کابل کې د اوبو کمښت کړکېچ: 'کاشکې غوړ نه وای، خو اوبه وای'

- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بي بي سي
د ۱۴۰۴ لمریز کال، د دوبي پر یوه خورا ګرمه ورځ مې ۱۴ کلن مهدي د کابل په یوه خاورین واټ کې، بوشکه په لاس اوبو لپاره په لیکه کې ولاړ ولید.
دغه ډنګر او غلي هلک ته اوس د خپلې کورنۍ مشري ور ترغاړې ده. پلار یې څو میاشتې وړاندې د کار په لټه ایران ته تللی، او دوی یې په تړاو نور هېڅ مالومات نه لري.
مهدي هر ورځ څو ساعته د وګړو په لیکه کې ولاړ وي چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته څو بوشکې اوبه ترلاسه کړي. دا چاره لامل شوې چې بې خوبي وګالي او ښوونځي تګ یې له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
مهدي په اوښلنو سترګو راته وویل، "کوڅه کې مې ماشومان د فقیر (بې وزلي) زوی بولي. کله چې له ګاونډیانو اوبه غواړم، نو راته وايي موږ خپله په پیسو اوبه پېرو، نه یې لرو."
هغه وايي، ټول د خپلو څاګانو د وچېدو اندېښنې وړي. مهدی د ۲ خټینو خونو په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. تشناب یې تېر ژمی د واورو او اورښتونو له امله ونړېد او څاه یې هم وچه شوې ده.

د دغې کورنۍ مور فرزانه کریمي د خلکو په کورونو کې کار کوي او میاشتنی عاید یې ۳۰۰۰ افغانۍ (شاو خوا ۴۳ ډالر) دي. په همدې پیسو د خپلو ماشومانو نفقه برابروي. دوی ځینې مهال ان د سهار چایو لپاره اوبه نه لري.
هغې وویل، "خدای شاهد دی چې ځینې مهال مجبوره شوې یم چې د دیواله پر خاورو تیمم او لمونځ وکړم."
فرزانه د صفا کارۍ ترڅنګ ګلدوزي کوي او پر جامو مرۍ ګڼدي، چې وتوانېږی اوبه وپېري. د نړیوالو مرستندویو ادارو په وینا، د کابل ځینې کورنۍ ان د خپل عاید دېرش سلنه د اوبو پر پېرلو لګوي. د دغو کورنیو څه د پاسه دوه دریمه برخه د اوبو د پېرلو له امله پوروړي شوي.
سختېدونکې وچکالي

د کابل په دیارلسمه حوزه کې، د اوبو څاه ګانې یو په بل پسې وچېږي. ان هغه څاه ګانې چې ۲۵۰ متره ژورې دي. د اوبو ټانکرونه په لارو او کوڅو کې ګرځي خو ټول ورته لاسرسی نه لري،. دا یوازې هغو کسانو لپاره دي چې د اوبو پېرودنې وس لري.
د همدې سیمې په یوه کوڅه کې مې د یوې لس کسیزې کورنۍ له انا صدیقه سادات موسوي سره د اوبو د یوې تشې ذخیرې (زیرمې) ترڅنګ وکتل.
هغې ویل، "کله چې مو اوبه لرلې نو بڼونه مو شنه وو. ونو میوه لرله. موږ ټول به د ونو تر سیوري لاندې کېناستلو. اوس وایو کاشکې غوړ نه وی خو اوبه وای. له سپورې ډوډۍ پرته ژوند کېږي، خو بې اوبو نه."
صدیقه وايي اوبه د دې د ټولې کورنۍ په اصلي اندېښنه بدله شوې. یوې لس کسیزې کورنۍ لپاره د اوبو پېرودنه اسانه چاره نه ده. روان حالت د ټولو وضعیت خراب کړی.
د هغې په وینا، وړاندې به یې لمسیان د ګرمۍ او د اوبو د ککړتیا له امله ډېر کم ناروغه کېدل، خو اوس بیا بیا ناروغان کېږي.

