له ټرمپ د ترکي الفیصل غوښتنه: د ایران په څېر د اسرائیل اټومي بټۍ هم ویجاړې کړه

د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل په دې باور دی چې که انصاف وشي د اسرائیلو د اټومي بټیو ویجاړول هم اړین دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل په دې باور دی چې که انصاف وشي د اسرائیلو د اټومي بټیو ویجاړول هم اړین دي.

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفيصل هغو څرګندونو د ټولنیزو شبکو د کارنو غبرګون راپارولی، چې یې په یوه مقاله کې د لوېدیځو هېوادونو مشران تورن کړل دوی له "دوه‌ګوني معیاره" کار اخلي، په ځانګړې توګه په خپلو دریځونو کې د ایران، اسرائیل او د اټومي وسلو د خطر په اړه.

فیصل په خپله مقاله کې، چې د "ده نېشنل" په خبري وېبپاڼه کې خپره شوې، لیکي:

"که موږ په یوه عادلانه نړۍ کې ژوند کولی، نو به مو لیدلي وای چې د امریکا B-2 الوتکې د خپلو بمونو باران د دیمونا پر اټومي مرکز او نورو اسرائیلي اټومي تاسیساتو اوروي."

هغه زیاتوي: "اسرائیل اټومي بمونه لري او دا د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو له تړونه سرغړونه ده. دوی له سره دغه تړون نه دی لاسلیک کړی، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له څارنې خلاص وي او هېڅوک یې تاسیسات نه ګوري."

فیصل دا هم ویلي هغه کسان چې د ایران پر ضد د اسرائیل "یواړخیز برید" توجیه کوي، د دې له امله چې ځینې ایراني مشران د اسرائیل د له منځه وړلو غږ پورته کوي، له یاده باسي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، لا له ۱۹۹۶ کال راهیسې، چې لومړی ځل واک ته ورسېد، پرله‌پسې "د ایران د حکومت د له منځه وړلو" نارې وهي.

فیصل وايي: "د لوېدیځو هېوادونو منافقت او د اسرائیل ملاتړ یې په برید کې پر ایران له تمې سره سم کار دی. دا هغه هېوادونه دي چې اسرائیل د فلسطین پر ضد په دوامداره بریدونو کې هم دفاع کوي، که څه هم ځینو ترې اوس لږ شاتګ کړی دی."

د اسرائیل دیمونا اټومي بټۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیل دیمونا اټومي بټۍ

د سعودي عربستان د استخباراتو دغه پخواني مشر په خپله مقاله کې غوښتنه کړې چې باید د لوېدیځو هېوادونو له لوري پر روسیې د وضع شویو بندیزونو، چې د اوکرایین پر خاوره د یرغل له امله لګول شوي، له هغه چلن سره پرتله شي چې دا هېوادونه یې د اسرائیل د کړنو پر وړاندې کوي.

هغه دا له هغو اصولو او قوانینو سره یو "ښکاره تضاد" بولي چې لوېدیځ پرې تبلیغات کوي.

فیصل د امریکا له خوا پر درېیو ایراني اټومي اهدافو پر هوایي بریدونو نیوکه کړې ده. هغه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تورن کړی چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لوري د "غیرقانوني بریدونو ښودلو" ته غره شوی او ځان یې د هغو بریدونو تر شا درولی دی چې پر تهران شوي دي.

هغه یادونه کوي چې ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ځان د "نړۍ د سولې راوستونکی" معرفي کړ. او ګڼ شمېر امریکایانو، چې د خپل هېواد له جګړو ستړي شوي وو، پر همدې بنسټ رایه ورکړه. ټرمپ د خپلې لوړې په وینا کې ژمنه وکړه چې "ټولې جګړې به ختموي او د ملتونو او خلکو تر منځ به د یووالي روح خپروي کوي."

خو هغه جګړه چې ټرمپ یې ژمنه کړې وه په ۲۴ ساعتونو کې به یې ختمه کړي، تر نن پورې لا پای ته نه ده رسېدلې. غزه کې لا هم جګړه روانه ده. بلکې امریکا خپل ځان یوې نوې مقابلې ته هم ورننباسی، چې د اسرائیل او ایران تر منځ پیل شوې ده. عجیبه دا ده چې دا ځل واشنګټن له ایران سره د اوربند منځګړیتوب هم کوي.

د افغانستان او عراق جګړو عواقب درلودل

US in Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي دغه پخواني څارګر مشر دا هم وویل چې ټرمپ "له زړورتیا سره" له دوو لسیزو وړاندې د عراق د یرغل پر مهال د خپل هېواد له مشرانو سره مخالفت کړی و. نو اوس باید پوه شي چې د عراق او افغانستان جګړو خپل عواقب درلودل او د ایران جګړه به هم پایلې ولري.

