مېنوپاز کې جنسي اړيکې ته لېوالتيا وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې د میاشتني عادت پړاو بندېږي نو په انګرېزي کې ورته مېنوپاز ویل کېږي. په دې پړاو کې کورواله (سکس) ته د ځینو ښځو لیوالتیا کمېږي، مهبل (د ښځو جنسي غړی) وچېږي. له ژور خپګان سره هم مخامخېږي او ځینې نورې نښې هم لري چې په مېنوپاز کې ښځې تجربه کوي.
ځینې مېرمنې دا ټول بدلونونه په پرې مېنوپاز یا له مېنوپازه مخکې هم تجربه کوي.
۴۰ کلنه سوزان چې د کاناډا په ونکوور کې ژوند کوي وایي: " کور واله وخت کې ډېر درد حس کوم، لا مې هم جنسي لیوالتیا شته، خو درد راته دا لیوالتیا له منځه وړي. نه پوهېدم څه را پېښ شوي دي، او رښتیا ووایم، ډېر وروسته مې دا خبره له ډاکټر سره شریکه کړه. "
مېنوپاز هغه وخت پېښېږي، چې د ښځې میاشتنی عادت یا حیض پړاو د هورموني بدلونونو له امله بنده شي.
کله چې ښځې مېنوپاز کېږي نو بیا مېندواره کېدای نه شي او فزیکي او رواني روغتیا کې یې هم بدلونونه راځي چې ډاکټران وایي، باید په دې پړاو کې ښځې روغتیایي سپارښتنې واخلي.
ډاکټره عزیزه سسي، چې د روغتیایي موضوعاتو د پوهاوي فعاله ده، وایي: د مهبل( د ښځو جنسي غړی) وچوالی، چې کولی شي جنسي اړیکه دردناکه کړي، د سټروجن هورمون د کمښت مستقیمه نتیجه ده.
ډاکټره عزیزه وایي، دا چې په ډېرو ټولنو کې د جنسي موضوعاتو او کورواله په اړه ښځې او نارینه خبرې نه شي کولای او په ډېرو کلتورونو کې یو ډول «تابو» بلل کېږي نو نوموړې زیاتوي:
"لا هم داسې ښځې شته، چې فکر کوي کورواله( سکس) وخت کې د درد احساس کول یوه عادي خبره ده او دا زموږ د ښځو مسؤلیت دی، چې د نارینه وو رضایت لپاره دا درد وزغموو. "
ډاکټر سسي وایي، د دې ډول باورونو له امله، ښايي ډېرې ښځې د دې ستونزو حل لپاره ډاکټر ته مراجعه ونه کړي او نتیجه یې دا شي، چې "په چوپه خوله هر څه زغمي."
هورمونونه او پټې نښې یې
ډاکټره عزیزه سسي وايي، ستروجن، له ټیسټسټیرون سره یو ځای، چې دواړه د تخمدانونو لخوا ترشح کېږي، د جنسي لیوالتیا مسؤلیت لري او کله چې د دې هورمونونو کچه راټېټه شي، نو زموږ جنسي لیوالتیا کې هم بدلون راځي او کمېږي.
روزي، چې ۴۵ کلنه ده او په جرمني کې ژوند کوي په ۳۰ کلنۍ کې وروسته له دې، چې د تخمدان سرطان په کې تشخیص شو، نو اړه شوله چې عملیات وکړي او ډاکټران د هغې رحم ایسته کړ. د دغه عملیات له کبله هغې ته ژر او جبري مېنوپاز پیدا شو.
هغې بي بي سي ته ویلي: "ما به له کور واله ډېر خوند اخیسته، خو ناڅاپه هر څه له منځه لاړل. هیڅ فزیکي تحرک مې نه احساساوه. "
ډاکټره نازنین معالي، چې په کلیفورنیا کې ارواپوهه او د جنسي روغتیا اړوند ډاکټره ده، وایي، ډېری ښځې، چې د مېنوپاز پر مهال ورته مراجعه کوي، د جنسي لیوالتیا د کمښت او د اړیکې پر مهال له درد څخه شکایت کوي.
"ډېری وخت ښځې داسې احساس کوي، چې ایسارې پاتې شوې دي. خو داسې ښځې هم شته، چې لا هم غواړي جنسي اړیکې ولري خو نور نو له کور واله سره لیوالتیا نه لري. "
په ښځو کې د اندام وچوالی ( مهبل وچوالی) او کور واله ته کمه لیوالتیا لرل یوازې هغه دلایل نه دي چې دوی لپاره سکس بې خونده کوي بلکې نور لاملونه هم شته.
۴۹ کلنه یاس چې په بریتانیا کې ژوند کوي وایي، دا چې بار بار د ادار سیستم یې میکروبي کېږي نو له دې کبله کور واله سره بیخي لیوالتیا نه لري.
هغې بي بي سي ته ویلي: "زما ټوله علاقه له سکس سره ختمه شوې، ځکه له کور واله نه وروسته هر ځل زما بدن میکروبي کېږي او له ډول ډول دردناکو عفونتونو سره مخامخ کېږم. "
دا وايي، ډاکټرانو اوږدې مودې لپاره دا ستونزه د له مېنوپاز سره تړلې نه ګڼله.
ډاکټر عزیزه سسي وایي، چې د ادرار سیستم په خوله کې دا عفونتونه هم د استروجن د کچې د کمېدو له امله دي.
