کابل کې د قیلون کارونې د ټغر ټولولو هڅې

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل پولیسو په یو شمیر هوټلو چاپې غورځولې چې د قیلون کارونې ټغر ورټول کړي، قیلون څښل نن سبا په کابل کې د نجونو او هلکانو یوه توده بوختیا ده. پولیسو ویلي چې په سرپټو ځایونو کې قیلون کارول ناقانونه چاره ده.
په کابل کې زموږ همکار اسماعیل شهامت پر دې اړه یو ریپوټ جوړ کړی، چې زموږ بل همکار مصطفی سالک پښتو کړی دی.
کوم شمېر ځوانانو چې د طالب واکمنۍ تر نسکورېدا وروسته سرونه پورته کړي، دا ورته ګرانه ده چې د پولیسو بندیزونه په اسانه ومني، شېبه مخکې دلته پولیس ولاړ وو، هغوی قیلونونه ټولول چې دا کار یې وکړ، خو دلته ټول شوي ځوانان له داسې پرانیستې فضا خوند اخلي چې نوې ټوکېدلې ولسواکۍ ور په برخه کړې ده.
دوی د نوښتونو او زړو دودونو په ټکر کې ګیر دي، سیمین چې د اقتصاد پوهنځي محصله ده، پرانیستې فضا او قیلون کارول خپل مدني حق بولي:
''کابل هم داسې پرانیستې فضا نه لري چې دوه ځوانان یا دوه نجونې، یا دوه هلکان، یا نجلۍ او هلک هېڅ ستونزه نه شته، پرانیستې فضا ته ووځي.هلته له یوه بله سل خبرې اوري ان دا چې وهل کېږي. اوس یې دا خبره پیل کړې چې قیلونونه ټول کړي، ښه چې په پرانیستې فضا کې هم ونه ګرځي، نو څه وکړه حل لاره یې په ذهن کې نه ورځي، څوک نه شي کولی چې زموږ حق وتروړي.''

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
خو پولیس دا حق زیان اړوونکی بولي؛ ځکه خو نن سبا د ځوانانو پر څښاکځیونو او د بنډار پر هوټلو چاپې غورځوي، هوټل لرونکي هڅه کوي که شوني وي چې دا راز توکي پټ کړي، خو پولیس هم د خپلو تجربو او معلوماتو پربنسټ داسې لټون کوي چې تش لاسونه نه ستنیږي، په دې وروستیو کې ولسي جرګې د دخانیاتو د مخنیوی قانون هم تصویب کړی.
سید اقا خاکسار د کابل ښار ددریمې پولیسي حوضې مشر دی چې وايي:
''یو، یو نیم کال مخکې پرې بندیز لګول شوی و، چې په سر پټو ځایونو کې قیلون څکول بند دي ځکه چې د نوي نسل د ځورولو لامل ګرځي او نوی نسل له منځه وړي، خو له بده مرغه دوستانو د قانون خلاف چلند وکړ.''
عبدالرحمن حمیدي د کافي د یوه څښاک ځای څښتن دی، نوی پرې د پولیسو څپه تیره شوې او هر څه یې ګډوډ دي، دی وايي ډیر خلک خوراک او څښاک ته نه بلکې دې ته ورځي چې وخت یې ښه تېر شي، ښاغلی حمیدي وايي چې پولیس تر قیلون ټولولو نورې اړینې دندې هم لري، هغه دې تر سره کړي کنه، نوموړي د قیلون ټولولو د بهیر پر اړه وویل:
''دغسې یو ځل نور هم راغلي وو، موږ قیلونونه پورته کړل، خو لږ وخت وروسته ټولو هوټلونو دا چاره بیا پیل کړه، بیا موږ هم قیلونونه راوایستل، بیا چې کوم مشتري راغلی، بېرته وتلی او ویلي یې دي چې په هغه هوټل کې موږ ته قیلون راکوي تاسو یې یې ولې نه راکوئ، موږ به ورته ویل پرې بندیز لګول شوی، خو هغوی به وویل لاړ شه په هغه هوټل کې شته، ګټه د هر چا خوښه ده، موږ ولیدل چې څوک ورپسې نه ګرځي نو بېرته مو قیلون کارول پیل کړل.''

د عکس سرچینه، Getty Images
نه ده جوته چې قیلون کارونه به ژر ودرول شي، د پولیسو له چاپې به ګړۍ تېره وه چې بیا قیلونونه ولګول شول او لوګي یې له شونډو فضا ته پورته شول.
د قیلون روغتیايي ستونزې پر خپل ځای خو کلونه کېږي چې د افغان ځوانانونو نفسونه تودوي، د هغو ځوانانو چې پر ذهنونونو یې بې کارۍ، نا امنۍ او نورو ناخوالو وېروونکی سیوری کړی، ځکه خو په زیړي مازیګر د هوساینې په نیت قیلون ځایونو ته پېښه کوي.








