افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو تړل د معلولینو پر ژوند څه اغېز لري؟

افغانستان
    • Author, سيد انور
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو د بندولو له کبله ډېری معلولیت لرونکي کسان د دغې ادارې د بیارغونې له چوپړونو بې برخې شوي دي.

د بدن د مصنوعي غړو په ځانګړې توګه د مصنوعي پښو جوړول، د ړندو او کڼو لپاره ځانګړې روزنه، د ماشومانو د رواني ناروغیو درملنه او زدکړه، د نويو زیږېدلو ماشومانو ، چې په جسمي لحاظ نيمګړي (سوء شکل) ولري درملنه د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د دغې کمیټې له مهمو فعالیتونو وو.

د رسمي شمېرو له مخې چې په ۲۰۲۱ کال کې اعلان شوې وې، په افغانستان کې له څلورو میلیونو زیات کسان معلولیت لري، چې ډېری یې د بیارغونې خدمتونو او د بدن د مصنوعي غړو جوړولو ته اړتیا لري.

یوازې په تخار ولایت کې د سویډن کمیټې د بیارغونې په مرکز کې هره میاشت څه باندې دوه زره معلولینو ته چې ماشومان هم په کې شامل دي، د خدمتونه او ځانګړې زده کړې ورکول کېدې او اوس دوی له میاشتو راهیسې له دې خدمتونو بې برخې دي.

معلولینو ته د هیلو یوازینی ځای

افغانستان

د ټولنې تر ټولو زیانمنه طبقه چې آن د نړۍ د رڼا، رنګ او ښکلا له لیدو هم بې برخې ده ، وايي کله، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د فعالیتونو او بیارغونې د چوپړونو د ځنډولو خبر واورېد ناهیلیو پر سر واخیستل، ځکه د دوي په باور د مرستي یوازیني ور هم د دوي پر مخ بند شو.

شاه محمد پخپله ړوند دی، هغه په تخار ولایت کې د سویډن کمېټې د بیارغونې په مرکز کې ړندو ماشومانو ته د بریل زده کړه ورکوي.

هغه وايي، د طبيعي معلولیت لرونکي ماشومان له ټولو خدمتونو بې برخې دي او د دې بهير دوام د ټولنې د دې زيانمنې طبقې لپاره له يوه ناورين څخه کم نه دى.

دی وايي، "د سویډن کمېټې د ړندو او کڼو ماشومانو روزنه کول، بله هغه غوره کړنه، چې د سویډن کمېټې سرته رسول د مصنوعي پښو جوړول وو، چې په څلورو زونونو کې وه، د هغه ماشومانو درملنه یې هم کوله، چي له زیږېدو سره به یې پښې کږې وي، هغه کسان، چې پښې یې فلج او نه شول ګرځېدلای هغوی ته به یې د معلولینو بایسکل یا ویلچېر جوړول، ړندو ته به یې ساعتونه ورکول، د بریل خط ماشینونه، چي ډېر ګران دي له بهر نه به یې راړول او هغوی ته به یې ورکول، هغه عادی څه، چې باید یو ړوند کس یې ولري هغه لکړه ده، که موږ وغواړو هغه ترلاسه کړو نه شو کولای د حکومت د لاري یې خلکو ته برابرې کړو خو دا کار د سویډن کمیټې ترسره کاوه ."

د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د یوه پلار او لور د ژوند داستان، چې دواړه په پښو معلول دي، خو اوس دوي دواړه په ټولنه ور ګډ شوي او د نورو عادی انسانانو په څېر خپل ژوند مخ ته وړي، دا د سویډن کمېټې د غوره فعالیتونو له زرګونو بېلګو یوه ده، چې د دې ادارې اغېزمنتیا په ګوته کوي.

د سیمې په کچه افغانستان هغه هېواد دی چې د معلولیت لرونکو وګړو تر ټولو زیات شمېر لري، چې د تېرو څلورو لسیزو په جګړو کې یې لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي.

افغانستان

په تخار ولایت کې د معلولینو د ټولنې مشر جان محمد سروري یو له هغو لسګونو زره معلولینو دی چې د سویډن کمیټې د بیارغونې په مرکز کې د کار پیل ته انتظار باسي.

نوموړی وايي، "له کله، چې د سویډن کمېټې خپل فعالیت ځنډولی، معلولین زموږ دفتر ته راځي او د مصنوعي پښو غوښتنه کوي، بله موسسه هم نشته، چې دا چوپړونه وړاندي کړي، زه خپله هم د همدې ستونزي سره مخ یم، بدخشان ته ولاړم هلته د سره صلیب یو دفتر شته، خو د هغوی هم د امکاناتو او موادو د لږوالي په خاطر کارونه پڅ روان دي او هر کس ته تر دوو میاشتو پوري وخت ورکوي، د سویډن کمېټې د فعالیتونو له بندېدو سره شمالي ولایتونو کې د معلولینو ستونزي زیاتې شوې دي."

