'غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل شویو کارمنانو شمېر له ۱۵۰ تنو اوښتی'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
د ملګرو ملتونو له نیول شویو او ورکو شویو کارکوونکو سره د همغږۍ په نړیواله ورځ (مارچ ۲۵مه) د ملګر ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په خپل پیغام کې ویلي موږ باید په ګډه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د خوندیتوب او کاري شرایطو د برابرولو لپاره هر هغه څه وګړو چې زموږ په وس کې وي ځکه چې دا کسان ژوند ژوغورونکی ماموریتونه پرمخ بیايي.
په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته د دې ادارې سلګونه تنه ښځینه او نارینه کارکوونکو د ماموریتونو د ترسره کولو پرمهال خپل ژوند بایللی دی. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو مامورینو له ډېریدو سره د دې ادارې د ګڼو کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ شو. په دې لسیزه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو دومره مامورین ووژل شول چې له دې نه مخکې په دریو لسیزو کې نه وو وژل شوي.
په هماغه وخت کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو ترمنځ په دې هکله د پوهاوي بهیر پیل شو چې په راتلونکې کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو له ډېریدو سره ښايي د دغه سازمان لا ډېر پوځي او ملکي کارکوونکي په نښه کړای شي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د دوی کارکوونکي چې د ابي خولۍ لرونکو کسانو په نامه مشهور دي د نړۍ په ډېرو خطرناکو ځایونو کې ماموریتونه ترسره کوي او د دوی د کارکوونکو د وژلو په تور هېڅوک نه دی نیول شوی او چا ته سزا نه ده ورکړل شوې.
ملګري ملتونه د غړو هېوادونو له حکومتونو غواړي چې د دوی د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره په خپل ټول وس د هغوی وژونکي د قضا منګلو ته وسپاري.
د یادولو ده چې تېرکال د اکتوبر په اومه نېټه پر غزې تراړې د اسرائیلو د بریدونو له پیلېدو وروسته په غزه کې د ملګرو ملتونو څه باندې سل تنه کارکوونکي یوازې په یوه میاشت کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغلته د ملګرو ملتونو بېلا بېلې ادارې هڅه کوي چې د غزې دوه اعشاریه دوه میلیونه اړمنو اوسېدونکو ته خوراکي او نور اړین بشري مرستې ورسوي. هغه مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجارېک ویلي وو چې په دې وژل شویو کسانو کې بېلا بېل خلک شامل وو.
"په دې کسانو کې میندې او پلرونه، ښوونکي، نرسان، ډاکټران او نور ملاتړي مامورین شامل وو. فلسطینیان، اسراییلیان او دلته په ملګرو ملتونو کې موږ د خپلو همکارانو د مړینې ویر کوو".
د تېر کال د نومبر میاشتې په ۱۳ نېټه په نیویاک ښار او ګڼو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د دې ادارې بیرغ غزې کې وژل شویو کسانو ته د درناوي په پار نیم ځوړند و او د وژل شویو کسانو په ویر او یاد کې څو شیبې چوپتیا غوره شوه.
روپوټونه وايي د روان ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې په غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل شویو مامورینو شمېر ۱۵۲ کسانو ته لوړی شوی و. که تېرو لسو کالو ته وکتل شي، نو په ترتیب سره په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو ۳۲ تنه کارکوونکي، په ۲۰۲۱ کال کې ۲۵، ۲۰۲۰ کال کې ۱۵، ۲۰۱۹ کال کې ۲۸، ۲۰۱۸ کال کې ۳۴، ۲۰۱۷ کال کې ۷۱، ۲۰۱۶ کال ۳۲، ۲۰۱۵ کال ۵۱ او ۲۰۱۴ کال کې ۶۱ تنه کارکوونکي وژل شوي دي. په دې ډله کې د ملګرو ملتونو ځینې افغان ملکي مامورین هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه مسوده په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت تصویب کړه چې ترې وروسته په شپږو کمېټو کې پرې پېچلې خبرې او بحثونه وشول او بالاخره ۱۹۹۴ کال کې دغه مسوده د ملګرو ملتونو په عمومۍ اسمبلۍ کې هم تصویب شوه.
دا ورځ له هماغه راهیسې هرکال د مارچ په ۲۵ نېټه د ملګرو ملتونو له نیول شویو او ورک شویو کارکوونکو سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي. د مارچ میاشتې ۲۵مه د دې ورځې د نمانځنې لپاره ځکه غوره شوې چې ۱۹۸۵ کال په دې ورځ د الیک کولېټ په نامه خبریال چې په لېری ختیځ کې یې له ملګرو ملتونو سره کار کاوه لومړی وتښتل شو او بیا یې مړی په ۲۰۰۹ کال کې په لبنان کې وموندل شو.
ملګري ملتونه وايي د دې ورځې د نمانځنې ارزښت په دې خاطر لا ډېر شوی چې په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو بریدونه ډېر شوي دي.
ملګري ملتونه نننۍ ورځ د ګډ اقدام، د عدالت غوښتنې او د ملګرو ملتونو د سوله ساتي او نورو ماموریتونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د هوډ پیاوړي کولو لپاره اړینه بولي او د دې ورځې د نمانځنې موخه هم همدا یادوي.











