بنګله دېش؛ کښتۍ کې د اور لګېدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي

লঞ্চ

د عکس سرچینه، আক্কাস শিকদার

د عکس تشریح، ویل کېږي دې کښتۍ کې تر ۵۰۰ پورې کسانو سفر کاوه

په بنګله دېش کې چارواکي وايي، د هېواد سویل کې په یوه کښتۍ کې د اورلګېدو له کبله ۳۹ کسان وژل شوي او نژدې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

رپوټونو کې ویل کېږي، دغه درې پوړیزه ودانۍ له پلازمېنې ډاکې د بارګونا ښار پر لور روانه وه، چې جالاکتي ښار ته نژدې د سیند په منځ کې پکې اور ولګېد.

یو شمېر کسان له کښتۍ د سیند اوبو ته د ټوپوهلو له کبله ډوب شوي دي.

د جمعې ورځې دې اورلګېدنه کې ځینې کسان سخت سوځېدلي او له همدې کبله د مړینې شمېر ډېرېدو اندېښنه ښوول کېږي.

د ځايي پولیسو مشر معین الاسلام اې ایف پي خبري اژانس ته وویل:

''درې پوړیزې کښتۍ اوبهیجان -۱۰ د سیند په منځ کې اور اخیستی دی، تر اوسه مو ۳۲ مړي ترلاسه کړي دي. ''

نوموړي زیاته کړه:

''ښايي د مړو کسانو شمېر ډېر شي، ډېر کسان د اور لګېدنې له کبله مړه شوي، ځینې بیا اوبو کې ډوب شوي دي. ''

رپوټ کې ویل شوي، په دې کښتۍ کې لږ تر لږه پنځه سوه کسانو سفر کاوه.

په بنګله دېش کې د کښتیو پېښې بې مخینې نه دي، چې غیر معیاري ترمیم، خوندیتوب وسایل او زیاته ګڼه ګوڼه یې عوامل بلل کېږي.