د جمهوريت پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا په ۲۰۲۱ کال کې د اعلان شویو رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه کسان د معلولیت په لرلو سره، د بیارغونې چوپړونو او د بدن د مصنوعي غړو جوړولو ته اړتیا لري.

له هغه وخت راهیسې تر دې دمه په جګړو، ماین چاودنو او ناچاودو توکو کې زرګونه نور کسانو خپل د بدن غړي بایللي او په افغانستان کې د معلولیت لرونکو پر شمېر ورزیات شوي دي، چې ټول د بیارغونې مرستو ته اړتیا لري.

په شمال ختيځ زون کې د سويډن کمېټې د دفتر مشر فيض الله هويدا بي بي سي ته وويل، دوی هره مياشت په څلورو شمال ختيځو ولايتونو کې تر دوو زرو ډېرو کسانو ته د بيارغونې خدمتونه وړاندې کول او اوس هر څوک په ځانګړې توګه معلول ماشومان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. هغه په دې باور دی، چې د دې خدمتونه د اوږدمهال لپاره ځنډول به مرستو ته د اړمنو کسانو لپاره یو ناورین وي.

دی وايي،"په تېرو څو میاشتو کې سلګونه کسان د سویډن کمیټې دفتر ته راغلي، خو په خواشینۍ سره پرته له دې، چې کومه وړه مرسته هم ترلاسه کړي له دورازې په ناهیلۍ بېرته تللي دي، ځکه زموږ فعالیتونه د اسلامي امارت له خوا ځنډول شوي او دا چاره ماته د یوه دفتر د مسول په صفت، چې دې برخه کې مو کلونه خدمات وړاندي کړي ناهیلي کوونکې ده، دوهم د سویډن کمېټې پرته، چې اوس یې فعالیتونه ځنډېدلي د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې بله بدیله اداره نشته، چې معلولینو ته خدمات وړاندي کړي. د سویډن کمېټې د مرستو بندیدل به ماشومان بېرته هغه بې وسۍ او معلولیت ته ور وګرځوي او ژوند به یې ویجاړ کړي."

په ۱۸ ولایتونو کې خدمتونه

افغانستان

د سویډن کمیټې د افغانستان په ۱۸ شمالي او مشرقي ولایتونو کې لسګونه زره معلولینو ته په بېلا بېلو برخو کې خدمتونه وړاندي کول.

د تېر کال د جولای په میاشت کې وروسته له هغې چې یوه عراقي کډوال په سویډن کې د یوه جومات مخې ته قران کریم ته اور ورته کړ، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دې سازمان د ټولو فعالیتونو د بندولو امر صادر کړ.

د سویډن کمیټې د عمومي منشي ستر سلاکار احمد خالد فهیم بي بي سي ته وویل، دوی د هغو کسانو په اړه اندېښمن دي چې د دې ادارې د خدمتونو تر پوښښ لاندې او مرسته یې ترلاسه کول.

نوموړی وايي، "د اسلامي امارت د امر سره سم موږ خپل فعالیتونه وځنډول او موږ د خپلو مرستو د ځنډولو وروسته اوس د هغه کسانو په اړه اندېښمن یوو، چې له دغه مرستو یې ګته ترلاسه کوله، همدا ډول د خپلو هغه اووه زره کارکوونکو، چې د خپلو کورنیو نفقه یې برابروله او د هغوی د کورنۍ په خاطر اندېښمن یوو، موږ د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سره په اړیکه کې یوو، څو رامنځته شوې ستونزې ته یو وړ حل لاره و مومو، څو هغه کسانو ته ، چې تر بل هر وخت مرستو ته اړتیا لري لاسنیوی وکړو ."

دغه بنسټ وايي، تېر یو کال کې ۲،۵ میلیونه کسانو د دې ادارې کلینیکونو او روغتونونو له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي. همداراز د ۴۳ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه او خواړه یې هم ورته برابر کړي دي. ۱۸۰۰۰ معلولیت لرونکو کسانو د دې موسسې د ارتوپیدي خدمتونو نه ګټه اخیستې او ۶۰۰۰ معیوب ماشومان د دغه ادارې په ځانګړو ښوونځیو کې په زدکړو بوخت وو .

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېر کال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، تر څو چې سویډن له مسلمانانو بښنه ونه غواړي، په افغانستان کې به د دغه هېواد ټول فعالیتونه ودروي. چې د دې بندیز پايلې د هغو معلولیت لرونکو زرګونو کسانو پر اوږو د یوه درانه پېټي اېښودل دي، چي پر خپلو پښو د درېدو لپاره د نورو پر مرستو تکیه کړې ده.