سلمان رشدي محکمې ته: له بريد وروسته يې داسې احساس کاوه چې مړ کېږي
مشهور بریتانوي لیکوال سلمان رشدي محکمې ته ويلي، دوه کاله وړاندې کله چې د بريد پر مهال په پرلپسې ډول په چاړه ووهل شو، داسې فکر يې کاوه چې مړ کېږی. نوموړي په دغه بريد کې يوه سترګه له لاسه ورکړه.
ښاغلي رشدي د خپل تورن بریدګر، ۲۷ کلن هادي مطر، د محاکمې پر مهال شاهدي ورکړه. مطر د برید او د قتل د هڅې له تورونو انکار کړی.
دغه محاکمه د نیویارک ایالت په یوه محکمې کې له هغه ځايه څو کيلومتره لري روانه ده چې د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۲ پر سلمان رشدي بريد وشو.
پر نوموړي دغه بريد وروسته له هغه وشو چې څو کاله يې د ورپېښو ګواښونو له کبله پټ ژوند کاوه. دا ګواښونه وروسته له هغه پيل شول چې په ۱۹۸۸ کال کې يې د "شيطاني اياتونه" په نامه يو ناول يې خپور کړ. دغه ناوله په نړيواله کچه د مسلمانانو غوسه راوپاروله.
د محکمې څارنوالانو چې د بريد مشخصه انګېزه نه ده روښانه کړې، د سې شنبې په ورځ سلمان رشدي د لومړي شاهد په توګه وربللی و او له هغه يې غوښتي وو چې د بريد شېبه بيان کړي.
دغه ۷۷ کلن لیکوال محکمې ته وويل، د پېښې په ورځ په چاټواکوا انسټېټيوټ کې پر سټېج چې د وينا لپاره چمتو شوی و ناست و.
نوموړي زیاته کړه، لږ شېبه وروسته کله چې د وينا لپاره وربلل کېده يو کس يې وليد چې له ښي اړخه په منډه د ده پر لور روان دی.
رشدي د بريدګر په اړه داسې وويل، هغه تور کالي اغوستي وو، ماسک يې وهلی و او "سترګې يې تورې او ډېرې ظالمانه ښکارېدې."
نوموړي وویل، لومړی ګوزار یې د خپلې ښۍ خوا پر ژامه او غاړه احساس کړ، او لومړی يې داسې احساس کړه لکه په سوک چې وهل شوی. خو وروسته یې ولیدل چې وینې یې پر جامو روانې دي.
ښاغلي رشدي وويل، "هغه پر ما په پرلپسې ډول ګوزارونه کول، په چاقو یې وهلم او پرې کولم."
نوموړي محکمې ته وویل چې ټول ټال ۱۵ ځله برید پری شوی، چې سترګه، مخ، غاړه، سینه، تنه او ورنونه یې ژوبل شوي.
کله چې هغه د ځان دفاع هڅه کړې وه، په چاړه په کیڼ لاس هم زخمي شوی و.
ده وویل چې د سترګې ټپ یې تر ټولو دردناک و.
رشدي یو مهال عینکې چې يوه يې تور لېنز لري له خپلو سترګو لرې کړې او ټپ يې محکمې ته وښود.
"لکه څنګه چې تاسو وینئ، دا هغه څه دي چې پاتې دي. په دې سترګه هېڅ لید نه کېږي."
د محاکمې پر مهال، د سلمان رشدي توره درېشي په تن وه، تورن کس، هادي مطر، تر ډېره سر ښکته نيولي و او دواړو يوه او بل ته نه کتل.
د سلمان رشدي مېرمن، لېډي رشدي، د شاهدانو په دویمه قطار کې ناسته وه، او د خپل مېړه د بیان پر مهال یې ژړل.
د "شيطاني ايتونه" په نامه د ناول له چاپېدو وروسته نوموړی د خپل امنيت په اړه اندېښمن و. که څه هم دا کتاب به لوېديځ کې وستايل شو خو په نړيواله کچه يې د مسلمانانو غوسه راوپاروله. يو شمېر هېوادونو پرې بنديز ولګاوه او د ايران مذهبي مشر يې د مرګ فتوا ورکړه.
همدغه فتوا رشدي ته د ګڼو ګواښونو سبب شوه، او هغه مجبور شو چې ۹ کاله په پټه ژوند وکړي. وروسته بیا ایران اعلان وکړ چې دا فتوا نه پلې کوي، او سلمان رشدي یو ځل بیا سفرونه پیل کړل.
له برید دوه اونۍ مخکې، رشدي یوې جرمن مجلې ته ویلي وو چې اوس "یو نسبتاً عادي ژوند لري"، ځکه چې ګواښونه کم شوي دي.
رشدي محکمې ته وویل له برید وروسته، "ما ته په واضحه توګه ښکاره شوه چې مړ کېږم، داسې مې احساسوله."
نوموړي همدا ډول وويل، "داسې احساس مې کاوه لکه د وينو په ډنډ کې چې پروت وم. "
ده یادونه وکړه چې هلته شته کسانو، چې ځینې یې د اورېدونکو له ډلې وو، بریدګر کنټرول کړ "او د همدې له برکته، زه ژوندی پاتې شوم."
رشدي وویل چې وروسته هغه د چورلکې په وسیله د ټپيانو د درملنې مرکز ته یووړل شو، چېرې يې چې ۱۷ ورځې د درملنې په موخه تېرې کړې.
هادي مطر د برید پر مهال نیول شوی و. د هغه مدافع وکیلې، لېن شفر، له رشدي وپوښتل چې ایا د هغې پېښې پر یادونو اعتبار لري، په ځانګړې توګه له هغې صدمې وروسته چې هغه زغملې ده؟
رشدي وویل چې صدمه ښايي پر یادښت اغېز وکړي، خو دا خبره یې په ټینګار وکړه چې دی ۱۵ ځله ټپي شوی و.
نوموړي وويل، "وروسته مې په بدن ټپونه وليدل. " او زیاته يې کړه "زه اړتيا نه لرم چې څوک يې راته ووايي. "
کله چې وکیل ترې وپوښتل چې ایا له برید مخکې یې له هادي مطر سره کومه اړیکه لرله، رشدي وویل، "نه، هېڅکله نه."
تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې نور شاهدان هم محکمې ته حاضر شي، چې په هغو کې هغه ډاکتر چې عمليات يې کړي، او پولیس چې د برید پر وخت هلته ته ورغلی و شامل وي.














