د حکومتي شتمنۍ صندوق څه شی دی او د ټرمپ لخوا یې د جوړولو پلان امریکا لپاره څه مانا لري؟

د عکس سرچینه، EPA - EFE / REX / Shutterstock
- Author, جسیکا فرسټ
- دنده, بيبيسي نړیوال سرویس
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کې د ملي یا حکومتي شتمنۍ صندوق (اېسډبیلواېف) د جوړولو پروسې پیلېدو لپاره یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ.
که دغه فرمان تصویب شي، نو امریکا به د هغو هېوادونو په اوږد نوملړ کې شامله شي چې دا ډول صندوقونه لري. خو د حکومتي شتمنۍ صندوق څنګه کار کوي او هېوادونه ترې څه ګټه ترلاسه کوي؟
د حکومتي شتمنۍ صندوق څه شی دی؟
د ملي یا حکومتي شتمنۍ صندوق د پانګونې یوه وسیله ده چې ګټه یې ټول هېواد ته رسېږي. د حکومتونو لخوا د دغه صندوق له لارې پیسې د شرکتونو یا مالي محصولاتو په څېر پر شتمنیو بندیږي او ګټه یې بیا د حکومت د بودیجې یا پروګرامونو تمویل لپاره کارول کیږي.
د حکومتي شتمنۍ صندوقونو لپاره په نړیوال فورم (IFSW) کې د ستراتېژۍ او ارتباطاتو رییسه ډاکتره ویکټوریا باربري وایي: "د حکومتي شتمنۍ صندوق درلودو ته، په ځانګړې توګه هغو هېوادونو کې چې د تېلو او ګازو لویې زیرمې لري، د شتمنۍ د اندازې د معیار په سترګه لیدل کیږي."
د پانګونې دا صندوقونه، لکه څنګه چې یې قطر او ابوظبۍ کاروي، معمولا د تېلو، ګازو او نورو طبیعي سرچینو په څېر د یوه هېواد د زېرمو له صادراتو څخه په ترلاسه کېدونکې ګټې وټې رامنځته ته کېږي.
د IFSW په وینا ټوله نړۍ کې د ملي شتمنیو ۹۰ صندوقونه موجود دي، چې په ټولیز ډول تر ۸ تریلیون ډالرو ډېره پانګه مدیریت کوي.
د بوتسوانا ملي صندوق په عمده توګه د الماسو له عایداتو رامنځته شوی او اوس یې ارزښت له ۴ میلیارد ډالرو اوړي.
د قطر د پانګونې اداره ډېره بډای ده او د خپلو تېلو او ګازو د زیرمو له عایداتو څخه د روغتیايي پاملرنې او مالي بنسټونو په څېر پر شتمنیو له پانګونې سره یې ارزښت له ۵۰۰ میلیارد ډالرو اوښتی دی. دا اداره همدا راز په نیویارک کې د امپایر سټېټ ودانۍ او فرانسه کې د 'پاریس سنټ جرمن' فوټبال کلب ۹ اعشاریه ۹ سلنه ونډواله هم ده.
ابوظبۍ په خپل صندوق کې له ۸۵۰ میلیاردو ډېر ډالرو لري، خو پر تېلو د بډایې ناروې د حکومتي شتمنۍ صندوق بیا په نړۍ کې له ټولو شتمن دی او ارزښت یې پر ۱ اعشاریه ۷ تریلیون ډالرو اوړي. ناروې دا صندوق نږدې ۳۰ کاله مخکې رامنځته کړی او په اوسط ډول نړۍ کې د ټولو نوملړ شویو ونډو د یو نیم سلنې څښتن دی، چې همدې نړۍ کې له ټولو پر ستر پانګوال هم بدل کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خبره ټوله یوازې د تېلو، ګازو او یا الماسو په څېر د طبیعي زېرمو هم نه ده.
د چین د حکومتي شتمنۍ صندوق اوس په نړۍ کې دویم او ارزښت یې ۱ اعشاریه ۳ تریلیون ډالرو ته رسېږي. خو دغه صندوق د صادراتي توکو له لارې له ترلاسه کېدونکې ګټې نه، بلکې د بهرنيو اسعارو له تبادلې په ترلاسه کېدونکو پیسو تمویلیږي.
هغه هېوادونه چې معمولا د صادراتي توکو یا د بهرنيو اسعارو له تبادلې پیسې نه ترلاسه کوي، هغوی هم کولی شي د هغه څه له لارې چې د ستراتېژیکې پانګونې صندوق بلل کېږي، د حکومتي شتمنۍ صندوق رامنځ ته او پانګونه پرې وکړي. دې لپاره پیسې له ملي بودیجې ځانګړې کېږي.
باربري وايي: "حکومتونه اقتصادي پرمختګ لپاره د پانګونې په لټه کې دي او سوداګریز عایدات غواړي، نو دوی وکولی شي نړیوالو پانګوالو لپاره په خپل هېواد کې د خوښې وړ شریک په توګه رامخ ته شي او په دې لړ کې ښايي د کرنې او کور جوړونې په څېر پر مشخصو برخو تمرکز وکړي."
کارپوهان اندونیزیا، مصر او ایرلنډ د دې ډول حکومتي شتمنو صدوقونو د جوړولو ښې بېلګې بولي.
نو ځینې شنونکي دې ته په کتو چې امریکا اوسمهال مالي اضافي عاید نه لري، وړاندوینه کوي چې دغه هېواد هم ښايي همدا ډول یو صندوق رامنځته کړي.
