"د طلاقونو پلازمېنه" کې څنګه یوه ښځه او مېړه بریالی ګډ ژوند لري؟

محمود

د عکس سرچینه، MAHMUD YAKASAI

    • Author, منصور ابوبکر
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، کانو

په نایجیریا کې یوه ښځه او مېړه د دې له کبله ستایل کېږي چې په 'کانو' ښار کې یې د خپل اوږده ګډ ژوند پنځوسمه کلیزه نمانځلې ده. ځکه چې دا داسې یو ښار دی چې "د طلاقونو پلازمېنه" بلل کېږي.

محمود کبیر یاکاسای او رابعاتو طاهر له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې د خپل خوشاله ګډ ژوند راز شریک کړی او د نایجیریا په شمالي ایالت کانو کې یې د طلاق او د ګڼو ودونو د ماتېدو پر لاملونه خبرې کړې دي.

۷۶ کلن محمود کبیر د خپل اوږده ګډ ژوند ستر دلیل د خپلې مېرمنې سخي او مستغني طبیعت ګڼي او زیاتوي، "دا ډېره بې کبره او بې غرضه ښځه ده. ډېر شیان نادیده نیسي چې زموږ د واده په سلامت ساتلو کې یې زښته ډېره مرسته کړې ده."

څه کم اویا کلنه ښځه یې په دې خبره موسکۍ شوه.

اغلې طاهر بیا د خپل مېړه په صفت کې د هغه یو ښه خصلت دا یادوي چې که کورنۍ یې له هر ډول ستونزو سره مخامخ شوې، ده له سړو ماغزو کار اخیستی او تل ارامه پاتې شوی.

رابعاتو طاهر وايي، "دی ډېر مهربان او صابرناک سړی دی او ګمان کوم چې همدا زموږ د ګډ ژوند د بریالیتوب مهمه وجه ده."

دا جوړه وايي چې د یوه بل ډېر درناوی او مینه سره کوي او د ګډ ژوند په ملګرتیا کې له هرې شېبې خوند اخلي. دا څه یې په مرکه کې راته ثابت هم شول، ځکه چې د یوه بل له خبرو یې خوند اخیسته او سره خندل یې..

پنځه ځلې واده کړې او طلاق شوې ښځه

خو بل پلو بیا ۳۹ کلنه حسنه محمود په همدې ښار کې یوه طلاقه شوې ښځه ده چې پنځه ځله یې واده کړی او د دې جوړې ګډ او خوشاله ژوند ورته په زړه پورې دی.

واده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۲۳ کې د کانو د مرکزي جومات په انګړ کې د یوه ډله‌ييز واده پر مهال راټولې شوې جوړې

دا وايي، "ما د خپلو ټولو ودونو پر مهال له مېړه سره تر څلورو کلونو ډېره موده نه ده تېره کړې. خو پر ټولنیزو رسنیو مې چې د دوی د واده د پنځوسمې کلیزې مېله وکتله، ډېره په زړه پورې وه."

د څلورو اولادونو دغه مور حسنه محمود زیاتوي، "زما ټولو مېړونو به تر واده مخکې زما ډېر خیال ساته خو تر واده وروسته به ناڅاپه بدل شول."

په دې باندې دا بده لګېږي چې څوک د کانو ښار د "نایجیریا د طلاقونو پلازمېنه" وبولي او وايي، "زه هیله‌منه یم چې دا وضعیت به بدل شي."

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د نایجیریا په کانو ښار کې د طلاق پېښې ډېرې شوې، له هماغه راهیسې پر دغه ښار دا "بده ټاپه" ولګېده او تر ننه یې له ځانه لرې کولو باندې نه دی بریالی شوی.

کانو د نایجیریا تر ټولو ګڼ‌نفوسه سیمه ده او کانو یې مرکزي او تجارتي ښار دی چې هره میاشت پکې سلګونه ودونه ماتېږي.

