ځوانانو ته د روغتیايي ماهرینو مشوره؛ د الیکترونیکي سګرېټو له څکولو ډډه وکړئ

د عکس سرچینه، Chloe Harvatt
روغتیايي ماهرینو هغو ځوانانو ته چې په سګرېټو روږدي نه دي، له الیکترونیکي سګرېټو/ چلمونو د ډډې کولو مشوره ورکړې.
کارپوهان وايي، له څېړنو معلومه شوې چې الیکترونیکي سګرټ او چلمونه د عادي سګرېټو پرتله کم زیان رسوي، خو تر اوسه یې د اوږدمهاله اغېز په هکله معلومات نه شته.
تازه څېړنې ښيي چې په دا وروستیو کلونو کې د الیکترونیکي چلمونو څکولو دود په ځانګړې توګه په ځوان کول کې زیات شوی دی.
پر روغتیا د سګرېټو څکولو اغېز په تړاو د 'اې اېس ایچ ' په نامه ادارې وروستۍ څېړنه ښيي چې له ۱۱ تر ۱۸ کلونو پورې ځوانانو کې د الیکترونیکي سګرېټو او چلمونو څکولو شمېر د ۲۰۲۰ کال څلور سلنې پرتله سږکال اته اعشاریه شپږ سلنه زیات شوی دی.
خو په همدې موده کې د همدې عمر کټګورۍ په ځوانانو کې پر عادي سګرېټو د روږدیتوب کچه په ۲۰۲۰ کال له شپږ اعشاریه اووه سلنې سږ کال شپږ سلنې ته ټیټه شوې ده.
پروفیسره ان مکنیل چې د تمباکو روږدیتوب اغېزو په هکله څېړنې کوي په دې هکله وايي: ''موږ په ټینګار سره هغو کسانو ته چې تر اوسه د تمباکو پر کارولو روږدي نه دي وایو چې له الیکترونیکي او عادي سګرېټو څکولو ډډه وکړي. ''
د تازه څېړنې سپارښتنه د رواني روغتیا او نیورو ساینس یا عصبي ماهرینو ته د بریتانیا حکومت روغتیا او ټولنیزې پاملرنې ادارې له لوري شوې وه، چې په انګلستان کې د الیکترونیکي سګرېټو/ چلمونو وضعیت معلوم کړي.
ماهرین وايي، په انګلستان کې ټولټال نژدې شپږ میلیونه کسان عادي سګرېټ څکوي او شاوخوا څلور میلیونه کسان الیکترونیکي سګرېټ/ چلمونه څکوي.
ماهرینو موندلې چې عادي سګرېټ چې تمباکو پکې کارول کېږي، ځینې داسې زهرجن مواد لري، چې د سرطان، سږو ناروغیو او زړه د ناروغیو لامل کېږي.
دوی وايي، الیکترونیکي سګرېټ/ چلمونه هم نیکوټین لري چې پر ډبیو یا قوطیو یې د روږديتوب عنصر لرلو له کبله اعلان هم لیکل کېږي.
ماهرین وايي، داسې کوم ثبوت یې نه دی موندلی چې په لنډ یا متوسط مهال کې دې دا ډول دخانیات مضر اثرات ولري، خو اوږدمهاله اغیز یې نامعلوم دی.









