د سوريې ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د تاریخي لیدنې لپاره واشنګټن ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Reuters
د سوريې ولسمشر احمد الشرع په واشنګټن کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدنې لپاره امریکا ته رسېدلی دی.
احمد الشرع چې وړاندې د يوې اورپکې اسلامي ډلې مشر و، امریکا یې پر سر ۱۰ میليونه ډالر جایزه اېښې وه. دی به د سوريې لومړنی ولسمشر وی چې سپينې ماڼۍ ته ځي.
ټاکل شوې نوموړی به له داعش سره د مبارزې په برخه کې د امریکا په مشرۍ له ايتلاف سره يو ځای شي.
د دوشنبې په ورځ به د سوريې او امریکا ولسمشران به له کورنۍ جګړې وروسته د دغه هېواد د بيارغونې په اړه هم خبرې وکړې.
مخکې له دې چې احمد الشرع امریکا ته ورسېږي د سوريې د کورنيو چارو وزارت د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند پوستو د بریدونو اعلان وکړ.
د سوریې د کورنيو چارو وزارت په وينا، حکومتي ځواکونو د هېواد په څو ولايتونو کې د داعش پر ټوليو بريدونه کړي چې د چاپو پر مهال یې له ۷۰ زيات کسان او يو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
احمد الشرع او ډونلډ ټرمپ د روان کال د مې مياشتې په ورړستيو په رياض کې سره وليدل. په دې غونډه کې ټرمپ له الشرع وغوښتل چې له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي او همدلته یې ژمنه وکړه چې پر سوريه به د امریکا بنديزونه لرې کړي.
همدارنګه په جولای مياشت کې امریکا، هيت تحرير الشام ډله چې پخوا یې له القاعدې سره تړاو درلود د ترهګرو له نوملړ څخه لرې کړه.
په واشنګټن کې له ډونلډ ټرمپ سره د احمد الشرع له ليدنې وړاندې، بریتانيا اعلان وکړ چې پر ښاغلي الشرع او د سوریې د کورنيو چارو پر وزير انس خطاب به بنديزونه لرې کړي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا وړاندې پر دوی دواړو لګېدلي بنديزونه لرې کړي وو.
همدارنګه اروپايي ټولنې ويلي چې دوی به هم پر دې ګامونه پل کېږدي.
احمد الشرع يو مهال د هيت تحرير الشام ډلې مشر و او پخوا یې له القاعده ډلې سره تړاو درلود. انس خطاب بيا د نصره جبهې بنسټ اېښودونکی او مشر و.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کې پر دوی دواړو د شتمنيو کنګل کېدل، د سفر او وسلو بنديزونه ولګول.
احمد الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده او د هيت تحریر الشام د اورپکې ډلې مشر و، وروسته له هغه د لنډمهالي ولسمشر په توګه وټاکل شو چې د یاغیانو د برید مشري یې کوله او د ۲۰۲۴ په ډسمبر میاشت کې یې بشار الاسد له واکه ګوښه کړ، چې د سوریې ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه ورسره پایته ورسېده.
بشار الاسد او د هغه پلار، حافظ الاسد، له نیمې پېړۍ ډېر وخت پر سوریه واکمني وکړه.
ښاغلی الجولاني د بشار الاسد له نسکوریدو وروسته د سوریې د انتقالي حکومت مشر شو.
په نژدې تېر یوه کال کې، د سوریې نويو مشرانو هڅه کړې چې ځانونه له خپلې افراطي اسلامي ماضي لرې کړي.