هغه (ترکي الفيصل) وویل چې د ټرمپ دا دوه‌مخیزه چلند نه شي درک کولی، چې څنګه یو وخت د منځني ختیځ د سولې ژمنه کوي، خو بیا پر ایران جګړه پیلوي او څنګه له یوې خوا تهران د اوربند منلو لپاره ستایي، خو له بلې خوا نتنیاهو ته درناوی کوي او ستاینه یې کوي.

د دې دریځ پر وړاندې، ترکي الفيصل اعلان وکړ تر هغې به امریکا ته سفر و نه کړي، چې ډونلډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ نه وي وتلی.

فیصل زیاته کړه دا پرېکړه یې د خپل پلار پاچا فیصل په پله کړې، هغه مهال چې پاچا فیصل له دې امله امریکا ته له سفر کولو ډډه وکړه چې ولسمشر هاري ترومان د خپل مخکیني ولسمشر فرانکلین روزفلت ژمنې ماتې کړې وې، کله چې امریکا د اسرائیل په رامنځته کولو کې مرسته وکړه.

د ولسمشر روزفلت ژمنه له پاچا عبدالعزیز بن سعود سره، د ۱۹۴۵ کال د فبرورۍ په ۱۴مه، د امریکایي جنګي بېړۍ کویینسي پر مېز، د یوه تفاهم لیک له لارې شوې وه.

په دې ناسته کې، پاچا عبدالعزیز د فلسطیني عربو قضیه او د دوی د خپلې خاورې پر مشروعو حقونو خبرې وکړې. هغه د امریکا ولسمشر ته وویل چې عربان له یو ستر ګواښ سره مخ دي او دا چې د یهودانو دوامداره مهاجرت او د ځمکو پېرلو یې یوه خطرناکه ستونزه رامنځته کړې ده.

پاچا په خپلو څرګندونو کې وویل: "د عربو هیله د متحدینو له هغه ژمنې سره تړلې ده چې له دوی یې کړې او له هغه عدالت سره چې د امریکا له خوا یې تمه کېږي. عربان له امریکا تمه لري چې د دوی ملاتړ به کوي."

کله چې هاري ترومان ولسمشر شو، د امریکا دریځ د فلسطین د کړکېچ په اړه بدل شو. پاچا عبدالعزیز بن سعود د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۶مه یوه لیک ترومان ته ولېږه او د واشنګټن له نوي دریځه یې د ریاض اندېښنه څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې هاري ترومان ولسمشر شو، د امریکا دریځ د فلسطین د کړکېچ په اړه بدل شو. پاچا عبدالعزیز بن سعود د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۶مه یوه لیک ترومان ته ولېږه او د واشنګټن له نوي دریځه یې د ریاض اندېښنه څرګنده کړه.

ولسمشر روزفلت ورته ځواب ورکړ چې غواړي دا ډاډ ورکړي: "هغه به هېڅ داسې کار و نه کړي چې د یهودو ملاتړ د عربو پر وړاندې ښکاره کړي او نه به د عربو ضد کوم اقدام وکړي."

خو کله چې هاري ترومان ولسمشر شو، د امریکا دریځ د فلسطین د کړکېچ په اړه بدل شو. پاچا عبدالعزیز بن سعود د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۶مه یوه لیک ترومان ته ولېږه او د واشنګټن له نوي دریځه یې د ریاض اندېښنه څرګنده کړه.

هغه لیکلي وو: "د امریکا د حکومت پرېکړه چې د صهیونیستانو د غوښتنو ملاتړ کوي، یو عرب ضد اقدام دی. دا پرېکړه نه یوازې دا چې د ولسمشر روزفلت له ژمنې سره مطابقت نه لري، بلکې د امریکا له ګټو سره هم په عرب هېوادونو کې نه ده برابره."

د ولسمشر ترومان په دوره کې د سعودي او امریکا اړیکې خړې پړې شوې او ویل کېږي پاچا فیصل- چې هغه مهال امیر و، له همدې امله پرېکړه وکړه چې تر هغه وخته به امریکا ته نه ځي چې ترومان له واکه نه وي وتلی.

ترکي الفيصل په خپله مقاله کې دا ټکي روښانه کړي او ویلي یې دي:

"زه به د خپل پلار پاچا فیصل پيروي وکړم، لکه څنګه چې هغه د ولسمشر ترومان له خوا د روزفلت د ژمنې د ماتېدو له امله امریکا ته له تللو ډډه وکړه."

د ترکي الفيصل دې مقالې پر ټولنیزو شبکو پراخ غبرګونونه راپارولي. د نظرونو ډولونه مختلف وو؛ ځینو دا دریځ "زړور او حکیمانه" وباله او ملاتړ یې وکړ، خو ځینو بیا د ستاینې په اړه احتیاط وکړ.

عماش الحربي په ایکس (پخوانی ټویټر) ولیکل:

"د شهزاده ترکي الفيصل هغه مقاله چې د صهیونیستي دیمونا د اټومي تاسیساتو په اړه ده، زما او د هر هغه ازاد انسان غږ دی چې عدالت، انصاف او د ازادۍ غږ کوي."