د روغتیا نړیوال سازمان: څه باندې سل میلیون کسان برېښنایي سیګرټ کاروي

تصویر کې مېرمن ده چې برښنايي سګرېت ورسره دی او کش یې ترې کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ اوو) وایي، له ۱۰۰ میلیونه ډېر کسان چې لږ تر لږه ۱۵میلیونه یې ماشومان دي، برېښنايي سیګرټ (E-cigarettes) کاروي چې دا کار د نیکوتین د اعتیاد نوې څپه غوړولې ده.

د دغه سازمان په خبره، د لویانو په پرتله ماشومان، په منځني ډول، نهه برابره ډېر د برېښنايي سیګرټو کارولو ته مخه کوي چې دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

د روغتیا نړیوال سازمان یو مشر ډاکټر ایتین کروګ ویلي، برېښنايي سیګرټو د نیکوتین د اعتیاد نوی کړکیچ رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه: "دوی د زیان د کمولو په نوم بازار ته وړاندې کېږي خو په حقیقت کې ماشومان په ډېر کم عمر کې پر نیکوتین روږدي کوي او د اعتیاد د کمولو په برخه کې د کلونو پرمختګ له منځه ځي."

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ډاکټر تیدروس وایي، د تنباکو صنعت په قصدي توګه ځوانان په نښه کوي.

'ځوانان هدف ګرځول شوي'

د ډاکټر تیدروس په خبره: "میلیونونه کسان د بېلابېلو هېوادونو د هڅو او کنټرول له امله د تنباکو کارول پرېږدي، یا یې له پیلولو ډډه کوي. خو د دې پرمختګ په ځواب کې، د تنباکو صنعت د نیکوتین د نویو محصولاتو په وسیله جګړه پیل کړې او په چټکۍ ځوانان په نښه کوي. حکومتونه باید د ثابتو او ګټورو پالیسیو په عملي کولو کې چټک عمل وکړي."

راپور وایي، د برېښنايي سیګرټو د کاروونکو شمېر د یوه اټکل له مخې شوی، ځکه چې د افریقا او اسیا په ګډون په ځینو هېوادونو کې چې دا ډول سیګرټ کارول کېږي، د شمېر په اړه د معلوماتو د راټولو امکانات نشته.

د ۲۰۲۵ د فبرورۍ تر میاشتې پورې، لږ تر لږه ۸۶ میلیونه لویان (ډېر یې په شتمنو هېوادونو کې) برېښنايي سیګرټو کاروي. په ۱۲۳ هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه ځوانان چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۵ کالو ترمنځ دي، د سروې پر بنسټ په دې روږدي دي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې ګڼو هېوادونو هڅه کړې چې د ماشومانو د برېښنايي سیګرټو د کارونې د مخنیوي لپاره قوانین جوړ کړي، خو د ۲۰۲۴ تر پایه ۶۲ هېوادونو هېڅ ډول تګلاره نه لرله خو په ۷۴ هېوادونو کې یې د اخېستلو لپاره لږ تر لږه د عمر شرطونه وټاکل شول.

خو ورته مهال د تنباکو کارونه هم کمه شوې:

• په ۲۰۰۰ کال کې ۱.۳۸ میلیارده کاروونکي وو چې همدا شمېر په ۲۰۲۴ کې ۱.۲ میلیاردو ته را ټېټ شوی.

• خو په مېرمنو کې یې کارونه ډېره کمه شوې ده، په ۲۰۱۰ کې ۱۱سلنه وه او په ۲۰۲۴ کې ۶.۶ سلنه شوه.

• د نارینه‌ وو په منځ کې فیصدي له ۴۱.۴سلنې تر ۳۲.۵ ته ټېټه شوې.

خو لا هم په نړۍ کې له هرو پنځو کسانو یو یې تنباکو کاروي.

سیګرټو څکول د ډېرو ناروغیو، په ځانګړي ډول د بېلابېلو سرطانونو لامل ګرځي.

کارپوهان وایي برېښنايي سیګرټو د نورو سګرېټو پرتله لږ زیان لري او ښايي د اعتیاد د پرېښودو لپاره مرسته وکړي. خو د هغو کسانو لپاره چې مخکې روږدي نه وو، د دې کار سپارښتنه نه کېږي.

په برېښنايي سیګرټو کې تنباکو نه سوځوي او نه هم د ''کاربن مونو اکسایډ" په څېر ډېر زیانمن مواد تولیدوي. خو نیکوتین په کې وي چې روږدي‌ کوونکی دي.