د نېدرلنډز دولت ملي سرپلټونکی وايي، هغه ژمنه نشي ماتولی چې له خپلو افغان امنيتي ساتونکو سره يې د ايستلو لپاره کړې وه

افغان امنيتي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د نېدرلنډز دولت ملي سرپلټونکي ویلي، دغه هېواد خپله هغه ژمنه نشي ماتولی چې له خپلو افغان امنيتي ساتونکو سره یې هالنډ ته د ایستلو په اړه کړې وه.

د نېدرلنډز کابینې تېره میاشت ویلي وو چې پر هغه ژمنه نشي درېدی چې له افغانستانه یې د خپلو اډو او د سفارت د افغان ساتونکو را ایستلو په اړه کړې وه.

د نېدرلنډز دولت ملي سرپلټونکي راینېر ون زوتفن (Reinier van Zutphen) د خپل دولت په هغه اقدام غوسه دی چې په افغانستان کې د خپلو پوځي او ديپلوماتيکو استازوليو له افغان ساتونکو سره د دوی د را ایستلو ژمنه ماتوي. هغه له دې ژمنې شاتګ غیر انساني بللې او ویلي یې دي چې موږ یوه ژمنه کړې او هغه اوس موږ ته ډېره درنه ښکاري.

د نېدرلنډز ټایمز د راپور له مخې د سپټمبر میاشتې په پای کې د دغه هېواد کابینې ویلي چې له افغانستانه د خپلو پخوانیو ساتونکو د را ایستلو پرېکړه بېرته اخلي. دغو ځواکونو د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د هنېدرلنډز د پوځي اډو او سفارت د ساتنې دنده لرله.

له دغې پرېکړې د په شا کېدو دلیل نېدرلنډز ته د لېږد لپاره د دغو ساتونکو او د دوی د کورنیو د لېږد درانه لګښتونه ښودل شوي. خو ښاغلي ون زوتفن دا استدلال ناسم او د انساني حقونو "سرغړونه" بللې.

نوموړي ویلي چې دولت ژمنه کړې وه چې د افغان ساتونکو یوه ځانګړې ډله به نېدرلنډز ته راولي او اوس کابینه نشي کولی چې دومره په اسانۍ دا پرېکړه بېرته واخلي.

د نېدرلنډز ملي سرپلټونکي ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې هم له ورته مبارزې سره مخ و. هغه مهال پخوانیو هالنډي سرتېرو د خپلو افغان ترجمانانو ژوند ته د خطر په اړه خبرداری ورکړی و. بلاخره هغه مهال د هالنډ دولت ۱۸۶۰ افغان ترجمانان او خپل نور کارکوونکي له افغانستانه وایستل.

ښاغلي ون زوتفن ویلي چې د نېدرلنډز دولت کابینه باید خپله خبره بېرته واخلي او د پخوانیو سرتېرو او هغو خلکو خبرې ته غوږ ونیسي چې د ازادۍ په خآطر یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.

د نېدرلنډي پوځيانو ماموریت د ناټو ځواکونو په مشرۍ د آیسف په چوکاټ کې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شو او د افغانستان په سويلي ارزګان ولایت کې یې د ولایتي بیارغونې ټیم یا پي آر ټي یوه ډله هم مدیریت کوله. د دغو ځواکونو اصلي اډه هم په ارزګان کې وه.