زېلېنسکي د پوتین پر استوګنځي د ډرون برید ادعا رد کړې ده

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د روسيې هغه ادعا رد کړې چې وايي اوکرايين د ولادمير پوتين پر يوه استوګنځي د ډرون بريد کړی او مسکو یې تورن کړی چې هڅه کوي د امریکا په فلوريډا کې د سولې خبرې اترې ګډوډې کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف د دوشنبې په ورځ (۲۹ ډسمبر) ويلي وو چې کېيف د شپې مهال د نووګورود په سيمه کې د ولادمير پوتين پر دولتي استوګنځي د ۱۹ اوږده واټن ډرون بريد کړی دی.
کرملين ويلي، د پېښې له کبله به د سولې خبرو اترو په اړه خپل دريځ ته بيا کتنه کوي. لا نه ده روښانه چې د بريد پر مهال ښاغلی پوتين چېرته و.
ښاغلي زېلېنسکي دا ادعا د "روسيې عادي دروغو" په توګه رد کړې او ويلې یې دي چې کرملين پر اوکرايين د بريدونو د دوام لپاره بهانې لټوي. نوموړي پر ټولنيزه رسنۍ اېکس ليکلي، "...موږ بايد روسيې ته اجازه ورنکړو چې د تلپاتې سولې هڅې ګډوډې کړي".
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم پر ټېلېګرام يوه بيان کې ویلي چې ټولې ډرون الوتکې د روسيې هوايي دفاع له خوا ويشتل شوې او هېڅ ډول مرګژوبله يا زيان نه دی اوښتی. نوموړي زياته کړې، چې له دې وروسته به "په خبرو اترو کې د روسيې دريځ ته له سره کتنه وشي."
خو په همدې مهال د روسيې د بهرنيو چارو وزير ټينګار کړی چې مسکو له امریکا سره له مذاکراتو د وتلو هېڅ اراده نه لري.
د امریکا او اوکرايين ولسمشرانو تېره ورځ په فلوريډا کې د اوکرايين په اړه د امریکا د سولې پلان په تړاو بحث وکړ.
دواړو مشرانو د یکشنبې په ورځ د خپلو خبرو په پای کې ومنله چې خبرو کې "ډېر پرمختګ" شوی خو د سرحدي ستونزو او د زپوریژیا اټومي بټۍ مسئله نه ده حل شوې، او همدا ډول د دونباس سیمې د راتلونکي په اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی. روسیه غواړي دغه سيمه په بشپړ ډول خپله کړي. مسکو اوسمهال د دونيڅک شاوخوا ۷۵ سلنه او د لوهانسک ۹۹ سلنه سيمه تر کنټرول لاندې لري.
ټرمپ: د اوکرایین سولې خبرو کې ښه پرمختګ شوی، خو لا هم 'پېچلې مسئلې' پاتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د يکشنبې په ورځ د اوکرايين له ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره د اوکرايين جګړې د پايته رسولو لپاره خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو زياتوي چې لا هم ژورې ننګونې پاتې دي.
دواړو مشرانو د يکشنبې په ماښام په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې اترې "ګټورې" وبللې خو ډونلډ ټرمپ ومنله چې يوه يا دوې مهمې مسئلې په ځانګړې توګه د سیمو په اړه لا هم نه دي حل شوې.
ښاغلي زېلېنسکي وويل، د سولې ۲۰ ماده ييز پلان ځينې برخې "۹۰ سلنه" وروستۍ شوې او د اوکرايين لپاره د امریکا امنيتي ضمانتونو بشپړ شوني دي خو ډونلډ ټرمپ بيا وويل چې د اوکرايين لپاره امنيتي ضمانت "نژدې ۹۵ سلنه" شوی دی.
ډونلډ ټرمپ وويل، "يو له مهمو ناحل شويو مسئلو د سيمو ده. ځينې له دغو نيول شوې چې ښايي د خبرو اترو وړ وي خو دوی کېدی شي څو مياشتې وروسته بيا جګړه پیل کړي".
د يادولو وړ ده چې اوس مهال روسيه د دونيڅک شاوخوا ۷۵ سلنه او د لوهانسک ۹۹ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړ، او مسکو اوس مهال د اوکرایین شاوخوا ۲۰٪ خاوره کنټرولوي.
د اوکرايين ولسمشر د ۲۰۲۵ کال له پایته رسېدو دوه ورځې مخکې امریکا ته سفر کړی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اوکرايين او روسیې تر منځ د جګړې د پایته رسولو په اړه خبرې وکړي.
ډونلډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ په فلوريډا کې د اوسېدو له ځای بهر خبريالانو ته وويل، فکر کوي چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اوکرايين سره د سولې لپاره جدي دی. نوموړي زياته کړه چې باور لري د سولې خبرې په خپلو وروستيو پړاوونو کې دي او شرایط د يوې هوکړې لپاره مناسب دي.
نوموړي دا خبرې په يوه خبري کنفرانس کې هم تکرار کړي او خپل اوکرايين سيال ته یې وويل، "غوره به وي چې اوس یوې هوکړې ته ورسېږو" او زياته یې کړه چې اوکرايين "ډېره زړوړتيا ښودلې او ډېر زيان یې اړولی دی" خو "د دې شخړې د پايته رسولو وخت دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ وويل که نه دا به شخړه به ډېر وخت دوام وکړي او په میليونونو نور خلک به مړه شي. ښاغلي ټرمپ وړاندې ویلي وو چې د روسيې له ولسمشر سره ولادمير پوتين سره یې "ډېرې ګټورې" ټليفوني خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر دا هم وويل چې د ده په اند که مسکو او کېيف د واشنګټن د سولې پلان وړانديزونو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږی، ښایي جګړه په اوونيو کې پای ومومي.
ولودمير زېلېنسکی د ډونلډ ټرمپ د کوربتوب مننه وکړه او زياته یې کړه، هيله من دی چې خبرې اترې به "ژر تر ژره سولې ته لار هواره کړی".
د دواړو مشرانو له غونډې وړاندې ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل هم د روسیې له ولسمشر سره د ده په ټکو د "ګټورو" د ټلیفونی خبرو يادونه کړې وه.
د ولادمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ ترمنځ د ټلیفوني خبرو اترو وروسته، کرملین اعلان وکړ چې دواړه مشران د اروپا او اوکرایین د هغو هڅو ملاتړ نه کوي چې هوکړې ته له رسېدو وړاندې د اوربند غوښتنه کوي.
کرملین همدا ډول وويل، چې کېیف باید د ډونباس سیمې په اړه پرېکړه وکړي.
د کرملین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف په وینا، د ډونلډ ټرمپ او ولادمیر پوتین ترمنځ ټلیفوني اړیکه د امریکا د ولسمشر په غوښتنه وه چې یو ساعت او ۱۵ دقیقې یې دوام وکړ.








