د افغانستان د پنبې ساړه بازار ګرمولو ته د بنګله‌دېش لېوالتیا

د افغانستان د پنبې ساړه بازار ګرمولو ته د بنګله‌دېش لېوالتیا

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د بنګله‌دېش د سوداګرۍ له مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې معاملې خبرې وکړې او د بنګله دېش د البسې تولید او صادراتو ټولنې د افغانستان د پنبې پېرلو لپاره لېوالتیا ښودلې. طالبانو بنګله‌دېش د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په تېره د پنبې او وچې مېوې لپاره غوره مارکېټ بللی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد بي‌بي‌سي ته ویلي، د بنګله‌دېش د سوداګرۍ له مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې معاملې خبرې وکړې.‌

پنبه د بنګله‌دېش د جامو د صنعت تر ټولو مهم خام مواد دي. د نړیوالو شمېرو له مخې، د بنګله‌دېش د جامو له ۷۰ سلنې ‌ډېر صادرات د پنبې پر بنسټ تولید شوي محصولات دي.