د مرسي کور نړیوالې ادارې د رپوټ پر بنسټ، د کابل څه د پاسه ۸۰ سلنه اوبیزې سرچینې ککړې دي او د خلکو روغتیا له خطر سره مخامخ ده، په ځانګړې توګه د ماشومانو، عمر خوړلو او ميندوارو مېرمنو.
افغانستان کې د مرسي کور د دفتر مشره سانا جانسن بي بي سي ته وویل، "موږ پوهېږو چې د کابل څه د پاسه ۸۰ سلنه اوبه ککړې دي او د خلکو د ناروغۍ لامل کېږي. ډېری هغه کسان چې غواړي پاکې اوبه ولري نو باید ویې پېري. ډېری افغانان یې مالي وس نه لري."

د کابل په کمپني سیمه کې، د سیمې وکیل احمد الله احمدي یوې څاه ته بوتلم چې ۲۰۰ متره ژوره وه. یونیسف څو میاشتې وړاندې کیندلې خو اوس وچه شوې. هغه وویل د کابل اوبیزې سرچینې تر سخت فشار لاندې دي. د وګړو له زیاتېدونکی شمېر نیولې د اورښتونو تر کمښت او د اقلیم تر بدلانه پورې یې ټول لاملونه دي.
نړیوالې ادارې وايي د کابل د وګړو شمېر په ۲۰۰۱ م کال کې یو میلیون کسانو ته رسېده چې سږ یانې ۲۰۲۵ م کال اووه میلیونو ته لوړ شوی.
ښاغلی احمدی وايي: "خلک بې دریغه اوبه کاروي. د واورې او بارانونو اورېدل هم اوس کم شوي. او دا ډول څاه ګانې یو په بل پسې وچېږي.
د اوبو کمښت او ډلییزه کوچېدنه

د کابل په دیوان بیګي سیمه کې، اوبو لپاره د خلکو لیکې یوه ورځنۍ چاره ګرځېدلې. د سیمې د ګذر وکیل عمرخان وویل د اوبو د نه شتون له امله یوازې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه کورنۍ له دې سیمې وتلي دي.
"وضعه ورځ تر بلې خرابېږي. کله چې اوبه نه وي نو ژوند نه شته. که حالت همداسې روان وي نو ټول خلک به کوچېدو ته اړ شي."
د سیمې د جومات په انګړه کې د اوبو د بمبې ترڅنګ، ښځو او نارینه و اوږده لیکه جوړه کړې. یو ماشوم چې باید اوس د خپل ښوونځي په ټولګې کې وای وویل، د سهار په پنځو بجو دلته راغلی. هغه تر غرمه مهاله منتظر پاتې شو چې دوه بوشکې اوبه ترلاسه کړي. لمر یې مخ سوځولی و او سترګې هم د ستومانې له امله سرې شوې وې.
د اوبو کمښت خبرداری تر پخوا هر کله جدي دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږ ۍ ادارې (اوچا) د رپوټ پر بنسټ، کابل کې د ځمکلاندې اوبو کچه له ۲۵ تر ۳۰ مترو ټیټه شوې او څه د پاسه نیمايي ژورې څاه ګانې وچې شوې. یوازې تېر کال د اوبیزو سرچینو د نوې کيدنې وړتیا پرتله ۴۴ میلیون مترمکعب ډېر اوبه کارول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ یونیسف هم خبرداری ورکړی که دا بهیر همداسې روان وي نو د کابل ټولې اوبیزې زېرمې ښايي تر ۲۰۳۰ م کال پورې وچې شي.
سږکال د افغانستان د اوبو او دغه هېواد کې د روغتیا ساتنې لپاره د ۲۶۴ میلیون ډالرو بودیجې ته اړتیا ده خو یوازې ۸/۴ میلیون ډالر یې ترلاسه شوي.
د مرسي کور د دفتر مشره سانا جانسن وايي "که جدي اقدام ونشي، د کابل د اوبو رسونې سیستم پرځېدنه به په یوه هر اړخیز انساني ناورین واوړي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې له خصوصي سکتوره او ملګرو ملتونو نیولې تر نړیوالې ټولنې او نادولتي ادارو پورې ټول د سیمې له خلکو سره لاس ورکړي او د داسې حل لارو په لټه شي چې د ټولنې له زړه را وټوکېږي.

