تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زکیم خان وزیر: د پښتنو قامي جرګه د چمتووالي او انتظامي چارو له کبله وځنډېده
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې او د اطلاعاتو څانګې غړی زکیم خان وزیر وايي، خیبر کې د پښتنو قامي جرګه د انتظامي چارو او همدا راز د لارو تړل کېدو له کبله پر وخت د بېلابېلو سیمو د ولسونو نه ورسېدو له کبله یو څو ساعته وځنډیده. نوموړی وايي، مخکې حکومت هلته د دوی وسایل سیځلي وو او نور یې نه وپرېښودل. زکیم خان وايي، اوس لارې پرانیستل شوې، ولسونه ور رسېدلي او وسایل هم ورلېږدول شوي چې دوی ېې پر لګولو بوخت دي.
دی زیاتوي، چې په تېرو ورځو کې د پيټيایم تر ۱۰۰۰ ډېر غړي او هغه عام خلک نیول شوي چې دې جرګې ته ورتلل.