هغه زیاتوي:
"کله چې خلک د ستروجن په اړه خبرې کوي، یوازې د حیض یا یې په زېږون کې د رول په اړه فکر کوي، خو ستروجن یو عجیب هورمون دی، چې زموږ د ټول بدن پر فعالیت اغېز لري. د وېښتو له فوليکولونو نیولې تر پوستکي پورې. ستروجن د اندام او د ادراري مجرا د لوند ساتلو مسؤل دی، او د دې کموالی د دې سبب کېږي، چې د مجرا چاپېره نسجونه نري، وچ او د عفونت پر وړاندې زیات حساس شي. "
په ډېرو کلتورونو کې، د ښځو جنسي غوښتنه یوازې د تولید له اړخه ارزول کېږي یعنی دا چې که مېندواره کېدای شي نو سکس ته اړتیا لري او دا ناسم باور رامنځته کوي، چې د مېنوپاز وروسته د ښځو جنسي ژوند پای ته رسېږي.
ډاکټره نازنین معالي وایي، دا چې ښځې یوازې د ځوانۍ پر بنسټ ارزښتمنې ګڼل کېږي دا بیا نو یاد پړاو لا نور هم سختوي او "ځینې ښځې په کې د غم احساس لري."
خو هغه دا هم وایي: "ځینې مراجعین مې داسې دي، چې له مېنوپاز وروسته یې د خپل ژوند تر ټولو ښې جنسي اړیکې تجربه کړې دي."
درملنې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر معالي وایي:
"د مېنوپاز ټولې ستونزې حل لري. داسې ډېرې لارې چارې شته چې له مېنوپاز مخکې، مېنوپاز او ان له مېنوپاز وروسته ښځې فعاله او خوندور ژوند ولري او له خپل مېړه سره ښه سکس ولري."
۶۵ کلنه هالدیتا چې په لندن کې اوسېږي، وایي، کله چې یې مېنوپاز پیل شو، نو مېړه یې ترې جلا شو، دوی طلاق واخیست خو دا وایي، له دې وروسته یې روغتیا ښه شوه او بېرته یې جنسي اړیکي ته لیوالتیا پیدا کړه.
هغې بي بي سي ته وویل:
"زه ۴۳ کلنه وم چې طلاق مې واخیست. له ۴۵ یا ۴۶ کلنۍ نه مې د پري مېنوپاز نښې پیل شوې. له ځانه سره مې وویل: هورا! بلاخره خپلواکه شوم. له هماغه وخته مې یو سالم او په زړه پورې جنسي اړیکه او ژوند پیل کړ. "
کله چې خبره د جنسي لیوالتیا د بیا را ژوندۍ کېدو راځي، د ډاکټر معالي اصلي مشوره دا ده:
" د خپلو جنسي تمو بیا ارزونه وکړئ. "
هغې زیاته کړه:
"موږ ټول د جنسي اړیکې یو تصور ذهن کې لرو او فکر کوو، چې ښه سکس څه ته وایي. خو کله، چې زموږ بدن بدلون مومي، باید دا تصور هم بدلون ومومي. په دې پړاو کې له ځانه وپوښتئ، ښه سکس زما لپاره څه معنا لري؟"
که د مېنوپاز نښې ستاسې جنسي اړیکه اغېزمنوي، نو ډاکټره عزیزه سسي تاسو ته وړاندیزونه لري:
"مرسته وغواړئ او که اړتیا وي، ډاکټر مو بدل کړئ. تسلیم نشئ او شرم مه کوئ. "
هغې د درملنې له نظره وویل:
"د هورمونونو ځای په ځای کول یا برابرول (HRT) باید لومړیتوب ولري. دا درملنه په بېلابېلو بڼو شته دی، لکه: چسپ، جیل، او ګولۍ. "
ځینې خلک ښایي ونه شي کولای، چې هغه هورمونونه واخلي، چې وینه کې داخلېږي (لکه ګولۍ)، خو تل داسې موضعي او ورته نور انتخابونه هم شته چې مستقیم پر اندام یا جنسي غړي باندې وکارول شي.
ندا چې په نیوزیلنډ کې ژوند کوي، د سرطان له امله اجازه نه لري، چې د هورمون ګولۍ وکاروي.
هغې وویل:
"کله مې چې ټینګار وکړ، چې غواړم له اېچ ار ټي HRT څخه د خپل جنسي اړیکې د ښه کولو لپاره ګټه واخلم، نو ماته یو بېل ډول درملنه راکړل شوه ځکه چې زه یو تهاجمي سرطان لرم، ډاکټران زما جنسي ژوند ته لومړیتوب نه ورکوي. "
ډاکټر سسي وایي، چې درملتون کې ځینې ګټور بې نسخې درمل هم شته کله ځینې کرمونه چې په دې برخه کې مرسته کولای شي.
د هغو کسانو لپاره چې سورین ( له ملا نه لاندې برخه) عضلات یې کمزوري دي، فیزيوتراپي هم شته.
خو تر ټولو عمومي سپارښتنه یې دا ده:
"ورزش وکړئ، مېوه او سبزي وخورئ، شراب مه څښئ، سګرټ مه څکئ، خپل وزن نارمل وساتئ. "
ډاکټر سسي پر دې ټینګار کوي چې "د خپل ځان خیال ساتل، ځانغوښتنه نه ده."
"هڅه وکړئ، چې له خپل چاپېریال نه سترس لېرې کړئ. ښځې ډېری وخت هڅه کوي، چې هر څه پخپله وکړي، لکه: پهلوانانې، چې وي خو مرسته وغواړئ او که مرسته نه غواړئ نو لږ تر لږه هغه مرسته ومنئ، چې نورو یې درته وړاندې کوي."











