د اکوړې خټک حقانیې جومات کې 'ځانمرګي' برید کې د مولانا حامد الحق په ګډون ۶ کسان وژل شوي

حقانیه مدرسه

د عکس سرچینه، Jamia Haqqania

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر وایي، د نوښار سیمې اکوړې خټک په حقانیه دارالعلوم کې یوې "ځانمرګي" بمي چاودنې مرګژوبله اړولې ده.

ځايي چارواکو له بي بي سي سره خبرو کې منلې، چې د حقانیې مدرسې په جومات کې د "ځانمرګي برید" له امله ۶ کسان وژل شوي دي.

د پېښور کمشنر ریاض مسېد په وینا په وژل شویو کسانو کې د جمعیت علمای اسلام (جې یو ای) سمیع الحق ډلې مشر مولانا حامد الحق هم شامل دی.

۵۷ کلن حامد الحق د حقانيې دارلعلوم مرستیال مشر و. دی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۷ کال پورې د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې غړی او په ۲۰۱۸ کال کې د خپل پلار مولانا سمیع الحق له وژل کېدو وروسته د جمعیت علمای اسلام (س) مشر شو.

حقانیه دارالعلوم

د عکس سرچینه، gettyimages

تر اوسه ددغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

له دې مخکې د ژغورنې یا ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې د معلوماتو له مخې، کنټرول روم ته د حقانیې مدرسې د چاودنې خبر ورکړل شوی و، چې وروسته یې شپږ امبولانسونه، طبي او د اور وژنې ډلې سیمې ته استولي دي.

د ریسکیو نوښار دفتر وایي، په چاودنه کې ګڼ کسان ټپیان شوي او روغتون ته يې لېږدولي دي.

غبرګونونه

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مولانا حامد الحق شوی برید غندلی دی. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت پر اېکس یوه پیغام کې د مولانا حامد الحق وژنه ''د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه'' بللې ده.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا پېښه غندلې او په وینا یې، ''دښمن په هېواد کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو ناوړه دسیسه کوي، او د ولس په ملاتړ به د دښمن هره توطئه ناکاموي.''

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور دا پېښه غندلې او له سیمه ییزو چارواکو یې د رپوټ ورکولو غوښتنه کړې ده. د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو سکرتر ډاکتر محمد علي سیف د دې پېښې غندنې تر څنګ ویلي، د مسئولو کسانو پر ضد به اقدامات کوي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم دغه برید غندلی دی. مولانا فضل الرحمان وايي، پر مولانا حامد الحق برید ''زما پر کور او مدرسه برید دی.''

ده ويلي، ''دا برید د پاکستاني امنیتي ادارو د وړتیا په هکله پوښتنې راپورته کوي.''

نوموړی زیاتوي په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو په هکله له اوږدې مودې راهیسې غږ پورته کوي، خو په خبره یې ''دولت پټه خوله ننداره کوي.''

مولانا حامد الحق څوک و؟

دار العلوم حقانیه مدرسه د خیبر پښتونخوا نوښار "نوشهره" سیمې اکوړه خټک کې ده. دا مدرسه سیمې کې د دیني زده کړو له مشهورو ادارو ګڼل کېږي او د دیوبند ښوونځي سوچ، یو مهم علمي مرکز دی.

د مولانا حامد الحق پلار مولانا سمیع الحق مشهور سیاسي او مذهبي مشر و. د اکوړه خټک دارالعلوم حقانیې مدرسه د ده پلار شیخ الحدیث مولانا عبدالحق د پاکستان له جوړېدو یوه میاشت وروسته د ۱۹۴۷ کال په سپتمبر کې تاسیس کړې ده.

مولانا سمیع الحق

د عکس سرچینه، Darul Uloom Haqqania

دا مدرسه په نړیواله کچه هم د مولانا سمیع الحق رول له کبله ځکه ډېره مشهوره وه، چې په نړیوالو رسنیو کې دی د افغان طالبانو د یوه استاد په توګه یادیده. مولانا سمیع الحق په ۲۰۱۸ کال کې ووژل شو.

مولانا سمیع الحق هغه مهال د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په خپل کور کې یوازې و، چې د چاړې په ګوزارونو وژل شوی و.

ده یو ځل د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر له خپلو غوره زده کونکو یو او 'فرشته ډوله انسان' بللی و.

نوموړی د جمیعت علمای اسلام ګوند یوې برخې مشر و او دوه ځله د پاکستان مشرانو جرګې غړی و.

د حقانيې مدرسې رول

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

حقانيه مدرسه په داسې ځای کې ده، چې له اسلام آباده، پېښور او بيا افغانستان ته غځېدلې لار له همدې سیمې تېرېږي او په تېر کې هم د دیني زدکړو لپاره له افغانستانه دې مدرسې ته ګڼ شمېر کسان تللي وو.

دا مدرسه بېلابېلو وختونو کې د پاکستان حکومت له ملاتړه برخمنه وه.

حقانيه مدرسه د پاکستان، په تېره بيا خيبر پښتونخوا ځينو وګړو لپاره له ځانګړي ځای او ارزښته برخمنه ده.

افغانستان کې هم هغوی چې د سني مذهب ديني زده کړې کوي، دا مدرسه پر دې سربېره چې د ديني زده کړو يو مهم ځای بولي له پيله د طالبانو غورځنګ د کلک ملاتړ مرکز په سترګه هم ورته ګوري.

د لسيزو اوږدو کې د افغانستان سلګونه کسانو دې مدرسه کې زده کړې کړې، چې بيا د مجاهدينو ډلو او ورپسې د طالبانو ليکو کې پر لوړو دندو وو.

د حقانیه مدرسې ته ډېر سيمه کې د توندلارۍ او اورپکۍ خپرولو د رول ګوته هم نیسې، خو نور بيا وايي پلار او زوی دواړو د امن او سولې خپرولو کوشش کاوه.

د پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړی ادريس خټک د پېښې ځای کې بي بي سي ته ويل "دوی خپل ټولټال ژوند امن" لپاره ځانګړی کړی و. ده ويل "دوی افغانستان او پاکستان کې د امن کردار" لوباوه.