هغو دوو تنکیو ځوانانو ته څه پېښ شول چې د نړۍ یو تر ټولو ستر الماس یې کشف کړ؟

الماس

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په ۲۰۱۷ کال کې د خبرونو سرټکی او ښه خبر یادېده. په ټوله نړۍ کې رسنیو د سېرالیون د "سولې الماس" کشف خبر ورکړ.

په یو افریقایي هېواد کې چې الماس د وینې تویدنې او بدبختۍ سره مترادف ګڼل کېږي، د دې ډبرې له لارې شتمني د ځایی خلکو د ژوند بډایه کولو لپاره انګېرل کېده.

خو د رسنیو د رنګینو خبرونو تر شا، هلته کېندونکي هم هغه کسان وو چې د ډبرو په ماتولو سره یې دا قیمتي الماس موندلی و.

کومبا جانبول او انډریو صفیه د پنځو کسانو ډله کې تر ټولو ډېر ځوانان وو.

کله چې دوی په خاورو کې پر هغې ځلېدونکې ستر ډبرې سترګې ولګېدې نو داسې ورته ښکاره شوه چې د دوی ټول خوبونه ریښتیا شوي.

خو شپږ کاله وروسته، د دوی کشف شوې معجزه له نهیلۍ سره مخ ده.

د پاته کېدو او بقا لپاره پلان

صفیه په خپل ښوونځي کې یوه ستورې زده کوونکې وه، خو د بې وزلۍ له امله اړ شوه چې ښوونځی پرېږدي. د جانبول کورنۍ له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۲ پورې د کورنۍ جګړې له امله سره جلا شوې وه.

دوی په ګډه د پنځو کېندونکو یوې ډلې سره یوځای شول چې د ځایی پادري لخوا یې سپارښتنه شوې وه. دوی ته ویل شوي و، چې پیسې نه ورکول کېږي، خو د ځان او کورنۍ لپاره به لومړني توکي او خواړه ترلاسه کړي. که کله الماس هم وموندل شي، نو هغه کس به د زمري برخه ترلاسه کړي چې د دوی مالي ملاتړ کوي.

الماس

د عکس سرچینه، Getty Images

دغې جوړې له یو سخت کاري مهالوېش سره موافقه وکړه، سهار وختي یې له ناشتې پرته د خرما په فارم کې کار کاوه او بیا پاتې ورځ یې په کان کې کېندنې کولې.

د صفیه هیله دا وه چې بېرته ښوونځي ته د تګ لپاره کافي پیسې خوندي کړي، خو د کار حقیقت ویجاړونکی و. صفیه وايي: "ما جانبول ته وویل، زما خوبونه نه ریښتیني کېږي."

د جانبول په یاد دي، چې څنګه یې د سختو بارانونو او د دوبي سختې تودوخې سره مقابله کوله. "موږ د هڅولو لپاره ځان ته د زړورتیا کلمې وکارولې. موږ ټوکې هم کولې. موږ یو بلوتوت وسیله درلوده او موسیقي مو غږوله."

نارینه هم په دې اړه ځینې داسې خوبونه ویني، چې که ناڅاپه شتمن شي، دوی به څه وکړي. جانبول یو دوه پوړیز کور او د ټویوټا ایف جي لنډکروزر موټر غوښتل، په داسې حال کې چې صفیه غوښتل خپلې زدکړې پای ته ورسوي.

ستر الماس

الماس

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه ورځ چې بالاخره د دوی بخت خلاص شو. دوی خپله ورځ د نورو ورځو په شان مخکې تر هغه چې کان ته ولاړ شي، تر لمانځه او دعا وروسته په سهارنۍ کې کیلې خوړل پیل کړل.

کېندونکي لږ وخت په فعاله توګه د الماسونو په لټه کې تېروي.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۳ مه د جمعې په ورځ، دوی پلان درلود چې د کانونو په چمتو کولو کار وکړي، ځمکه وکېني، شګې او خاورې یوې خوا ته کړي چې د باران له امله راوتلو اوبو او سېلاب مخه ونیسي.

هماغه وخت د جانبول سترګې پر یوه ځلېدونکي څیز ولګېدې.

"ما دا ډبره تر روانو اوبو لاندې ولیدله چې د اوبو په منځ راښکته کېږي، دا زما لپاره حیرانونکې وه، ځکه ما مخکې چېرته الماس نه و لیدلی."

"زه تر یوې دقیقې زیات ودرېدم هغې ډبرې ته مې وکتل، بیا مې خپل تره ته وویل: کاکا، دا ډبره ځلانده ده، دا څه ډول ډبره ده؟"

جانبول ښکته شو او له اوبو یې راپورته کړ.

الماس

د عکس سرچینه، Getty Images

" کله چې ما را واخیست، ډېر یخ و. هغه رانه واخیست او ویې ویل: دا الماس دی!"

