ولې قم کې پر جمکران جومات سور بیرغ پورته شو؟

 سور رنګ د شیعه ګانو د عقیدې له مخې د شهیدانو د وینو سمبول دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سور رنګ د شیعه ګانو د عقیدې له مخې د شهیدانو د وینو سمبول دی.

اسرائیلو د جمعې سهار د (جون پر ۱۳مه) پر ایران بریدونه پیل کړل، او ادعا یې وکړه چې د ایران "اټومي تاسیسات او پوځي اهداف" یې په نښه کړي دي. دغه برید کې د ایران لوړ پوړي پوځي مشران او مخکښ اټومي ساینس پوهان هم ووژل شول.

د اسرائیلو له برید وروسته، د قم ښار د جمکران جومات پر ګنبد "سور بیرغ" پورته شو، څه چې د شیعه مسلمانانو لپاره ځانګړی مذهبي ارزښت لري.

د ایران دولتي رسنیو د جومات په انګړ کې د راټولو شویو زرګونو کسانو انځورونه خپاره کړل، او بیا پسې سره جنډه پورته شوه.

د جمعې په ورځ د اسرائیلو بریدونو د ایران د پوځ مشر ، د انقلابي ګارد مشر، او نور مهمې څېرې په نښشه کړې، چې وروسته ایران د جمعې شپې ناوخته او د شنبې پر سهار پر اسرائیلو د بالسټیک توغندیو وارولو سره د غچ بریدونه وکړل.

د اسرائیلو او ایران ترمنځ وروستی کړکېچ داسې وخت کې رامخې ته شو چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې روانې وې او تمه وه پر یکشنبه به عمان کې ناسته وشي.

اسرائیل ادعا کوي چې ایران نږدې دی چې خپل اټومي پروګرام په اټومي وسلو بدل کړي او دا د دوی بقا ته ګواښ دی، پداسې حال کې چې ایران دا ادعا ردوي او دعوه کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي موخو لپاره کارول کیږي.

د اسرائیلو له بریدونو وروسته په ایران کې ډیره غوسه راپارېدلې ده، او خلکو د جمعې په شپه د ایران پر بېلابېلو ځایونو کې د لاریونونو په بڼه دغه بریدونه وغندل.

اوس چې ایران د اسرائیلو له بریدونو وروسته د غچ ګزارونه وکړل ، راځئ پوه شو چې د ایران د قم ښار په یوه جومات کې د پورته شوي سور بیرغ ارزښت څه دی، او دا د څه نښه ده؟

ولې سور بیرغ پورته شو؟

دا بیرغ تېر کال په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژنې وروسته پورته شو.

د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په بغداد کې د امریکا په برید کې د د ایران د انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته هم سره جنډه پورته شوه.

سور رنګ د شیعه ګانو د عقیدې له مخې د شهیدانو د وینو سمبول دی، او سور بیرغ معمولا په جوماتونو یا د مذهبي مراسمو پر وخت پورته کیږي، په ځانګړې توګه د محرم په میاشت کې چې کله ویر او عبادت کېږي.

د جمکران جومات د کلتوري چارو سمبالونکی، حجت الاسلام یاسین حسین عبادي وايي په جومات کې د بیرغ کارول نسبتا نوي دي.

یاسین حسین عبادي په ۲۰۲۰ کال کې د فرانسې له خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې بیرغ د محرم په لومړیو لسو ورځو کې د ویر په مراسمو کې پورته شوی، کله چې شیعه مسلمانان د امام حسین د وژنې په غم کې ماتم کوي.

دا بيرغ د "يا لثارات الحسين" عبارت لري، چې معنی يې ده "د حسين د وينې غچ اخيستلو لپاره راپورته شئ".

امام حسين د شيعه مسلمانانو لپاره يو له سپېڅلو شخصيتونو ګڼل کېږي. هغه په ۶۸۰ زېږدیز کال کې د کربلا په جګړه کې د اموي خلیفه يزيد بن معاويه د ځواکونو له خوا ووژل شو.

حسين العبادي په هغه وخت کې د فرانسې خبري اژانس ته دا هم وويل چې "د جنرال قاسم سليماني او د هغه د ملګرو د شهادت او د ستر رهبر آيت الله علي خامنه‌اي له لوري د سخت غچ اخيستلو، د غږ له اورېدو وروسته، موږ دا بيرغ پورته کړی دی ترڅو ټول شيعه مومنان او په ټوله نړۍ کې نور خلک د قاسم سليماني د وينې غچ اخيستلو لپاره د هغې شاوخوا راټول شي."

 د ایران په قم ښار کې د جمرکان جومات

د عکس سرچینه، تسنيم

د عکس تشریح، د ایران په قم ښار کې د جمرکان جومات

د جمکران جومات اهمیت څه دی؟

 شیعه مذهبي ایرانیان باور لري چې ۱۲ امام به یې دلته څرګندیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیعه مذهبي ایرانیان باور لري چې ۱۲ امام به یې دلته څرګندیږي.

د جمکران جومات بنسټ له یوې افسانې سره تړاو لري.

امام مهدي، چې په ایران کې د دولسو شیعه مذهبي فرقو دولسم امام دی، په ۳۹۳ هجري سپوږمیز (۱۰۰۲ میلادي) کې د جمکران یو متقی سړی حسن بن مطله ته په خوب کې ورڅرګند شو او هغه ته یې امر وکړ چې په دې ځای کې یو جومات جوړ کړي او دا د هغه ځای په توګه وټاکي چې خلک د هغه د ظهور او څرګندېدو پر مهال په کې لمانځه ته ورټول شي.

 ایران کې د قم ښار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران کې د قم ښار خلک د عبادت پر مهال

دغه جومات د قم په یوه څنډه کې ودان شوی، چې د شیعه مذهبو مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی ښار او په ایران کې د اسلامي فقهې مرکز بلل کېږی.

په رسمي توګه د جومات اهمیت په ۱۹۸۹ کال کې د ستر رهبر په توګه د آیت الله علي خامنه‌ای د دندې له پيل وروسته زیات شو.