له امریکا سره په سمندري ځواک کې د چین سیالي

Two fighter planes and two helicopters are stationed at take-off points on the flat flight deck of China’s new 80,000-tonne aircraft carrier, the Fujian.

د عکس سرچینه، CCTV

د عکس تشریح، د فوجیان هوار الوت‌ډګر او برقي مقناطیسي کټاپولټونه دې ته اجازه ورکوي چې درنې الوتکې پورته کړي، چې زیات تېل او وسلې له ځانه سره وړلی شي.
    • Author, بیني لو
    • دنده, بي‌بي‌سي چینايي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د چین درېیمه الوتک لېږدوونکې بېړۍ چې په د ۲۰۲۵ نومبر کې سمندر ته کښته شوه د خپلو دوو نورو پرتله ډېر پرمختللی توان لري. کارپوهان وايي دا پرمختګ ېېجېنګ خپل هدف ته لا نژدې کوي چې غواړي د لوېدیځ ارام سمندر په سیمه کې د امریکا تسلط وننګوي.

دا ۸۰ زره ټنه بېړۍ چې نوم یې د ټایوان ترڅنګ د خاورې د فُوجیان Fujian له ولایته اخیستل شوی دی تر ۷۰ پورې الوتکې وړلی شي؛ د جګړه‌ییزو الوتکو، چورلکو او د مخکینۍ خبرتیا ځانګړو الوتکو ګډ ترکیب. دغه الوتکې لرې خطرونه تشخیصولی شي، د هوايي دفاع همغږي او دقت لرونکي بریدونه وکړي.

خو د چین سمندري ځواک ته د پراخوالي او انعطاف په ترڅ کې، دا بېړۍ یو ښکاره پیغام هم لري.

دا د چین لومړۍ الوتک‌ وړونکې بېړۍ ده چې بشپړ هوار الوت‌ډګر او برېښنايي مقناطیسي کټاپولټونه لري، چې د درنو الوتکو د پورته کېدو توان ورکوي - یعنې الوتکې کولای شي ډېر تېل او نورې وسلې له ځانه سره یوسي. په نړۍ کې یوازې امریکا بل هغه هېواد دی چې دا وړتیا لري.

د ټایوان د ملي دفاع او امنیت څېړنیز انسټیټیوټ ډاکټر وېلیم سي چونګ بي‌بي‌سي چینايي سروېس ته وویل:

"دا پرمختګ د چین د الوتک‌وړونکو بېړیو یرغلیز ځواک یو نوي پړاو ته رسوي، چې د لاینینګ او شاندونګ پرتله ډېر لوړ دي."

هغه زیاته کړه: "د بېړۍ د ډګر ډیزاین او برقي مقناطیسي کټاپولټونه د الوتکو د پورته کېدو او کیناستو وړتیا ډېره ښه کوي. د سکی‌جمپ لرونکې بېړۍ (هغه چې هوار ډګر نه لري) پیلوټان مجبوروي چې د وزن د کموالي لپاره له ځینو مهماتو تېر شي، چې دا یې د عملیاتو انعطاف محدودوي."

Fighter planes and helicopters are stationed at take-off points on the traditional “ski-jump” flight deck of China's second aircraft carrier, the Shandong, as it sails through the Hong Kong’s East Lamma Channel.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین دویمه الوتک‌ وړونکې بېړۍ، شاندونګ، د پورته کېدو او کیناستو لپاره د دودیز "سکي جمپ" الوت‌ډګر کاروي.

د دولتي رسنیو په وینا فوجیان د چین د سمندري ځواکونو په پرمختګ کې "یو لوی پړاو" بلل شوی دی. ډاکټر چونګ بي‌بي‌سي چینايي سروېس ته وویل، چین اوس د امریکا په شان "ګنبوت ډیپلماسي" ترسره کولی شي. د نیویارک ټایمز په وینا دا بدلون له "دفاعي عصري کولو" د "یَرغلګر ځواک ښودلو" پر لوري د تګ معنا لري. د چین د ولسمشر شي جینپینګ هغه خبره هم چې وايي "ارام سمندر دومره لوی دی چې هم امریکا او هم چین پکې ځایېږي" د دې هڅو د برابرۍ نیت ښه څرګندونه کوي.

چین د شي په مشرۍ کې د بېړیو جوړولو چارې په بې‌سابقه چټکتیا مخته وړي او اوس د نړۍ له هر بل هېواد زیاتې جګړه‌ییزې بېړۍ لري، چې دا کار د امریکا او د هغې پر متحدینو فشار زیاتوي.

د دولتي رسنیو په وینا شي "پخپله پرېکړه کړې وه" چې فوجیان دې برقي مقناطیسي کټاپولټونه ولري. نوموړي دهینان په جنوبي ټاپو ولایت کې د دې لویې بېړۍ د رسمي ګمارنې په مراسمو کې ګډون وکړ، الوتکې یې وکتلې او د هغوی پیلوټان یې اتلان وبلل.

شي په پوځي شین لباس کې د بېړۍ له الوت‌ډګره وینا وکړه، په داسې حال کې چې د بېړۍ سمندري سرتېري کتار کې ولاړ وو، سلامي یې ورته وکړه او په لوړ غږ یې ویل: "د ګوند امر ومنه، د بریا لپاره وجنګېږه او غوره چلند وساته!"

US Navy aircraft carrier USS Abraham Lincoln and guided-missile destroyer USS Farragut and Royal Navy air-defence destroyer HMS Defender sail the Strait of Hormuz, in November.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لکه د امریکا د سمندري ځواک نور ۱۰ لویې ۱۰۰ زره ټنه الوتک‌ وړونکې بېړۍ، USS Abraham Lincoln (چپ اړخ) په اتومي ځواک چلېږي.

د اسټرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ فُوجیان یوه "چټکه وېروونکې وسله" بللې ده، چې د یرغلونو لپاره د جګړه‌ییزو الوتکو او امفیبیس (سمندري ـ ځمکني) وسایلو د لېږد توان لري.

ډاکټر چونګ بي‌بي‌سي چینايي برخې ته وویل: "په سوله‌ییز وخت کې فُوجیان د امریکا د الوتک‌وړونکو بېړیو د پرځای کولو په څېر د وېرې فضا رامنځته کوي. په اوږدمهال کې دا بېړۍ چین ته نړیوال لاسرسی ورکوي چې ښايي منځني ختیځ، افریقا یا اروپا ته یې هم واستوي."

بیجنګ له ډېر پخوا ځانواکی ڼایوان د خپلې خاورې برخه ګڼلې او ژمنه یې کړې چې یو وخت به ورسره "بیا یو ځای" شي او د زور کارول یې هېڅکله نه دي رد کړي.

د امریکا په واشنګټن کې د هډسن انسټیټیوټ څېړونکی ډاکټر ساتورو ناګاو هم وايي چې فوجیان د ټایوان له ختیځه د دې ټاپو د دفاعي کرښو د ګواښلو توان لري. هغه بي‌بي‌سي ته وویل: "فوجیان که هلته ځای پر ځای شي نو کولای شي د دې دفاعي سیمو پر ضد امفیبیس بریدونو ته زمینه برابره کړي."

خو په اړتیا سره امریکایي ځواکونه چې په اوکیناوا- جاپان، سوېلي کوریا، ګوام او ان فلیپین کې سمندري اډې لري، کولای شي ژر غبرګون وښيي. سربېره پر دې د امریکا ۱۱ لویې الوتک‌وړونکې بېړۍ هره یوه ۱۰۰ زره ټنه وزن لري او ټولې په اټومي ځواک چلېږي.

.
China's second aircraft carrier, the Shandong, and escort ship destroyer Yanan are anchored after arriving in Hong Kong, along with a small tug-boat.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، لکه د چین د نورو دوو الوتک‌وړونکو بېړیو په څېر، شاندونګ د ډیزلي ځواک پر بنسټ کار کوي او د پرله‌پسې عملیاتو لپاره یې د ملاتړ بېړیو له خوا ډکولو ته اړتیا لري.

برعکس، ډاکټر چونګ وايي د فوجیان ډیزلي ماشینونه او دا حقیقت چې چین د لویو بهرنیو بندرونو کمښت لري، معنا دا چې دغه بېړۍ به د ملاتړو بېړیو له لارې د دوامدار رسد ته اړتیا ولري، چې دا کار یې د جګړې وړتیا ډېره محدودوي.

د ۲۰۲۵ اکتوبر کې د فوجیان په اړه په یوه ارزونه کې، د جاپان د ملي دفاعي څېړنو انسټیټیوت څېړونکي ایتا موریکي لیکلي وو: "لا هم ډېرې تخنیکي او د بشري ځواک ستونزې موجودې دي."

ډاکټر چونګ بي‌بي‌سي چینايي ته وویل: "په بله وینا، دا چې د فوجیان او د چین د نورو الوتک‌وړونکو بېړیو ټولیزه جګړه‌ییزه وړتیا او تجربه د امریکا له پوځ سره چې په عملي جګړو کې ښکېل پاتې شوی، لا ډېر توپیر لري."

د امریکا شاتړ امیرال بریټ میتوس واشنګټن پوسټ ته د ۲۰۲۵ سپتمبر کې ویلي وو: "هغوی درې الوتک‌وړونکې بېړۍ لري، موږ ۱۱ لرو- او موږ دا کار له لسیزو راهیسې کوو."

Fighter planes pack the flat flight deck of the US Navy's largest aircraft carrier, USS Gerald R Ford, alongside two tug-boats.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د سمندري ځواک تر ټولو لویه الوتک‌وړونکې بېړۍ، USS Gerald R. Ford، لا هم د نړۍ تر ټولو پرمختللې بېړۍ ده.
.

خو د لوړې کچې توغندیو پرمختګ ښايي د الوتک‌وړونکو بېړیو عمومي پوځي اهمیت کم کړی وي او که څه هم برقي مقناطیسي کټاپولټونه شته، پیلوټان بیا هم اړ دي چې د سمندر په څپو کې د خوځېدونکي ډګر پر سر خطرناکې پورته‌کېدنې او کیناستنې و کړي. ډاکټر ناګاو بي‌بي‌سي چینايي ته وویل: "که د ډرونونو د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژي بشپړه وده وکړي، د ډرونونو الوتک‌وړونکي به ډېر ارزانه تمام شي او اصلي ځواک به شي."

په هر حال، د سپوږمکیو انځورونه ښيي چې چین لا دمخه پر څلورمې الوتک‌وړونکې بېړۍ کار پیل کړی. پلانونه روان دي چې د بېړیو شمېر نور هم زیات شي او کارپوهان وايي چین به بالاخره اټومي ځواک لرونکې الوتک‌وړونکې بېړۍ هم جوړې کړي. کارپوهان د امریکا او چین ترمنځ د سمندري وسلو د سیالۍ وړاندوېینه هم کوي.

جینګ هسین‌بیاو، چې د ټایوان د ملي دفاع او امنیت څېړنیز انسټیټیوټ غړی دی او د ټایوان د دفاع وزارت یې ملاتړ کوي، نیویارک ټایمز ته وویل: "حتی امریکا هم نوې الوتک‌وړونکې جوړوي، چې دا د هغوی د دوامداره ارزښت څرګندونه کوي."

هغه زیاته کړه: "ګواښونه متقابل دي او دواړو لورو ته وجود لري، که چین وي یا امریکا."