پاکستان: درېیو کسانو د سرو زرو لپاره یوه ښځه ووژله

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوټې پولیسو په وینا، د پېښې په لومړیو کې دا یوه ساده وژنه ښکاره کېده. داسې انګېرل کېده چې یوه ښځه یوازې په کور کې اوسېده او دا د خپل مزدور او ورور په لاسونو یې د سرو زرو لپاره وژل شوې ده.
پولیس وایي، وژونکو داسې پلان جوړ کړی و چې له وژنې وروسته به څوک پرې شک و نه کړي او یوازې د کور مزدور به پړ وبلل شي.
لومړی دا پلان بریالی ښکاره شو، ځکه د وژل شوې ښځې خور په عریضه کې یوازې د مزدور او د هغه د ورور نوم واخيست.
خو د پلټنې یو افسر وایي، د لومړنۍ څېړنې پر بنسټ دوی ژر دې نتیجې ته ورسېدل چې نيول شوی مزدور او د هغې ورور اصلي مجرمان نه دي.
له دې وروسته د کوټې د "جدي جرمونو د څېړنې څانګې" د کامرې ثبت شوې ویډیوګانې او د جیوفېنسنګ ټکنالوژي وکاروله، چې د ریښتینو مجرمانو څرک ولګوي.
د جیوفېنسنګ ټکنالوژۍ په مټ پولیس د جرم په سیمه کې د موبایل اتنونونو له لارې جرم معلومولی شي چې کوم موبایلونه په هغه وخت کې هلته موجود وو.
د پلټنو په جریان کې، د وژل شوې ښځې یوه نژدې ملګرې، د هغې مېړه او نور دوه کسان ونيول شول.
د دې قضیې د څېړونکي افسر اجرم خان په وینا، له نيول شویو کسانو د ۶۲ لکو روپیو په ارزښت غلا شوي زر بېرته ترلاسه شول او له بشپړې پلټنې وروسته همدغه کسان زندان ته ولېږدول شول.
خو افسر زیاتوي، دا ټول بهیر هېڅ اسان نه و.
د مېرمنې وژنه او د کور د مزدور نيول کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۳۵ کلنې ښځې د وژنې پېښه د اګست پر ۳۰مه شوې وه. د وژل شوې ښځې د خور په غوښتنه د پېښې په اړه عریضه د کوټې له باراري پولیسو سره ثبت شوې وه.
په عریضه کې پولیسو ته ویل شوي چې د هغې ۳۵ کلنه خور د کوټې ښار لوېدیځ ته د هزارګانو په مېنه کې یوازې اوسېده.
د ښځې مېړه د کار لپاره ناروې هېواد ته تللی او دوی اولاد هم نه لري. د هغې د خور په خبره، ښځه یوازې اوسېده، نو د کور د کارونو او څارنې لپاره یې یو هلک د مزدور په توګه ګمارلی و.
د وژل شوې ښځې خور خپله هم په همدې سیمه، هزارګانو ښارګوټي کې اوسېږي.
په عریضه کې راغلي چې د کور مزدور او ورور یې د اګسټ پر ۳۰مه د شپې شاوخوا لس بجې پر موټرسایکل د هغې کور ته ورغلي او ورته ویلي یې دي چې خور یې له زینو لوېدلې او سر یې سخت ټپي شوی دی.
کله چې هغه د خور کور ته ورسېده، و یې لیدل چې خور یې د انګړ په زینو کې پرته وه او له سر یې وینه بهېده. دوی ژر هغه روغتون ته یوړه.
پولیس وایي، په روغتون کې ډاکټرې د مړي لومړنۍ کتنه او بیا یې د عدلي طب څېړنې پیل کړې. څېړنو وښودله چې ښځه د زینو له لوېدو نه ده مړه شوې، بلکې د سر شا برخه کې په تېزۍ سره وهل شوې او وژل شوې ده، ځکه چې د هغې د سر له پرهره معلومېده چې وار پرې شوی دی.
