کمالا هرېس څومره پېژنئ؟

کمالا هرېس څومره پېژنئ؟

له یو ساعت لږ وخت وروسته له هغه چې جو بایډن د ډیموکراټانو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ له سیالۍ ووت، دیموکراټان پر کمالا هرېس راټول شول. هغې د لومړۍ ښځینه، لومړۍ تور پوستې او لومړۍ اسیا الاصله-امریکایۍ مرستیالې ولسمشرې په توګه تاریخ جوړ کړ.

اوس له څارنوالۍ سیاستواله شوې، هیله لري چې د هېواد لومړۍ ښځینه ولسمشره شي.