د ختنه (سنت کولو) تاریخي شالید: یهودان اوس هم پرې ولاړ دي خو ولې عیسویانو دا رسم پرېښود؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فيليپې یامبیاس
- دنده, بي بي سي، منډو
د عیسويانو د یوه روایت له مخې، له زوکړې وروسته پر اتمه ورځ حضرت عیسی علیه سلام هم ختنه شوی خو له هغه وروسته راتلونکو نسلونو دا رسم پرېښی دی. په داسې حال کې چې د یهودانو او عیسویانو تر منځ څو باورونه تر اوسه ګډ دي؛ د بېلګي په ډول په مهمو ورځو کې یوځای عبادت کول، خو عیسویان اوس خپل نوي زیږیدلي ماشومان نه سنتوي او یهودان بیا دا کار تر سره کوي.
یادونه: دلته دې موضوع ته يوازې د عيسويانو او یهودانو باورونو او روایتونو له مخې کتل شوي
د انجیل د "نوې عهدنامې" له مخې د یهودانو او عیسویانو تر منځ پر سنت کېدو د نظر اختلاف په ۵۰م زېږدیز کال کې رامنځ ته شو او د سېنټ پال (پولس) او سېنټ پېټر ( پطرس) تر منځ په دې موضوع ژوور او سخت بحثونه شوې.
د یوروګوای کاتولیک پوهنتون د مذهبي فلسفې استاد مېګل پاستورینو د بي بي سي منډو څانګې ته ویلي "دا د کلیساوو تر منځ یو ډول لومړنی خپل منځي اختلافي بحث و."
سېنټ پال ته تر دې دمه د سېنټ یا ستر مذهبي مشر درجه نه وه ورکړل شوې او دی یوازې د طرسوس پال په نوم پېژندل کېده. نوموړی په شروع کې د حضرت موسی د دین پېرو و او د حضرت عیسی پېروان به یې ننګول خو وروسته دی بدل شو او بیا یې په نړۍ کې د عیسویت دین تبلیغ کاوه.
د ګلیل یا الجلیل ښار سره تړاو لرونکی دا پېټر (مذهبي مشر) لکه د نذرت یا الناصره ښار عیسوي مذهبه اوسیدونکو په څېر یهودی-عیسوی و او له همدې کبله دوی سنت شوي وو.
تر دې وخته د یهودانو دین یوازینی هغه مذهب و چې خلک یې د یوه خدای عبادت ته رابلل. په داسې حال کې چې په یونان، روم او مصر کې خلکو په څو خدایانو عقیده لرله.
د یهودانو په باور، ابراهیم علیه سلام ته د هغه رب ویلي "زما، ستا او ستا د راتلونکو نسلونو تر منځ باید دا ژمنتیا وي چې ستاسې له منځه هر نر ماشوم ختنه یا سنت شي."
پر یهودانو سربېره مسلمانان هم تر ننه پورې د سنت یا ختنه کولو په باور ټینګ ولاړ دي.
د سنت کولو تاریخي شاه لید

د عکس سرچینه، Getty Images
د نارینه د تناسلي غړي له پوستکي د یوې ځانګړې اندازې پرې کولو ته د ماشوم ختنه یا سنت کول وایي او ځينې تاریخي موندنې ښیې چې دا کار له مذهبي باورونو مخکې هم کېده.
دا د نړۍ تر ټولو پخوانی جراحي عمل یا عملیات بلل کېږي او د ځينو تاریخ پوهانو په باور، دا کار ۱۵ زره کاله مخکې لومړی له مصره شروع شوی دی.
د یورولوجي برخې یوه مشهور عالم احمد سلیم په خپل کتاب (السټرېټد ګاېیډ ټو پېډیاټرک یورولوجي) کې لیکلي چې سنت یا ختنه کول په بېلابېلو ټولنو کې که د پاکۍ، بلوغ ته د رسېدو او یا د بل هر مطلب په موخه و خو اصلي مقصد یې د خدای خوشحالول او خپل کلتوري ارزښت ساتل ښودل شوي.
یو بل عالم ربي ډینېیل ډولېنسکي وایې "ځینې داسې خلک هم شته چې وایي، دوی له مذهبي باوره ور ها خوا د پاکوالي او صفایۍ لپاره دا عمل تر سره کوي، خو که مونږ په دې هېڅ پوه نه شو چې د سنت کولو رواج اصلي موخه نظافت او که مذهبي باورونه دي خو پر دې پوهېږو چې د ختنه یا سنت کولو او پاکۍ تر منځ تړاو په هېڅ حال نه شي ردېدای."

