پر وېنزویلا د امریکا برید: ولسمشر ټرمپ له دې 'عملیاتو' خوښ برېښي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکایي ځواکونو پر وېنزویلا پراخ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د هغه هېواد " ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمنه" نیولي او له هېواده وېستلي دي.
نوموړي دا اعلان په خپلې ټولنیزې پاڼې (سوشیل ټروټ) خپور کړی دی.
ښاغلی ټرمپ وایي، دا عملیات د امریکايي ځواکونو لخوا په ډېرې ښې همغږۍ تر سره شوي او زیاته کړې یې ده چې په اړه به یې د امریکا پر وخت نن ۱۱ بجې خبري غونډه کې لا نور جزییات په ډاګه کړي.
د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې په وېنزویلا کې چارواکو سملاسي نه رد او نه هم تایید کړي دي.
له دې مخکې امریکايۍ رسنۍ سي بي اېس رپوټ ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وېنزویلا په ځینو سیمو له ډلې یې په نظامي بنسټونو د برید حکم صادر کړی دی.
پر ۲۰۱۳ کال د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز له مرګ وروسته نیکولاس مادورو د وېنزویلا ولسمشر شو او له هغه وخته راهیسې د دغه هېواد مشري پر غاړه لري که څه هم هر ځلې ټاکنه یې له لانجو، تاوتریخجنو لاریونونو او د پراخو درغلیو ادعاوو سره مله وه.
په وروستي ځل نیوکولاس مادورو په ۲۰۲۴م کال کې د ولسمشریزو ټاکنو ګټلو اعلان وکړ چې وېنزویلا کې د هغه جنجالي بریا پر وړاندې یې مخالفینو په ټول هېواد کې لاریونونه پیل کړل.
امریکا په ۱۹۸۹م کال کې پر پانامه له بریده وروسته چې د هغه هېواد نظامي رهبري یې ړنګه کړله، د لاتینې امریکا په کوم هېواد کې نېغ په نېغه داسې نه ده ښکیله شوې چې د کوم هېواد مشري دې په دې اندازه وننګوي.
هسې چې ډونلډ ټرمپ وايي که نیکولاس مادورو له واکه لېرې او نیول شوی وي دا به په امریکا کې هم د وېنزویلا ضد څېرو او جګړه غوښتونکو لپاره لوی زیری او بریا وي. د دوی له ډلې ځینو یې له اوږدې مودې راهیسې په وېنزویلا کې د رژیم د بدلون غوښتنه کوله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
پر خواله رسنۍ د ټرمپ له دې اعلانه مخکې د وېنزویلا په پلازمینه کاراکاس کې د څو چاودونو رپوټونه ورکړل شول.
د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ له پرله پسې چاودنو سره هم مهاله په پلازمینه کې د ګڼو الوتکو غږونه هم اوریدل شوي دي.
د کاراکاس په ځینو سیمو کې برېښنا هم پرې شوې او وضعیت غیرعادي ښکاري.
د وېنزویلا حکومت په یوه بیانیه کې د امریکا نظامي بریدونه غندلي دي.
په دغې اعلامیه کې راغلي، دا بریدونه د " وېنزویلا د ستراتیژیکو سرچینو په ځانګړي ډول د نفتو او کاني زېرمو نېولو په موخه" تر سره کېږي.
د امریکا له بریدونو وروسته د وېنزویلا ولسمشر سملاسي په دغه هېواد کې بیړنی وضعیت اعلان کړ.
د سړې جګړې راهیسې دا د امریکا په لویه وچه کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو ستر نظامي اقدام دی چې د ېوه هېواد پر وړاندې یې کوي.
د وېنزویلا د دفاع وزیر ولادمیر پدرینو ویلي چې حکومت یې د امریکايي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمېرې نه لري او په ټکو یې په دې اړه له زیانمنو سیمو معلومات راټولوي.
هغه همدا راز ادعا کړي چې امریکا ځينې ولسي سیمې په نښه کړي دي.
ښاغلي پدرینو همداراز ټينګار کړی چې وېنزویلا به د بهرنیو ځواکونو د حضور پر وړاندې "مقاومت" ته دوام ورکړي.