په ۲۰۲۲ کې د ځايي حکومت په مرسته د بي‌بي‌سي په یوه څېړنه کې جوته شوه چې په کانو ایالت کې ۳۲ سلنه ودونه یوازې له درو تر شپږو میاشتو پایي. دا هم پکې په ډاګه شوه چې هلته ځينې کسان په خپله ۲۰ کلنۍ یا ۲۵ کلنۍ کې درې ځلې واده کوي

د طلاق پېښې ولې ډېرې شوې دي؟

د طلاق په پېښو کې دا زیاتوالی اندېښمنوونکی دی، په ځانګړي ډول د (حسبه) په څېر ادارو ته چې د کانو ایالتي حکومت په مالي مرسته چلېږي؛ د دا ډول ټولنیزو او اخلاقي مسئلو د حلولو په برخه کې کار کوي او شریعت او اسلامي قوانین پلي کوي.‌

دا اداره د پولیسو یو ټولی هم لري چې په عامه واټونو کې مسلمانان له شراب څښلو او یا له جلا اوسېدو منع کوي. همدا راز (حسبه) اداره د هغو جوړو لپاره د سلامشورې خدمات هم وړاندې کوي چې په ګډ یا واده کړي ژوند کې یې ستونزې وي.

ډېر کله یې د دفتر په مخکې د هغو ښځو اوږدې لیکې ولاړې وي چې پر مېړونو یې عریضې کړې وي او یا شکایت ترې لري چې ګواکې د اولادونو د نفقې غم یې نه کوي.

واده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د یوه ډله‌ييز واده پر مهال جوړو ته د کور لپاره یو شمېر کالي او توکي ورکول کېږي.

په کانو کې خلک ژر او په کم عمرۍ کې واده کوي؛ ان تر قانوني‌ عمر ۱۸ کلنۍ هم وړاندې.

ځینې خلک په دې نظر دي چې ګواکې په اسلام کې مېړونو ته دا حق او اساني ورکړل شوې چې یوازې "زه تا ته طلاق درکوم" په ویلو او یا یې د کاغذ پر یوې ټوټې لیکلو سره خپلې ښځې طلاقوي.

اوس خو ان پر خواله رسنیو یا مسېنجر کې هم د طلاق پېغام سره لېږل کېږي او واده له منځه ځي.

امینو دوراوا له (حسبه) ادارې سره د طلاق پېښو د ډېرېدو ستونزې د حلولو په برخه کې کار کوي.

دې یوه د حل‌لاره داسې وړاندیز کړې ده چې خلکو ته باید دویم چانس ورکړل شي چې بیا ځلې واده ته په ښه توګه ځان چمتو کړي.

دا اداره د ډله‌ييزو ودونو لپاره فرصتونه برابروي چې "اورین زواراوا" نومېږي. دغه ډول ډله‌ييز ودونه یوازې د طلاق شوو کسانو لپاره وي چې بیا واده وکړي.

په دې ترڅ کې د سلګونو جوړو د واده ګډ جشن جوړېږي او هرې ناوې او زوم ته د کاروزګار کولو او یا د کور لپاره د توکو اخیستلو په موخه یوه کمه اندازه پیسې هم ورکول کېږي.

امینو دوراوا وايي چې تر ودونو وروسته یوه ځانګړې کمېټه وخت ناوخت د جوړو پوښتنه کوي چې ژوند یې څنګه روان دی او هیله یې دا وي چې له بیا ځلې واده یې د تېر واده پایله راونه وځي.

خو د یوې نادولتي‌ موسسې مشره هادیزه اډو وايي چې لا هم د طلاق په پېښو کې په پرله پسې ډول زیاتوالی روان دی.

دې بي‌بي‌سي ته وویل، "اوس مهال زموږ په بېلابېلو دفترونو کې هره ورځ ۳۰ قضیې ثبتېږي. د نایجیریا اندېښمنوونکی مالي وضعیت د دې ستونزې تر ټولو ستر لامل دی. مېړونه د کور اړتیاو پوره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي خو ډېر کله تش لاس بېرته راګرځي او له کبله یې په کور کې د ښځې او مېړه تر منځ اختلافونه او جنجالونه پیدا کېږي."

