د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته تللی

هبت الله اخونزاده

د عکس سرچینه، AFGHAN ISLAMIC PRESS

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دوو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له کندهاره کابل تللی دی.

دغو سرچینو حفيظ الله معروف ته ویلي، ښاغلي اخوندزاده په کابل کې د طالبانو د والیانو او ولایتي امنیه قوماندانانو یوه غونډې ته خبرې هم کړې دي.

دا دویم ځل دی چې د طالبانو مشر پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له کندهاره کابل ته ځي.

په کابل کې له تېرو درېيو ورځو راهېسې له ټولو ولایتونو د طالبانو حکومت والیان او امنیه قوماندانان "درې ورځني غونډې" ته بلل شوي وو.

د دې غونډې په وروستۍ ورځ ناسته کې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم برخه لرله. د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دغه کتنه شوې خو د ځای په اړه یې نه دي ویلي.

یوې سرچینې چې په دغه غونډه کې یې برخه لرله، بي‌بي‌سي ته وویل، ښاغلي اخوندزاده په خپلو خبرو کې طالب چارواکو ته ځینې سپارښتنې هم کړي دي.

خو په ځانګړي ډول یې د سپارښتنو یادونه ونه کړه.

دا هم روښانه نه ده چې د طالبانو رهبر له کندهاره کابل ته په الوتکه کې تللی او که د سړک له لارې ولاړ دی.

ښاغلي اخونزاده ډېره وخت په کندهار کې اوسېږي او ځینې وخت د طالبانو د کابينې وزیران د غونډو لپاره هغه ولایت ته ورځي. پر نوموړي نیوکه کېږي چې بهرنیو میلمنو او خبریالانو سره نه ګوري.