د تورخم تړلې دروازه او د افغان کډوالو اوږد انتظار؛ سلګونه کورنۍ د ستنېدو په تمه

د تورخم تړلې دروازه او د افغان کډوالو اوږد انتظار؛ سلګونه کورنۍ د ستنېدو په تمه

په داسې حال کې چې سلګونه افغان کډوال د بېرته ستنېدو لپاره د ثبت او تګ پروسې ته انتظار باسي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه نښتو له امله، د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په تمه د کډوالو بار وړونکې لسګونه لارۍ د سړکونو پر غاړه ولاړې دي.

د رویټرز له راپور سره سم، د خیبر پښتونخوا د جمرود او لنډي‌کوتل سیمو کې د اپرېل پر ۳۰مه اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د کډوالو د سامانونو ډکې لارۍ د تورخم پولې د خلاصېدو په تمه اوږدې کتارونه جوړ کړي دي.