نعیم قاسم: د اسرائیلو پر ضد جګړې او غزې سره مرستو ته دوام ورکوو

g

د عکس سرچینه، Getty Images

د لبنان حزب‌الله ډلې نوي مشر نعیم قاسم په لومړنۍ وینا کې خپله کړنلاره اعلان کړه چې په وینا یې د پخواني مشر حسن نصرالله په لار ه به پل ږدي.

نعیم قاسم وایي د اوس لپاره یې تګلاره دا ده چې د هغه په ټکو " د اسرائیلو یرغل" پر ضد به مقاومت کوي او دارنګه به یې له غزې سره مرستې جاري وي.

نوموړي د حزب‌الله له جګړې نه دفاع وکړه او وایي: " اسرائیل وایي چې عملیات یې محدود کړي. اصلا دوی غوښتل چې تر "لیتاني سیند" پورې مخکې راشي."

د حزب‌الله دغه نوی مشر وایي، څوک دا حق نه لري چې له غزې نه د ملاتړ په خاطر حزب‌الله ملامت کړي؛ ځکه د هغه په وینا اسرائیلو په غزه او لبنان کې د جګړې لپاره " بله پلمه نه لرله."

ښاغلي قاسم، د حزب‌الله او حماس د وژل شویو مشرانو سرښندلې وستایلې.

نعیم قاسم دارنګه هغه تورونه رد کړل چې ګواکې حزب‌الله د کوم هېواد په استازیتوب نیابتي جګړه کوي.

اسرائیل او ملاتړي یې تور پورې کوي چې ایران له حزب‌الله د اسرائیلو په مقابل کې ملاتړ کوي.

خو د حزب‌الله نوی مشر وایي، "ایران زموږ ملا تړي، خو له موږ څه نه غواړي."

u

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغه په وینا، تګلاره یې روښانه ده، له خپلې خاورې دفاع کوي او د دې په مقابل کې نه چا ترې څه غوښتي او نه هم چا ته ژمن دي.

خو نوموړی دا هم وایي چې نه دی او نه یې مخکنیو مشرانو جګړه غوښتنه:" موږ تل ویلي چې جګړه نه غواړو، حس نصرالله هم نه غوښته، خو که څوک راسره جګړه کوي، موږ یې په قوت مخکې درېږو."

نعیم قاسم وایي په لبنان او غزه کې روان جنګ د اسرائیلو نه بلکې د امریکا او اروپایي ټولنې د موخو لپاره دی.

نوموړی پرون د حزب‌الله د مشر په توګه وټاکل شو او نن چهارشنبه یې د دې ډلې د مشرانو مخکې وینا وکړه.

د ښاغلي قاسم له ټاکنې څو ساعته وروسته د اسرائیلو دفاع وزیر یواو ګالانت ویلي وو چې د هغه ټاکنه " لنډمهاله" ده.

اسرائیلو له دې وړاندې په دوو جلا بریدونو کې د حزب‌الله مخکیني مشران، حسن نصرالله او هاشم صفي‌الدین له منځه وړي وو.

f

د عکس سرچینه، Getty Images

د حزب‌الله نوی مشر داسې مهال له اسرائیلو سره پر جګړې ټینګار کوي چې په لبنان او غزه دواړو کې د جګړې درولو سوله‌ییزې هڅې روانې دي.

له دې سره هم‌مهاله د اسرائیلي ځواکونو له خبرداري وروسته د لبنان له ختیځ بعلبک ښاره زرګونه خلک د تېښتې په حال کې دي.

د رپوټونو له مخې، له دې ښاره وتلې ټولې لارې له هغو موټرو ډکې دي چې خلک پکې له سیمې وځي.

بعلبک د حزب‌الله له مرکزونو شمېرل کېږي، دغه ښار کې ګڼ شمېر د رومي تاریخي معبدونه شته چې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې هم ثبت دي.

په لبنان کې د اسرائیلو له ځمکنیو عملیاتو راهیسې نژدې یو میلیون خلک بې‌ځایه شوي دي.