امریکا له اروپایانو سره د اوکرایین په تړاو خبرې کوي

ارمیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اوکرایین کې دغو خلکو د روسیې برید کې د وژل شوې کورنۍ په جنازه کې برخه اخیستې

منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به نن (پنجشنبه) پاریس کې له اروپایي چارواکو سره اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو پر هڅو خبرې وکړي.

دا خبرې، چې ټاکلې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لامي هم پکې ګډون وکړي، له فبرورۍ راهیسې د اوکرایین جګړې په تړاو د ټرانس-اتلانتیک تر ټولو د لوړې کچې تعامل او خبرې دي.

په دې وروستیو کې د امریکا حکومت له خپلو اروپایي متحدانو سره د دې جګړې په اړه سلا مشورو ته هغسې تلوار نه لري.

د پنجشنبې ورځې په ناستو کې که کوم محسوس پرمختګ وهم نه شي، پخپله ترسره کېدل یې هم مهم دي.‌

ویټکاف او روبیو به د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون او د هغه له ټیم سره وګوري.

وروسته به د امریکا بهرنیو چارو وزیر له ښاغلي لامي او په ګډه له خپلو فرانسوي او جرمني سیالانو سره خبرې وکړي.

د اروپايي هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به هم دغو لیدونو کتنو کې ښکېل وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمرکز به اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو وي او د دې ترڅنګ به ښاغلی ویټکاف تېره اونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلې لیدنې راپور هم ورکړي.

بلخوا اروپايي ډیپلوماتان وايي، چې دوی به له امریکا وغواړي چې پر روسیه باندې له قید او مشروط پرته د اوربند هوکړې لپاره فشار ډېر کړي.

په دې لړ کې یوه چارواکي ویلي: "موږ غواړو چې امریکا یو څه نور فشار هم وکاروي. "