د نړۍ نوی ګران بیه موټر به څه باندې څلور میلیونه ډالره وي

نوي موټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټاکل شوې د بوګاټي شرکت، د ټوربیون ۲۵۰ موټر جوړ کړي

دا اوونۍ د موټرو نړۍ کې نوې سیالۍ شوي او نوي موټر نړۍ ته ورپېژندل شوي دي. تر څنګ یې ګڼ نور خبرونه هم وو. د بېلګې په توګه د ۱۸۰۰ اېچ پي هایبرېډ برېښنايي ماشین لرونکی نوی بوګاټي ماډل نندارې ته وړاندې شوی.

دغه راز د ډېر او غوره پلورول کېدونکي بي اېم ډبیلو نوي ماډل معرفي شوی. بل پلو د چین او اروپایی ټولنې ترمنځ د موټرو په تړاو د تعرفې لانجې هم رامنځ ته شوي. بل پلو د امریکايي موټر جوړولو شرکت له ماتې سره مخ کېدلو خبرونه هم خپاره شوي، چې غوښتل یې د ټېسلا موټرو سره سیالي وکړي.

بوګاټي د فرانسې په مولسالیم کې په یو لړ مراسمو کې د توربیلن په نوم یو نوی ماډل معرفي کړ. دا موټر به په ۲۰۲۶ کال کې بازار ته را ووځي.

ټاکل شوې چې دا شرکت، د ټوربیون ۲۵۰ موټر جوړ کړي چې د هر موټر بیه به ۴ اعشاریه یو میلیون ډالره وي. دا په نړۍ کې تر ټولو ډېر ګران بیه موټر دي.

توربیون شرکت په لومړي ځل خپلو محصولاتو ته هایبرېډ ماشین لګوي، چې تر ۶۰ کیلومتره سرعت کولای شي په بیټرۍ حرکت وکړي.

نوي موټر

د عکس سرچینه، BUGATTI

د عکس تشریح، د موټر دروازې پورته خلاصیږي، چې ټوربیلن ته د ننوتلو او وتلو لپاره اسانه وي

اوس مهال، بوګاټي شیرون تر ټولو ګړندی ماډل موټر دی چې چټکوالی یې په ساعت کې ۴۸۲ اعشاریه اته کیلو متره دی. تمه کېږي چې د توربیون ماډلونه به تر دې هم ګړندي وي.

دغه موټر په دوه ثانیو کې خپل سرعت له صفر څخه تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې لوړوي، خو بوګاټي وايي چې توربیلن به له پنځو ثانیو څخه په لږ وخت کې د ۲۰۰ کیلومتره په ساعت کې سرعت ولري.

د موټر دروازې پورته خلاصیږي، چې ټوربیلن ته د ننوتلو او وتلو لپاره اسانه وي. دننه یې په انالوګ بڼه ډیزاین شوې. یو کوچنی سکرین یې په سوېچبورډ کې لګېدلی او یوازې هغه وخت خلاصېږي چې موټر چلوونکی غواړي خلاص یې کړي. د سکرین شاوخوا تڼۍ له المونیم او کرسټال څخه جوړې شوې دې.

د بي اېم ډبیلو تر ټولو ډېر پلورل شوي نوي موټر

موټر

د عکس سرچینه، BMW

بي اېم ډبلیو د اېکس۳ شاسي لرونکي نوي موټر معرفي کړل. د نوي نسل اېکس ۳ په څلورو ماډلونو کې د ډیزل، ګازولین او هایبرېډ برېښنايي ماشینونو سره تولید شوی او په ژمي کې به بازار ته وړاندې شي.

بي اېم ډبلیو تېر کال ۳۵۰ زره نوي موټر وپلورل، خو دا ځل به ای اېکس۳ بشپړ ماډل موټر تولیدوي. د برېښنایي ماډل نوی نسل به راتلونکی کال بازار ته راشي او له تخنیکي پلوه د ګازو او ډیزل ماډلونو څخه توپیر لري.

د چینایي موټر جوړونکو ګواښ

موټر

د عکس سرچینه، MG

اروپايي ټولنې ګواښ کړی، که له چین سره یې خبرې ناکامې شې، د چینايي برېښنايي موټرو پر وارداتو به تر ۳۸٪ تعرفه ولګوي. اروپايي ټولنه وايي چینايي موټر جوړونکي له حکومته سبسایډي ترلاسه کوي او له دوی سره غیر عادلانه سیالي کوي.

چین په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ برېښنایی موټرو ترټولو لوی صادرونکی هېواد و. د امریکا د «اتلانټیک کونسل» مرکز یوې سروې ښوولې، په ۲۰۲۳ کال کې د چینايي برېښنايي موټرو د صادراتو ارزښت له ۷۰ سلنې ډېرېدو سره ۳۴ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی و. اروپایی ټولنه د چینایی برېښنایی موټرو لپاره ترټولو لوی صادرونکی ځای دی.