د وژل شوې ښځې خور پولیسو ته وویل: "زه ډاډه یم چې زما خور یې همدغه مزدور او ورور یې د نامعلومو لاملونو له مخې د یوې وسیلې په وار وژلې ده، له هغوی سره دې قانوني چلن وشي."
بروري پولیسو د خور د شکایت له مخې د جزا قانون د ۳۰۲ (وژنې) مادې لاندې عریضه ثبت کړه او مزدور یې له خپل ورور سره یو ځای ونيوه.
له دې وروسته د کوټې پولیسو قضیه د نورو څېړنو لپاره د جدي جرمونو څېړنې څانګې ته وسپارله.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې قضیې د پلټنې افسر اجرم خان بيبيسي ته وویل، د عریضې له ثبتولو وروسته، د وژل شوې ښځې مزدور او د هغه ورور ونيول شول او پلټنې ګروېږنې پیل شوې.
د هغه په وینا، له لږې پلټنې وروسته ورته معلومه شوه چې دوی په دې جرم کې لاس نه لري.
خو لویه پوښتنه دا وه چې که مزدوران بې ګناه دي، نو اصلي مجرمان څوک دي؟
د جدي جرمونو د څېړنې څانګې د یوه افسر د ډياېسپي شیر احمد بلوچ په وینا، د دواړو وروڼو پر ضد د قتل کوم ښکاره شواهد ونه موندل شول، خو د پلټنو پر مهال یې ځينې مهم معلومات ورکړل.
د همدې معلوماتو پر بنسټ د پېښې د ځای شاوخوا د کامرې ثبت شوې ویډیوګانې ترلاسه شوې.
اجرم خان وایي، د مزدورانو د پلټنې پر اساس په سیمه کې جیو فېنسنګ ترسره شوه او د کامرې ثبت شویو ویډیوګانو له مخې څرګنده شوه چې درې کسان له پېښې مخکې د ښځې کور ته تللي وو.
په دې کسانو کې د وژل شوې ښځې یوه نژدې ملګرې، د هغې مېړه او د هغې خور شامله وه. اوس به پولیس د همدې وژنې په تور دوه خويندې او یو سړی نیسي.
اجرم خان زیاتوي، پر دې درېیو کسانو سربېره یو بل تن هم ونيول شو. که څه هم هغه د وژنې په پېښه کې مستقیم رول نه درلود خو د ښځې له وژنې وروسته اصلي وژونکو د وژل شوې ښځې دواړه موبایلونه له همدې کس سره اېښي وو او هغه د پېښې په اړه خبر و.
د سرو زرو د ترلاسه کولو شخړه
د قضیې د پلټنې افسر اجرم خان وایي، د لومړنیو څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې مجرمانو غوښتل د هغې ښځې د ۶۲ لکو روپیو ارزښت لرونکي سره زر ترلاسه کړي. کله چې دې هدف ته ونه رسېدل، نو ښځه یې ووژله.
د افسر په وینا، قاتل ډېر پوروړی و.
اجرم خان زیاتوي، مېرمنې او د هغې مېړه اول کې هڅه کړې وه چې د بېلابېلو کاروباري وړاندیزونو له لارې له ښځې سره زر ترلاسه کړي خو هغې ورته زړه نه ښه کاوه.
وژل شوې ښځې باور نه درلود چې دا ډول کاروبار به ګټه ورته وکړي. مېړه یې هم له ناروې ورته ویلي وو چې داسې پانګونه مه کوه.
افسر زیاتوي، کله چې دغه کسان ناهیلي شول چې د پانګونې په نوم له ښځې سره زر نه شي ترلاسه کولی، نو بالاخره یې ووژله.
هغه دا هم وویل، سرهزر پولیسو ترلاسه کړي دي.
پولیس وايي، پلټنې بشپړې شوې او تورن کسان په زندان کې دي.











