د جرمونو نړیوالې محکمه: د منګولیا چارواکي "مکلف دي" چې ولادیمیر پوتین ونیسي

پوتین

د عکس سرچینه، Reuters

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) ویلي دا د منګولیا چارواکو "دنده ده" چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې اونۍ دغه هېواد ته سفر وکړي ویې نیسي.

تمه ده ښاغلی پوتین به دا سفر د سې شنبې په ورځ وکړي. دا به لومړی ځل وي چې د روسیې ولسمشر د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د ای سي سي لخوا د هغه د نیولو له حکم وروسته د دغې محکمې غړيتوب لرونکي یوه هېواد څخه لیدنه کوي.

سره له دې چې په اوکرایین کې چارواکو غوښتنه کړې، منګولیا دې دغه هېواد ته له رسېدو وروسته د ښاغلي پوتین د نیولو غوښتنه وکړي، کرملېن ویلي، د لیدنې په اړه "هېڅ اندېښنه" نه لري.

د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف په مسکو کې خبریالانو ته وویل، "موږ له خپلو منګولیايي شریکانو سره ښه اړیکه لرو."

"البته، د ولسمشر د سفر ټول اړخونه په دقت سره چمتو شوي دي."

د ای سي سي یوه ویاند ډاکټر فادي العبدالله د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، محکمه د منګولیا په ګډون پر خپلو غړو هېوادونو او خواوو تکیه کوي چې "خپلې پرېکړې عملي کړي."

هغه وویل منګولیا د جرمونو نړيوالې محکمې د نورو لاسلیک کوونکو په څېر "د همکارۍ دنده" لري. په دې کې د نیولو امرونو منل شامل دي، د بېلګې په توګه په ۲۰۲۳ کې د ښاغلي پوتین د نیولو لپاره صادره شوې پرېکړه.

محکمې تور لګولی و، چې د روسیې ولسمشر په جنګي جرمونو تورن دی او له اوکرایین څخه روسیې ته د ماشومانو په غیر قانوني اېستلو تمرکز کوي.

محکمې ویلي، جرمونه په اوکرایین کې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې نېټه وروسته شوي.

مسکو وړاندې تر دې دا تورونه رد کړي او دغه حکمونه یې "غندلي" وو.

ای سي سي د شکمنو کسانو د نیولو واک نه لري، او یوازې کولای شي په خپلو غړو هېوادونو کې د واک ساحه وکاروي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هیله لري منګولیا په دې حقیقت خبر وي چې ولادیمیر پوتین یو "جنګي مجرم" دی او د دغه هېواد پر چارواکو یې غږ کړی چې د روسیې مشر ونیسي او په هالنډ کې یې د ای سي سي څارنوالانو ته وسپاري.

تېر کال ښاغلي پوتین د ای سي سي تر حکم وروسته سوېلي افریقا ته په یوه غونډه کې د ګډون په موخه خپل سفر لغوه کړی و.

بي بي سي د منګولیا سفارت سره د نظر څرګندونو په اړه اړیکه نیولې ده.