هندي پولیسو پر هغو بزګرانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی، چې د ډیلي پر لور لاریون کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي پولیسو پر هغو بزګرانو اوبه شېندلې او اوښکي بهوونکی ګاز یې کارولی، چې له دوو ورځو راهیسې د پلازمېنې ډیلي پر لور د لاریون هڅه کوي.
دغه بزګران د خپلو محصولاتو لپاره حد اقل بیه ټاکل غواړي.
د پلازمېنې په شاوخوا دریو لوریو کې بیا د دې لپاره اغزن سیمونه او خنډونه درول شوي، چې ډیلي ښار ته د احتجاجي بزګرانو ننوتلو مخه ونیول شي.
د دې بزګرانو مخنیوي لپاره چې ډېری یې له پنجاب ایالته راغلي او لا هم له پلازمېنې نژدې ۲۰۰ کیلومتره لېرې دي، زرګونه پولیس ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بزګران وايي، حکومت هغه ژمنې ماتې کړې، چې دوه کاله مخکې یې د دوی له احتجاجونو وروسته کړې وې. په ۲۰۲۰ کال کې دې بزګرانو پراخې مظاهرې وکړې، لویې لارې یې وتړلې او د دوی نژدي یوه کال احتجاجونو پایله کې حکومت مجبور شو، چې د کروندو په تړاو ناندریز اصلاحات بېرته واخلي.
خو بزګران وايي، د دوی نورې غوښتنې لا هم نه دي منل شوې. حکومت بیا د کروندګرو مشرانو ته د خبرو بلنه ورکړې.
د کروندګرو یوه مشر سروان سینګ پاندهیر خبریالانو ته په دې هکله وویل: ''موږ له بل هېچا سره سروکار نه لرو، زموږ غوښتنې له هماغه لومړي سره همدا وې.''
د ډیلي شمال ته د هریانه او پنجاب ایالتونو تر منځ د پولې په سیمه کې پر کروندګرو داسې عینکې او ورته توکي وېشل کېږي، چې سترګې یې د پولیسو له اوښکې بهوونکي ګازه خوندي شي.
مخکې ښاغلي پاندهیر اې این ای خبري اژانس ته ویلي و، چې اټکلاً لس زره کسان د هریانه او پنجاب تر منځ شمبو نومې سیمه کې راټول شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هلته اخیستل شویو ویديي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د ډيلي سیمې پر پولو زرګونه پولیس او ملېشه ځواکونه د دې لپاره ځای پر ځای شوي، چې پلازمېنې ته د دې بزګرانو د ننوتو مخنیوی وشي.
احتجاجیان بیا تور پورې کوي، چې پر دوی د ربړینو او پلاستیکي مرمیو ګوزارونه شوي او دغه راز یې پر رسنیو هم تور پورې کړی، چې داسې ښيي چې ګواکې دا کروندګر ''ترهګر'' دي او یا یې له اپوزېسیون ګوندونو سره لاس یو کړی دی.
د پنجاب او هریانه ایالتونو عالي محکمې له لوري بیا له دې کروندګرو سره په داسې صورت کې یو څه قانوني مرسته شوې، چې وايي، دغه کروندګر د هندي وګړو په توګه کولای شي، ازادانه وګرځي، راوګرځي.
هندي اپوزېسیون ګوندونو هم د احتجاجي کروندګرو ملاتړ کړی او حکومت هغه هڅه یې غندلې چې ډيلي ته د کروندګرو رسېدو مخنیوي لپاره یې کوي.
د کانګرېس ګوند مشرانو راهول ګاندي او ملکارجن کهرجي پر سې شنبې ویلي، که یې ګوند ټاکنې وګټي د بزګرانو محصولاتو لپاره به د حد اقل بیې قانون جوړ کړي.











