د بریتانیا مسلمانو ښځینه پولیسو لپاره "ژر خلاصېدونکی" او خوندي حجاب

د ویډیو تشریح، د بریتانیا مسلمانو ښځینه پولیسو لپاره "ژر خلاصېدونکی" او خوندي حجاب

دا یوازې حجاب نه دی، بلکې په ژر پرانیستل کېدونکي مقناطیسي سیستم عیار شوی دی. دا بریتانیا کې د مسلمانو پولیسو د ګزمې لپاره جوړ شوی دی.

د زرغونې رڼا په نامه دا حجاب ددې لپاره جوړ شوی، چې پولیسې پکې ځان خوندي احساس کړي، ژر یې واغوندي او بېرته وباسي،‌ پرته له دې چې ښځینه پولیس پکې زندۍ یا د اړو دوړ پرمهال له ستونزو سره مخامخ شي.

دا حجاب د بریتانیا لېسټر ښار د ډیمونټ فورټ پوهنتون کې د ښاري پولیسو په همکارۍ سکښتل شوی او اوس یې د بریتانیا په لر و بر کې د ښځینه پولیسو لپاره په پراخه کچه د دودېدو هڅې روانې دي.

حجاب دا بڼه له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو له ډېرو پړاوونو تېرولو وروسته خپله کړې ده.

له ډېرو بحثونو او پرېکړو وروسته د بریتانیا پولیسو د حجابي پولیسو لپاره د ځانګړي حجاب لرلو پرېکړه وکړه. دا نظر د نیوزیلنډ له هغه نوښته په الهام اخیستو پیل شوی چې په ۲۰۲۰ کال کې یې پیل کړی و.

حجابي پولیسې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، حجاب دا بڼه له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو له ډېرو پړاوونو تېرولو وروسته خپله کړې ده.
لېسټر
د عکس تشریح، دا حجاب د بریتانیا لېسټر ښار د ډیمونټ فورټ پوهنتون کې د ښاري پولیسو په همکارۍ سکښتل شوی او اوس یې د بریتانیا په لر و بر کې د ښځینه پولیسو لپاره په پراخه کچه د دودېدو هڅې روانې دي.

بریتانیا لومړنی اروپايي هېواد دی چې د ښځينه پولیسو لپاره یې د حجاب ځانګړي کولو نظر تایید کړ، چې لا نورې مسلمانې پولیسې د پولیسو لیکو کې شاملېدو ته وهڅوي.

دا فکر او نوښت ډېرو ستایلی دی، په تېره وروسته له هغه چې مسلمانې پولیسې افسرې خدیجه منصور لومړی ځل دا حجاب وازمایه.‌

دا حجاب ډېر سپک وزن لري، د ټوکر له دوو ټوټو جوړ دی او د هوا تېرېدو ځانګړتیا ته هم پام پکې شوی دی.

باندینۍ برخه یې مقناطیسي جالۍ لري، چې په زور یې د کشولو پرمهال لاندېنۍ برخه ډېره ژر کش کېدای شي – داسې چې د اړو دوړ او پر پولیسې د ممکنه برید پرمهال د هغې پرضد وسله هم ګرځېدلی او پکې زندۍ کېدای هم شي.

سربېره پر دې د بې‌سیمه وسیلو نښلولو لپاره هم ځینې ځایونه پکې جوړ شوي دي.

سحر ناس
د عکس تشریح، سحر ناس:‌ "زه ډاډه یم چې د کار پرمهال به له خطر سره نه مخامخېږم".

د پولیسو د ښوونځي زدکوونکې سحر ناس وايي، له دې حجاب سره مسلمانې پولیسې د ارامۍ او ډاډ احساس کوي.‌

"تل به د خپلې دندې پرمهال په حجاب کې د زندۍ کېدو وېره راسره وه، خو دا نوی حجاب د پرانیستل کېدو یو چټک سیستم لري؛ له زنې لاندې یو مقناطیس لري که څوک مې زندۍ یا حجاب ټینګ ونیسي، نور ژر پرانیستل کېدای شي. نو په دې سره زه ډاډه یم چې د کار پرمهال به له خطر سره نه مخامخېږم".

دا حجاب نه یوازې پر مسلمانو پولیسو پورې محدود دی، بلکې د ډیمونټ فورټ پوهنتون وايي، له روغتيايي برخو په تېره روغتونونو او د خصوصي سکتور شرکتونو هم غوښتنې شوې چې دا ډول حجاب ورته جوړ کړل شي چې په دې سره د مسلمانو ښځینه کارمنانو د حجاب ستونزې حل کړل شي.

یاسین دیسې
د عکس تشریح، یاسین دیسې وايي، روغتونونو او د خصوصي سکتور ځینو شرکتونو هم د ورته حجاب جوړولو غوښتنه رانه کړې ده.

د لېسټر ښار پولیسو کې د مسلمانانو د ټولنې بنسټګر او د زرغونې رڼا حجاب د پروژې څارونکی یاسین دیسې وايي، دا به د مسلمانو پولیسو لپاره د هوسا حجاب په معنا وي.

"دې ته ورته کوم تولید نه شته چې د روغتیا او خوندیتابه دې حد ته ورسېږي او په ورته وخت کې د ښکلا له اړخه جذاب هم وي. د مشورې په غونډو کې ډېرو اغلو همدا نظر تایید کړی چې داسې یو حجاب جوړ کړل شي".

د بریتانیا لیسټرشایر کې ۲۰۶۶ پولیس دي، چې ۷۶۹ یې ښځې دي او اوه پکې مسلمانې پولیسې دي چې د حجاب اغوستل یې غوره کړي دي.