د خوست وژل شوې کورنۍ 'بې‌وزله' وه

خوست

د عکس سرچینه، خوست ولایت مقام

د عکس تشریح، د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم

د افغانستان خوست سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره شپه نامالومو کسانو د دې ولایت عليشیر ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لس تنه وژلي دي.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز کابل کې د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني ته وویل، "پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د علیشیر ولسوالۍ په ابوخانه سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو پر یوه کور برید شوی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لس تنه وژل شوي دي".

مستغفر ګربز وايي، په قربانیانو کې درې ښځې او پنځه ماشومان هم دي.

ښاغلی ګربز وايي، له پېښې وروسته په سیمه کې له بېګا راهیسې عملیات روان وو،‌ چې د دوی د پلټنو او کشفي راپورونو پر بنسټ یې دوه مشکوک بریدګر ګهیځ شاوخوا اوه بجې او پنځه نور د ورځې په اوږدو کې ونیول شول.‌

نوموړی وايي له ټولو نیول شویو کسانو پلټنې او نورې څېړنې هم روانې دي‌ چې ایا دې پېښه کې نور کسان هم ښکېل دي او که نه.

مستغفر ګربز بي بي سي ته وویل، ‌د لومړنیو پلټنو پر اساس "پېښه د شخصي مشکلاتو له کبله رامنځ ته شوې ده،‌ خو لا هم پلټنې دوام لري چې لا واضحه شي اصلي‌ لامل یې څه و".

ځینو رسنیو ویلي وو، چې په قربانیانو کې یوه میندواره مېرمن هم ده، خو ښاغلي مستغفر وویل،‌ د دوی څېړونکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې مستغفر ګربز ویلي وو، "یاد نیول شوي کسان هم د پېښې د ښکېلو اړخونو له ډلې ګڼل کېږي او پر دوی جدي شک دی چې یاد جنایت کې لاس لري".

د سیمې خلک څه وايي؟

د سیمې یوه اوسېدونکي رحمان شاه بي بي سي ته وویل، برید د دوی په ګاونډ کې د علي خان په نامه د یوه کس پر کور شوی دی.

دی وايي علي خان په سیمه کې یو عادي اوسېدونکی و. کورنۍ یې بې وزلې وه. له اولادونو یې یوازې یو زوی پاتې دی او هغه هم په متحد عرب اماراتو کې پر کار بوخت دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي رحمان شاه بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې ته وویل"په کلي کې د ډزو غږونه واورېدل شول. خلکو یو بل ته ټلیفونونه کول چې جګړه روانه ده. لاسي بم هم غورځول شوی وو. وروسته وپوهېدو چې د علي خان پر کور برید شوی او ښځې او ماشومان یې هم وژل شوي دي."

رحمان شاه وايي د علي خان د کورنۍ د شخصي بدۍ یا بل جنجال په اړه یې تر اوسه څه نه دي اورېدلي.


خوست کې یوه کلیواله سیمه (د ارشیف انځور)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوست کې یوه کلیواله سیمه (د ارشیف انځور)

د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ یو امنیتي چارواکی نعمان سعید بیا وايي "موږ له ډزو څو شېبې وروسته د پېښې ځای ته ورغلو. مړي مو د یوه او بل پر سر ولیدل. ډېر سخت او په بې رحمۍ وژل شوي وو."

ښاغلی سعید وايي په وژل شویو کې یوه میندواره مېرمن هم وه. هغه وايي "وژل شوې کورنۍ د منګلو قوم پورې اړونده ده او په نیول شویو کسانو کې یو د دې کورنۍ یو زوم هم شته چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی."

غیرقانوني بریدونه او وژنې

Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان

افغانستان کې د شخصي دوښمنیو له کبله ځینې وخت بې‌ګنا کسان وژل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان د یوه پخواني رپوټ له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته،‌ چې په هېواد کې د جګړې اړوند تاوتریخوالی او وژنې ورسره کمې شوې، ملکي وګړي لا هم د هېواد په لر و بر کې له مرګونو بریدونو سره مخامخېږي.

ددغه راپور له مخې، افغانستان کې د ځمکې او نورو شخصي ملکیتونو پر سر د ځینو قومونو او پرګنو ترمنځ شخړې اوږده مخینه لري چې ډېر کله خبره د ټوپک د ماشې کشولو او وژنو ته رسېږي.

له مقابل لوري غچ اخیستل هم په ځینو سیمو کې ټولنیز فشار او تاوتریخوالی لا ډېروي چې ان د نسلونو لپاره دوام کوي او ډېر کله ښځې او ماشومانو ته نه جبرابېدونکی زیان اړوي.

د وینې دوښمني

د غچ اخیستو په پلمه د وینې دوښمنۍ د شخصي تاوتریخوالي یا داسې غلط کار پایله وي چې د پت، ځمکې پر سر شخړو، یا د کورنیو شخړو او اړیکو په درشل کې د سرغړونې په توګه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې ماشومان او ښځې معمولا په کورنیو شخړو کې نه په نښه کېږي، خو لکه د خوست اوسنۍ پېښه چې یې شاهده ده، کله کله، په کورنیو شخړو کې ښځې او ماشومان هم په نښه شوي او وژل شوي.

په ۲۰۱۹ کې، کابل کې د یوې کورنۍ اوه غړي چې درې ښځې او دوه ماشومان هم پکې وو، د بې‌غږه وسلې په مټ وژل شوي وو.

دا ډول دوښمنۍ خورا اوږدمهالي تاوتریخوالي او اوږدې دوښمنۍ ته رسېدلی شي او نسلونه دوام کولی شي.

ځینې وخت، د وینې د شخړو مخه له زیانمن شوي د بښنې (نانواتې) غوښتو او له غچ (بدل) د لاس اخیستلو غوښتنې له لارې نیول کېدای هم شي. ډېر کله دا کار د قومي یا علماوو د جرګو له لارې زیانمن شوي لوري ته د انفرادي مجرم لپاره د بښنې غوښتلو له لارې ترسره کېدای شي.