بنګله دېش کې د بار وړونکي او مساپر وړنکي اورګاډي په ټکر کې ۱۷ کسان وژل شوي‌

بنګله دېش

د عکس سرچینه، EPA

د بنګله دېش د ختیځ په بهايي راب ښار کې د وو اورګاډو د ټکر پېښه کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بهايي راب د پلارمېنې ډاکې د شمال ختیځ په شاوخوا ۸۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

رپوټونه وايي دغلته دوشنبه مازیګر مهال یو بار وړونکی اورګادی د بل مساپر وړونکي اورګاډي له وروستیو خونو سره ټکر شوی دی.‌

د بنګله دیش د اورګاډو یوه چارواکي د بي‌بي‌سي بنګالي برخې ته د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي چې دا‌ پېښه غالبآ د یوې کوچنۍ تېروتنې له کبله رامنځته شوې.‌

بنګله دېش کې د اورګاډو تاسیسات کمزوري او دا ډول پېښې پکې بې مخېنې نه دي.‌

د بي‌بي‌سي بنګالي رپوټ کې راغلي چې پېښه کې د مساپر وړونکي اورګاډي دوه وروستۍ خونې ډېرې زیانمنې شوې او څوارلس کسان پکې ځای پر ځای مړه شوي‌ دي.

د اور وژنې د ځايي ادارې مشر محمد مسعود رسنیو ته ویلي چې "تر ټکر وروسته ګڼ خلک ایسار پاتې وو. ډېر ترې ځای په ځای مړه شوي دي."

ویل کېږي درېو نورو کسانو روغتون ته تر رسېدو وروسته د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

په دې پېښه د شاوخوا ۵۰ کسانو د ټپي کېدو ویل شوي دي.

د ډاکې د اورګاډو پولیسو مشر انور حسین وايي د دې امکان شته چې د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي.

Train

د عکس سرچینه، Getty Images

ځايي حکومتي چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي‌ چې د پېښې ځای ته د ژغورونکو ډلو تر رسېد وړاندې سیمه ییزو اوسېدونکو له زیانمنو سره بېړنۍ مرسته کړې.

بنګله دېشي چارواکو د دې پېښې د لامل مالومېدو لپاره د رسمي څېړنو د پیلیدو خبر ورکړی.

تېره اپریل مېاشت کې هم د بهايي راب د سویل په کومیلا سیمه کې یو مساپر وړونکی او بار وړونکی اورګاډی جنګېدلي وو.‌

په هغې پېښې کې ګڼ شمېر کسان ټپیان او لامل یې د اوسنۍ پېښې په څېر یو عادي تېروتنه بلل شوې وه.