغاړي په توګه د هغه ریښتینې ستاینې وشوه. د سینما مینه وال ډېر کله فکر کوي چې که هغه اوږد ژوند کړی وای، نو څه به شوي وای؟ ښايي هغه به د خپلو لرلید لرونکو، بامعنا او شاعرانه کارونو له لارې د هند سینمایي منظرې بیا رغولو ته دوام ورکړی وای.