اسرائیلو د حزب الله د يوه مشر هاشم صفي الدین وژل کېدل تائید کړل

هاشم صفي الدين

د عکس سرچینه، EPA

د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حزب الله یو لوړ پوړی چارواکی هاشم صفی الدین چې اټکل کېده د دې ډلې د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته به د هغه ځای ناستی شي، دری اوونۍ وړاندې د بیروت په یوه برید کې وژل شوی دی.

اسرائیلو ویلي چې صفي الدین د اکتوبر په څلورمه د بیروت جنوب په یوه هوايي برید کې وژل شوی او زیاته کړې یې ده چې په دغه برید کې د حزب الله ۲۵ نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

د اکټوبر د څلورمې نېټې له دغه بريد وروسته له صفي الدين سره اړیکه پرې شوې او د اسرائيلو پوځ ويلي چې تازه يې وژل کېدل تائيد کړي دي.

ايران پلوې حزب الله ډلې تراوسه د صفي الدین د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادې ډلې مشر حسن نصرالله د روان کال د سپټمبر پر ۲۷ د بيروت جنوب کې د اسرائيلو په بريد کې ووژل شو.

داسې اټکل کېده چې هاشم صفي الدين به د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله ځايناستی شي. اوسمهال نوموړی د حزب الله اجرائيوي مشر او د دغې ډلې دویم کس و.

نوموړی د حسن نصرالله د ترور زوی او د ايران د سپاه پاسدارن د قدص ځواک د پخواني قومندان قاسم سليماني چې په ۲۰۲۰ کال کې په عراق کې د امريکا بريد کې ووژل شو خسر و.

په ۲۰۱۷ کال کې امریکا او سعودي صفي الدين د "نړيوال ترهګر" په توګه وپېژانده.

داسې انګېرل کېږي چې د مړينې پر مهال نوموړی شاوخوا ۶۰ کلن و.

لبنان

د عکس سرچینه، BBC/Goktay Koraltan

د تېر ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې نېټې وروسته حزب الله د حماس په ملاتړ د اسرائيلو پر شمالي سيمو توغنديز بريدونه پيل کړي چې ورسره د دواړو خوا تر منځ يو ځل بيا شخړه تازه شوې ده.

د اسرائيلو شمال کې شاوخوا ۶۰ زره وګړي د حزب الله له خوا د توغنديزو بريدونو له کبله له سيمې وتلي دي خو ځينې توغندي بيا د حيفا ساحلي ښار ته څېرمه لګېدلي او کورونه يې ویجاړ کړي دي.

اسرائیلو د سپټمبر په وروستیو کې د حزب الله ډلې په وړاندې پوځي عملیات ګړندي او د اکټوبر پر لسمه يې په لبنان کې "محدود هدفي" ځمکني عمليات هم پيل کړل.

اسرائیل وايي، په دې عملیاتو کې یې د حزب الله "بنسټیز تاسیسات" په نښه کړي او د دغې ډلې ګڼ وسله وال يې وژلي دي.

لبناني چارواکي وايي، په تېر يوه کال کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳۵۰ لبنانيان وژل شوي او تر ۱۰ زره ډېر ټپیان دي. د لبنان د روغتیا وزیر ویلي په وژل شوو کې ډېری ملکي وګړي دي.

دغه بریدونه په لبنان کې د ملکي وګړو د لویې بې ځایه کېدنې لامل شوی او یو بشري کړکېچ یې رامینځته کړی دی.

د لبنان حکومت وايي له ۱.۳ ميليونه زیات خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي چې د دغه هېواد لومړي وزیر نجیب میقاتي دا د لبنان په تاریخ کې د خلکو "پراخه بې ځایه کېدنه" بللې ده.