پر نړیوالو مرستو تړلې هیلې
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي په کابل کې د اوبو د کړکېچ یوازینۍ حل لاره دغه ولایت ته د پنجشیر سیند د اوبو لېږدول دي.
د کابل د اوبیزې حوزې عمومي مشر محمد عارف مومند بي بي سي ته وویل، د دغه پروژي په پلي کېدا سره به څه د پاسه ۳میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرې او د کابل پر ځمکلاندې اوبو تکیه کمه شي.
د هغه په وینا، د دغه پلان د شونتیا ارزونه د ۲۰۲۴ م کال په وروستیو کې بشپړه شوه او لګښت یې شا و خوا ۱۷۰ میلیون ډالر اټکل شو. د دغه پلان پر بنسټ، ټاکل شوې د ۱۲۳ کیلومترو د یوې نل لیکې په ایستلو د پنجشیر سیند اوبه کابل ته ولېږدول شي.
خو د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغې پروژې بودیجه لا رسما نه ده تصویب شوې او د بهرنیو پانګوالو راماتولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د دغې پروژې ترڅنګ، د شاتوت اوبو بند جوړونې پروژه هم د لاس پر سر ده چې ورباندې نژدې ۲۸۶ میلیون ډالر لګښت راځي. د اوبو دا بند کولای شي د کابل د اړتیا وړ اوبو یوه برخه برابره کړي.

خو د نړیوالو مرستو بندېدا (چې شاوخوا ۳ میلیارډ ډالر کېږي) او د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۸/۴ میلیون ترلاسه کېدو سره د طالبانو لپاره لویه ننګونه رامنځته شوې.
د هغه مالوماتو بر بنسټ چې د مرسي کور په ګډون نړیوالو ادارو خپاره کړي، دا پلان په دریو پړاونو کې پلي کېږي او موخه دا ده چې لږ تر لږه د کابل ۲میلیون اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي، په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې اوسمهال په بشپړه توګه پر ژورو څاه ګانو او وچېدونکو اوبیزو سرچینو تکیه دي.

د نن ورځې ناورین
افغانستان کې د مرسي کور د دفتر مشره سانا جانسن بي بي سي سره خبرو کې وویل، هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو، د خطرناکو کړکېچونو یوه ګډوله ده. په کور دننه د حکومتوالۍ د نظام پرځېدنه، د اوبیزو پروژو په مدیریت کې د سیمه ییزې همغږۍ نشتون او د افغانستان پرمختیا لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د پاموړ کمښت.
هغې زیاته کړه، "د ډېرو کړکېچونو په څېر، د ټولنې بې وزله او زیانمنونکي وګړي تر ټولو ډېر فشار ګالي. اړتیا ده سملاسي او همغږی اقدام وشي."
۱۴ کلن مهدي چې کورنۍ یې بې وزلې ده وایي غواړی سبق ووايي او خپلو خلکو ته چوپړ وکړي. هیلمن دی چې ارواه پوه شي. خو د دغه کړکېچ په زړه کې، یوې بلې هیلې یې هم په ذهن کې وده کړې.
له جدي څېرې خو په ماشومانه غږ وايي، "غواړم خلک له وچکالۍ وژغورم. یوه څاه وکینم چې ټولو ته اوبه ورکړي."
خو کابل کې د اوبو کړکېچ داسې یو ژور هغه دی چې د مهدی لویېدو ته انتظار نه کوي. همدا اوس یې پایلې د میلیونو وګړو په ژوند کې کتل کېږي، له یوه ماشوم نیولې چې خپله نیمایي ورځ د اوبو لپاره جوړه شوې لیکه کې تېروي، تر یوې مور پورې چې د اوداسه پر ځای تیمم کوي.
که سملاسي اقدام ونشي، کابل ښايي نور د ژوندانه وړ ښار نه وي او په یوې بې اوبه، بې سېکه او غلې پلازمېنه بدله شي.








