ګوتنیونکي: د ګوګل نوي قانون کې د خوندیتوب پر ځای ګټې ته لومړیتوب ورکړل شوی

 د ګوګل پر دې نوي قانون له دې امله نیوکې کېږي چې ګټې وټې ته د محرمیت پر ځای ډېر ارزښت ورکړل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګوګل پر دې نوي قانون له دې امله نیوکې کېږي چې ګټې وټې ته د محرمیت پر ځای ډېر ارزښت ورکړل شوی.
    • Author, عمران رحمان
    • دنده, د بي بي سي د ټکنالوژۍ چارو خبریال

د محرمیت ساتنې فعلانو، د خلکو انلاین څارنې د ګوګل نوی قانون یې شخصي حریم ته ښکاره بې پامي بللې.

د فېنګرپرېنټېنګ یا د ګوتو نښې په نامه د ګوګل دغه نوی بدلون انلاین اعلان کونکو ته اجازه ورکوي چې د کارونکو ای پي ادرس، موبایل یا د هغې وسیلې په اړه چې دوی په کې انټرنټ کاروي معلومات ترلاسه کړي.

ګوګل وايي دا معلومات وار د مخه نورې کمپنې په پراخه کچه کاروي، او دا په مسوله توګه معلومات کارول هڅوي.

خو دغه کمپنۍ په ۲۰۱۹ کال کې د دا ډول معلومات راټولولو مخالفه وه، او ویلي وو چې" د ګوتو نښې د کارونکي غوراوی ګډوډوي او ناسم دی."

خو د دغو نويو بدلونونو په اعلان کې ګوګل وویل، د خلکو د انټرنیټ کارولو طریقه لکه د ځیرک ټلویزیونونو او ګېمونو په څېر وسایلو، اعلان کوونکو ته دا سخته کړې چې د کارونکو هغه معلومات راټول کړي چې خپله کارونکي یې کنټرولوي.

همدارنګه وايي د محرمیت ساتنې لا ډېر غوراوي کارونکي خوندي ساتي.

ګوګل په یوه بیان کې بي بي سي ته وویل، "د محرمیت لوړولو ټېکنالوژۍ پرته له دې چې د کارونکي محرمیت قرباني شي زموږ همکارانو ته د نويو پلټفارمونو پر بنسټ د بریالیتوب نوې لارې وړاندې کوي."

خو ګوتنیونکي یې بیا وايي د کارونکو د ګوتو نښې او ای پي ادرس شخصي حریم ځپي او دوی ته د خپلو معلوماتو کنټرول ګرانوي.

د ګوکل سیالي کمپنۍ یوه لوړپوړي انجینر مارتین تامسون ویلي، "د ګوتو نښو ته اجازه ګوګل ځان - او د اعلانونو کمپنۍ ته د داسې څار اجازه ورکوي چې کارونکي یې د درولو لپاره ډېر څه نشي کولی."

فېنګرپرېنټنګ څه دي؟

فېنګر پرېنټېنګ یا د ګوتو نښې د یوه کس موبایل یا انټرنټي وسیلو او بروزرونو معلومات راټولوي او ترې د دې کس پروفایل یا حساب جوړوي.

دغه معلومات په کره توګه د دې لپاره نه راټولېږي چې خلکو ته اعلانونه وړاندې کړي، خو دا د ځانګړو اعلانونه لپاره د کارونکي د معلوماتو پراساس کارول کېدای شي.

د بېلګې په توګه، د یو کس د موبایل یا کمپیوټر د سکرین اندازه یا د ژبې تنظیمات، په ویبپاڼه په سمه توګه د ښکاره کېدو لپاره قانوني لارې ته اړتیا لري.

خو کله چې دا د هغوی د وخت، براوزر ډول، بیټرۍ کچه - او نور ډېر معلومات سره یوځای شي - دا کولی شي د تنظیماتو یو ځانګړی ترکیب رامنځته کړي، چې په مرسته یې دا معلومول اسانه کېږي چې څوک ویب خدمتونه کاروي.

دغه جزییات د یو کس د ای پي ادرس سره کارول کېږي د اعلانونو په نښه کولو لپاره چې مخکې ګوګل منع کړي و.