د عکس سرچینه، Getty Images
پخوا د سمیري او سامي قومونو ټولنیز جوړښت داسې و چې ماشومان یې هرومرو سنت کول خو په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو د اېډز اړوند یوه پروګرام په رپوټ کې راغلي چې له دې مذهبي او کلتوري باورونو ور ها خوا هم دوی په ډېرو ټولنو کې لېدلي چې په ډېر ویاړ یې ماشومان سنت کړي. په رپوټ کې راغلي چې که څه هم سنت شوي خلک ډېر وو خو داسې خلک هم شته چې په هېڅ حال یې دا عمل نه دی منلی.
په لرغوني یونان کې ورزش ته ځانګړی اهمیت ورکول کېده او په ځينو لوبو کې به نارینه لوڅ را ښکاره کېدل. معلومات ښیې هغه مهال د نارینه وو پر تناسلي غړي شته څرمنه به د ښایست نښه بلل کېده او ختنه شوو ته په ښه نظر نه کتل کېدل.
د سېنټ پال او سېنټ بېټر اختلاف
یهودانو د خپل مذهب له تبليغ سره سره په سختۍ خلک جذبول خو د حضرت عیسی پېروانو چې څومره کولای شول د دین خپرېدو او د خلکو خپلولو هڅه يې کوله او یو څه برلاسي ښکارېدل.
سېنټ پال په ډېر ګمان د ځوانۍ په پیل کې یروشلم ته تللی او خپل وړوکتوب یې له یونانیانو سره تېر کړی او له حضرت عیسی علیه سلام وروسته د مسیحي دین د تبلیغ له نومیاليو او مخکښه څيرو بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ده هغه سيمې ولیدې چې اوس د اسرایلو، لبنان، شام، ترکیې، یونان او مصر په نوم یادېږي او یو مهال پرې سکندر اعظم واکمني کوله. پال له یهودو پرته نورو کسانو ته د حضرت عیسی پیغام ورساوه.
پروفیسر سنتهیا لانګ وېسټ وایي، له یهودانو پرته په نورو خلکو کې ختنه د ماشومانو د جنسي غړي مثلث شکله بڼې برابرولو په معنا وه" ځکه چې په یونان او روم کې له ختنې او سنت کېدو سره ډېره بدنامي مله وه او بلوغ ته له رسېدو سره به هغو خلکو لا زور او درد تجربه کاوه چې ختنه به نه وو."
پال په خپلو لارښوونو کې خلکو ته پیغام ورکاوه چې ختنه کول حتمي نه دي بلکې د نجات لار ایمان درلودل دي.
هغه د خلکو یوې ډلې ته په یوه خط کې ولیکل، "زه ټولو کلیساګانو ته د دې خبرې وضاحت ورکوم چې که څوک ختنه شوي دي نو خپل دا کار دې نه پټوي او څوک چې نه دي سنت شوي هغوی دې ځانونه نه ختنه کوي، ختنه کول یا نه کول څه باک نه لري او څه چې لازمي دي هغه د خدای تعالی په حکمونو عمل کول دي."
خو نورو پېروانو او مشرانو د هغه دا دریځ ونه مانه.
او د موسی د دین له مخې، پېروان یې د نارینه ماشوم د پیدایښت پر اتمه ورځ هغه ختنه کوي.
ختنه شوي مسیحان
د مسیحي کلسیا لخوا د موسی په شریعت د بندیزونو له ختمولو سره سره په افریقا کې ځینې داسې سیمې شته چې ختنه یا سنت کول یې لا هم د رسم مهمه برخه ده. له دې ډلې په مصر کې قبطي مسیحان، په ایتهیوپیا کې لرغون خوښي مسیحان او په کینیا کې د نومیا چرچ په نوم خلک په دې کار مشهور دي.
د مذهبی باورونو ور ها خوا د نړۍ په ډېرو نورو سیمو کې هم داسې عیسویان شته چې ډېری هلکان یې سنت شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا یو له همداسې هېوادونو دی. په ۱۸۷۰م کال کې د امریکا د طبي شورا بنسټ ایېښودونکو له منځه ډاکټر لوېس سایر وضاحت ورکړ چې د ځينو ناروغیو د مخنيوي په موخه ختنه کول ښه عمل دی. احمد سلیم وایي چې د ده د مقالو او طبي وضاحتونو له کبله ډېرو خلکو خپل نوي زېږېدلي ماشومان ختنه کول.
له امریکا وروسته دا باور کاناډا او بریتانیا ته ورسېد او له هغې وروسته په نیوزيلنډ او اسټرالیا کې هم په پراخه کچه خپور شو.
له دې وروسته بیا په څو هېوادونو کې د ختنې یا سنت کولو پر ګټو او زیانونو ژور بحثونه او ساینسي اختلافات رامنځ ته شول چې ځينو د نویو زېږېدلو ماشومانو ختنه کول بند کړل خو په امریکا کې اوس هم ډېر هلکان ختنه کېږي.