دا ډبره ۷۰۹ قیراطه وه، چې په نړۍ کې ۱۴م لوی ریکارډ جوړوي.

کېندونکي خپل مالي ملاتړ کوونکي، پادری ایمانویل مومو ته خبر ورکړ او هغه په تور بازار کې د پلورلو پرځای حکومت ته په وړلو سره تاریخ جوړ کړ.

هغه الماس په لیلام کې په شپږ نیم میلیونه ډالره وپلورل شو.

د جانبول او صفیه په شان د سېرالیون سلګونو زره وګړي په غیر رسمي کانونو کې د کېندونکو په توګه کار کوي. که دوی نېکمرغه وي، ښايي د الماس یوه کوچنۍ ټوټه ومومي، خو د دې بشپړ الماس په څېر موندل یو خوب دی، چې تر ډېره نه پوره کېږي.

هر کان کېندونکي یوازې ۸۰ زره ډالره لومړنۍ پیسې ترلاسه کړې. دا د صفیه او جانبول لپاره چې په سر کې یې دې کار ته ملا تړلې وه، ډېرې پیسې وې او د دومره کوچنۍ ونډې په ترلاسه کولو سره یې د لنډ بدلون احساس کاوه.

جانبول وايي: "کله چې ما د خپلې برخې پیسې ترلاسه کړې، ما یوه اوونۍ پرته له دې چې لاس ور وړم، ساتلې وې. بالاخره ما د کور اخیستلو لپاره فریټاون سیمې ته سفر وکړ."

صفیې غوښتل، کاناډا ته لاړه شي چې خپلې زدکړې بشپړې کړي، او جانبول لېواله و له هغې سره یو ځای شي.

دوی یو اېجنټ ته د سفر، استوګنې او پوهنتون فیسونو لپاره پنځلس زره ډالر ورکړل. دوی ګانا ته یووړل شول، چې دوی شپږ میاشتې او ډیرې پیسې مصرف کړې.

الماس

د عکس سرچینه، Getty Images

پلان وروسته له هغه له منځه ولاړ چې د دوی د ویزې غوښتنلیک رد شو. جانبول بېرته سېرا لیون ته لاړ، د هغه د الماس پیسو یوه لویه برخه اوس له لاسه وتلې، په داسې حال کې چې صفیه نوی سفر پیل کړې.

هغه درېیم هېواد ته ولاړه، چې موږ یې د خوندیتوب لپاره نوم نه اخلو، هلته ورته ویل شوي چې هغه کولای شي د ورځې په اوږدو کې د موټر چلوونکې په توګه کار وکړي او ماښام کې زدکړه وکړي.

خو کله چې صفیه خپل منزل ته ورسېده، حقیقت بل شان و.

بهر ته د تګ بېځایه خوبونه

صفیه وايي "زه یوه غوجله کې د اسونو پالنه کوم چې هم پکې وېدېږم او خوراک کوم. نورو کارګرانو ته د استوګنې ځای ورکړل شوی په داسې حال کې چې زه په غوجل کې وېده کېږم."

دا د الماس له شتمنۍ تر لاسه کولو وروسته داسې ژوند نه دی چې صفیې یې تمه درلوده. پرته له استوګنې، هغه په یو زیان منونکي حالت کې پاتې شوې.

له هغه ملکیت پرته چې هغې په سېرا لیون کې اخیستی، د هغه الماس پیسې ختمې شوې چې دې ته ورکړل شوې وې. نوموړې وايي، یوازې غواړي خپل کور ته ستنه شي.

صفیه ځان ګوښه او یوازې احساسوي او وايي د الماس په اړه د رسنیو راپورونه په پادري تمرکز کوي چې د دوی مالي ملاتړ یې کړی و. خو د ریښتینو کېندونکو یادونه په سختۍ سره کېږي.

جانبول هم وايي کاشکې یې خپلې پیسې په بل ډول کارولې وای.

"کله چې ما پیسې درلودې، زه ډیر ځوان وم. اوس چې هغه وخت را یادوم، په اړه یې ښه احساس نه کوم. هغه وخت ما یوازې ځان ښودنه کوله، جامې مې اخیستې او بس."

"که ما بهر ته د تګ لپاره لېوالتیا نه وای ښوولې، اوس به مې دلته ډېرې پیسې پیدا کړې وې. ما به په هغو پیسو ډېر څه کړي وو."

جانبول اوس په فریټاون کې د المونیم کړکیو جوړولو یوې کمپنۍ کې مناسب کار لري، او صفیه هم هیله لري، که په بهر کې یې هیلې پوره نه شي، بېرته له هغه سره یوځای شي.

جانبول وايي: "کله چې زه زېږېدلی وم، زما مور او پلار کور نه درلود."

"زما ماشومان اوس په فریټاون کې د خپل پلار په کور کې لوېیږي. دا یوه لویه خبره ده. زما ماشومان به هغه ډول نه رنځېږي لکه زه چې ځورېدم."