ویډیو: د حوثیانو پر اهدافو هوايي ګوزارونه

د ویډیو تشریح، ویډیو: د حوثیانو پر اهدافو هوايي ګوزارونه
ویډیو: د حوثیانو پر اهدافو هوايي ګوزارونه

امریکايي او بریتانوي ځواکونو په یمن کې د حوثي غورځنګ اهدافو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دا بریدونه په سره سمندر کې له نومبر راهیسې پر بېړیو د حوثيانو بریدونو ته چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، غبرګون دی.

د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا یوه ورځ مخکې سور سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو د یوه ستر برید له دفع کولو وروسته ویلي، ښايي په یمن کې د دغه غورځنګ خلاف پوځي ګامونه پورته کړي.