بريتانيا د افغان ځانګړو ځواکونو سلګونه پوځيانو ته د مېشتېدو اسناد ورکوي

د عکس سرچینه، Ben Taggart
د بريتانيا حکومت وايي يو شمېر هغو "وړ" افغان ځانګړو ځواکونو ته چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو تر څنګ جنګېدلي او مخکي يې د پنا غوښتنې رد شوې وې په دې هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکوي.
د بريتانيا پخواني حکومت د شاوخوا دوه زره افغان ځانګړو ځواکونو د مېشتېدو غوښتنې رد کړې وې.
دا پوځيان د سي اېف ۳۳۳ او اې ټي اېف ۴۴۴ ځانګړو ځواکونو برخه وو چې د "ټرېپلز" په نامه پېژندل کېدل او له بريتانیا سره د همکارۍ له امله د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د غچ اخيستنې له ګواښ سره مخ وو.
دوی طالبانو پر وړاندې جګړه کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو ملاتړ کاوه.
د دغو پوځيانو کیسه د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې راپورته شوه چې د بي بي سي د پاناراما پروګرام کې يې بريتانيا ته د تلو د غوښتنې له رد کېدو پرده پورته شوه.
د بريتانيا د وسله والو ځواکونو وزیر لوک پولارډ د دوشنبې په ورځ د پارلمان غونډې ته وویل، اوس ارزونو موندلې چې ځینې غوښتنلیکونه په ناسم ډول رد شوي دي.
ښاغلي پولارډ چې پخوا یې د پارلمان د غړي په توګه د دغو افغان ځواکونو وضعیت څارلی، ټینګار وکړ چې په دغو څېړنو کې د "ناوړه ارادي" هېڅ شواهد نه دي موندل شوي او یوازې د اسنادو په ساتنه کې تېروتنه د دوی د غوښتنې د رد کېدو لامل شوې ده.

د عکس سرچینه، ParliamentLive.TV
د ښاغلي پولارډ په وینا، تر اوسه ۲۵ سلنه رد شوي غوښتنلیکونه له ارزول کېدو وروسته منل شوي دي.
دغه بریتانوي چارواکي ویلي، نوي شواهد ښيي چې یو شمېر افغان سرتېرو په مستقیمه توګه د بريتانيا له حکومته امتيازات اخیستل دا په دې معنی ده چې دوی په بریتانیا کې د اوسېدو حق درلود او د غوښتنلیکونو د بیا کتنې پر مهال دغه مسئله له پامه غورځول شوې وه.
ښاغلي پولارډ د بريتانيا پر تېر حکومت هم نيوکه وکړه چې د سمو اسنادو په تعقيب کې په جدي توګه پاتې راغلی.
د دفاع وزیر وویل، حکومت ډېری قضیې په بېړنۍ توګه وڅېړلې ځکه چې په وينا يې ډېری افغان سرتېري د طالبانو تر واکمنۍ لاندې "له خطر سره مخ" دي.
راپورونه ښيي چې د دغو ځانګړو ځواکونو ځينې غړي د طالبانو لخوا په نښه شوي او وژل شوي دي.
د بریتانیا پخواني محافظه کاره حکومت د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د ۲۰۰۰ غوښتنليکونو د بيا ارزولو اعلان وکړ. هغه مهال د وسله والو ځواکونو پخواني مشر جېمز هيپي منلې وه چې د ځينو د غوښتنې د رد کېدو پروسه غښتلې نه وه.
په همدې مهال ښاغلي پولارډ ټینګار وکړ، دا په دې معنی نه ده چې د "ټرېپلز" ټول ځانګړي ځواکونه په بريتانيا کې د مېشتېدو وړ دي او زياته يې کړه چې چارواکي لا هم ځینې غوښتنليکونه بيا ارزوي.