مقررات او اصول څه دي؟
د ملي یا حکومتي شتمنۍ صندوقو لپاره نړیوال فورم په ۲۰۰۸ کال کې تاسیس شو او ۲۶ بنسټ ایښودونکو غړو یې د دغو صندوقونو مدیریت لپاره د یو لړ منل شویو معیارونو پر ټولګه هوکړه وکړه، چې په عام ډول د 'سانتیاګو اصولو' په نوم یادیږي.
که امریکا په دغه فورم کې شاملېږي، نو خپل د حکومتي شتمنۍ صندوق باید په یوه مشخص ډول اداره کړي.
ویکټوریا باربري په دې اړه وايي "د پانګونې پرېکړې له حکومت څخه په خپلواک ډول کېږي او هېڅ سیاسي لاسوهنه پکې نه وي. داسې نه ده چې د یوه هېواد ولسمشر دې د بورډ رییس هم وي."
د نوموې په وینا: "ولسمشر ټرمپ به د یوه ماموریت او ستراتیژیک لوري په ټاکلو کې ښکېل وي، خو د [صندوق] خپلواکۍ ساتلو لپاره لار همدا ده. "
د امریکا د ملي شتمنۍ صندوق به څنګه کار کوي؟
جزئیات یې لا کم دي. ډونلډ ټرمپ لخوا د دوشنبې پر ورځ په دې تړاو لاسلیک شوي اجرائیوي فرمان کې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو ته لارښونه شوې چې په ۹۰ ورځو کې دننه دننه د دغه صندوق "د مالي تامین میکانیزمونو، د پانګونې ستراتېژیو، د صندوق د جوړښت او د چلولو ماډل په اړه" خپل پلانونه او سپارښتنې وسپاري.
باربري یادونه کوي چې "د امریکا د حکومتي شتمنۍ صندوق د جوړېدو د چارو بشپړول به د کانګرس له هوکړې هم تېرېږي، نو پایلې ته یې لا اوږده موده مخ کې پرته ده."
د امریکا سیاسي سیستم هم ښایي د داسې یوه واحد ملي صندوق رامنځته کول پېچلي کړي.
باربري وايي: "د نیو مکسیکو، الاسکا او وایومېنګ په ګډون ډېر ایالتونه [لا دمخه] د حکومتي شتمنو صندوقونه لري. خو دا چې په متحدو ایالتونو سیستم فدرالي دی، نو د تېلو د عایداتو یا نور ګټورو شتمنیو د شریکولو د څرنګوالي مشخصول ستونزمنېږي."
د دغو ایالتونو د حکومتي شتمنیو صندوقو ټولیز ارزښت ۳۲۲ میلیارد ډالره کېږي.
امریکا ولې مخکې داسې یو صندوق نه دی جوړ کړی؟

د عکس سرچینه، Reuters
باربري وايي، په دودیز ډول د امریکا حکومت د اقتصادي ودې لپاره د خپل صندوق جوړولو پرتله "د خصوصي سکتور کارولو ته ډېر لېوال پاتې شوی دی".
عامه پالیسۍ لپاره د ویرجینیا اېنسټیټیوټ جګپوړي شننونکی ډاکتر جېمز بروګېل وايي: "که څه هم د حکومتي شتمنۍ صندوقونه له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې شته، خو په تېرو څو لسیزو کې په مالي ډګر کې د لویو لوبغاړو په توګه راجوت شوي دي. نو [همدا ده چې] دې نظریې تر دې وروستیو پورې واشنګټن کې د پالیسي جوړونکو ډېر پام نه دی ور اړولی. "
د ټرمپ دا اعلان چې امریکا لپاره د حکومتي شتمنۍ صندوق د جوړولو مناسب وخت را رسېدلی، په نړیواله کچه محبوبیت او هرکلي نه دی موندلی.
ډاکتر بروګېل وايي، "یو دلیل دا دی چې د متحدو ایالتونو حکومت په دوامداره ډول د بودیجې کسر لري، او د حکومتي شتمنۍ صندوقونه ځینې وختونه د اضافي بودیجې مدیریت لپاره کارول کیږي."
ویکټوریا باربري وايي: "زه فکر نه کوم چې امریکا دې د حکومتي شتمنۍ صندوق ته اړتیا ولري، دغه هېواد د نړۍ په کچه د پانګې تر ټولو لوی بازارونه لري، نړۍ کې د پانګونې جلبولو تر زړه راښکونکی ځای دی، خو دا چې د ټرمپ د پلان په اړه ډېر کم جزئیات لرو، نو ستونزمنه ده چې پوه شو چې دا به څنګه کار کوي. "
خو ډاکتر بروګېل بیا وايي: "د امریکا فدرال حکومت د ځمکې او د انرژۍ زېرمو له پلوه پراخې سرچینې لري."
د دغه هېواد د خزانې وزارت په وینا، فدرالي حکومت د شاوخوا ۵ اعشاریه ۷ تریلیون ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري، خو په دې کې د انرژۍ د هغو ټولو سرچینو ارزښت نه دی شامل چې تر اوسه کار پرې نه دی شوی.
د حکومتي شتمنۍ صندوق د همداسې سرچینو د ښه مدیریت او د دې ډاډمنولو ښه میکانیزم دی چې مالیه ورکوونکي په بدل کې لوړ عاید ترلاسه کوي.