د محرمیت کمپاین کوونکي وايي ناغوښتي کوچني فایلونه چې په هارډ ډسک پرنټر یا چېپونو کې زېرمه کېږي، د دې برخلاف کارونکي پر هغو معلوماتو لږ کنټرول لري چې د ګوتو نښو پر اساس اعلان کونکو ته لېږل کېږي.

د الکترونیک فرانټیر بنسټ یوې کارکونکې لینا کوهن ویلي "د څارنې هغه تخنیک ته اجازه ورکول چې مخکې یې ناسم بللی و، ګوګل خپلې ګټې د خلکو د شخصي حریم غوره کوي".

دا زیاتوي، "د څارنې هغه لاره چې ګوګل یې د اړتیا ادعا کوي، د خلکو حساس معلومات د معلوماتو ټولونکو، څارنیزو کمپنیو او د قانون نافذینو ته څرګندوي".

'نا مسولانه' بدلون

د اعلانونو ټیکنالوژۍ کمپنۍ ګم ګم کارکونکی پیت والیس وايي، "زما استدلال به دا وي چې، د ګوتو نښې یا فینګرپرینټګ سره زما ذهن ته یو خړ ځای راځي".

هغه زیاتوي، "ایا خلک به د محرمیت په یوه خړ ځای کې ځان خوندي احساس کړئ؟ زه خو وایم نه".

ګم ګم، چې مخکې یې له بي بي سي سره د اعلان کمپاینونو کې کار کړی، په موضوع تړلي اعلانونو تکیه کوي، چې د نورو معلوماتو په کارولو سره کارونکو ته اعلانونه جوړوي لکه د شخصي معلوماتو پرځای د هغوی د ویبپاڼې کلیمې کاروي.

ښاغلی والیس وايي د ګوتو نښو ته اجازه ورکول په ګوګل کې د بدلون په معنا ده.

"زما په نظر دا ډول بدلونونه هغه څه ته زیان رسوي چې ګوګل په رښتیا هم غواړي د کارونکي محرمیت ته لومړیتوب ورکړي. "

هغه زیاتوي هیله لري چې د اعلانونو ټیکنالوژۍ کمپنۍ دې پایلې ته ورسیږي "چې دا د کارونکې د معلوماتو کارولو مناسب لاره نه ده"، خو تمه لري چې هغوی به د ګوتو نښې ته د یوه غوراوي په توګه وګوري چې غوره اعلانونه جوړ کړي.

اعلان د انټرنیټ سوداګریو پرمختګ ته ډېر مهم دی، او ډېرو ویب پاڼو ته اجازه ورکوي چې پرته له پیسو په وړیا توګه کارونکو ته مستقیم لاسرسي ولري.

خو په بدل کې یې باید کارونکي له خپلو شخصي معلومات تیر شي چې وکولی شي اړوند اعلانونه وګوري.

د انګلنډ د معلوماتو څارونکي اداره ای سي او وايي،" د ګوتو نښې د انلاین کارونکو د څارنې عادلانه لاره نه ده ځکه چې دا ښايي د خلکو غوراوی او کنټرول په دې اړه چې څنګه یې معلومات راټولیږي کم کړي."

د ای سي او، د مقرارتو د خطر څانګې اجرایوي مدیر سټیفن المونډ وايي،" موږ فکر کوو چې دا نامسوله بدلون دی "

هغه زیاته کړې چې اعلان کونکي او سوداګرۍ چې د دغې ټیکنالوژۍ کارولو پریکړه کوي باید وښيي چې څنګه دوی د بریتانیا د معلوماتو او محرمیت قوانینو سره سم پاتې کېږي.

ده لیکلي: " زموږ د معلوماتو له مخې فینګرپرنټینګ یا د ګوتو نښې تخنیکونه اوس مهال د اعلان لپاره کارول کېږي، دې ته رسیدل لوړ معیار غواړي."

ګوګل په یوه بیان کې ویلي د دې تګلارې په اړه به له ای سي او سره خبرې وکړي.

"موږ پوهیږو چې د ای پي ادرس په څير معلومات لا دمخه نورې کمپنۍ کاروي او ګوګل ای پي له درغلیو سره د مبارزې لپاره په مسولانه ډول کاروي. "

د ګوګل یوه ویانده ویلي: "موږ دوامداره د کارونکو لپاره غوروای ورکوو چې ایا شخصي اعلانونه ترلاسه کړي او کار کوو چې د مسولانه معلوماتو کارول وهڅو."