"ځينې خلک واده بابېزه ګڼي"

په کانو کې دا دود عام دی چې ځينې خلک د نورو په مرسته ځان ته خېښۍ یا رشتې پیدا کوي. ځکه چې په دې مسلمانه ټولنه کې یو مجرد سړی او ښځه یوازې له یوه بل سره نه شي کتلی او باید یو درېیمګړی مشر او یا کوم منځګړی ورسره وي. ډېر ځله خو پرته له دې چې نجلۍ او هلک سره وویني، هم ودونه ترسره کېږي.‌

محمود کبیر او رابعاتو طاهر هم د ګاونډ یوې زړې ښځې سره مخ کړي وو.

هغې بوډۍ دا حس کړې وه چې دا دواړه به ښه جوړه وي، خو له دې سره سره هغوی ۱۲ کاله صبر وکړ او د یوه بل د پېژندلو کافي وخت په لاس ورغی. هغه څه چې د بریالي ګډ ژوند په برخه کې یو مهم اصل ګڼل کېږي.

رابیو
د عکس تشریح، د نجلۍ او هلک کورنۍ تر منځ خېښي رامنځ‌ته کوونکی رابیو (ښي لاس ته سړی) وايي، "ډېر خلک په ناسم ذهنیت ودونه سره کوي، هماغه ده چې وروسته ناهیلي کېږي او طلاق سره اخلي."

۴۶ کلن رابیو ادو د لارۍ یا چکړې ډرایور و او اوس د ودونو کاروبار کوي، یعني د نجلۍ او هلک کورنۍ سره اشنا کوي او خلکو ته خېښۍ پيدا کوي.

دی له همدې کبله له واده د خپلو خلکو د تمو په اړه ډېر ښه پوهېږي.

د ده په نظر، تر ډېره د ده د سیمې نارینه داسې ښځې غواړي چې ګټه وټه وکړای شي او ښځې بیا داسې مېړه غواړي چې شتمن وي.

ښاغلی ادو زیاتوي، "ډېر خلک په ناسم ذهنیت ودونه سره کوي، هماغه ده چې وروسته ناهیلي کېږي او طلاق سره اخلي."

دغه سړی وايي چې په تېره یوه لسیزه کې یې شاوخوا د ۵۰۰ جوړو تر منځ د ودونو اسانچاري کړې ده چې تر ۹۰ سلنه ډېر یې بریالی ګډ ژوند لري.

رابیو ادو جوړو ته مشوره ورکوي‌ چې تر واده مخکې دې د یوه بل پېژندلو لپاره وخت وباسي او همدا راز زیاتوي، "ځينې خلک واده بابېزه ګڼي. په کانو کې د طلاق د زیاتېدو وجه دا ده چې خلک ګمان کوي تر طلاق اخیستو وروسته نور کسان هم ورته پيدا کېږي‌ چې واده ورسره وکړي."

دیني عالم عبدالله اسحاق ګرنګاماوا بیا د مسلمانانو تر منځ د طلاق د اسانۍ دفاع کوي او وايي، "اسلام مهربانه دین دی، ودونه او طلاقونه یې ځکه اسانه کړي چې که کله تر منځ ستونزې وي نو باید څوک پاتې کېدو ته مجبور نه کړل شي."

دی په دې نظر دی چې پخوا وختونو کې د طلاق پېښې ځکه ډېرې نه وې چې میندو او پلرونو خپلو اولادونو ته ودونه کول خو په وینا یې، "اوس خو خلک د خپلې ګټې لپاره له دغه کاره [طلاق اخیستو] ناوړه استفاده کوي. خو په ځینو مذهبونو کې طلاق ته څوک زړه نه ښه کوي، که حالات هر څومره هم خراب وي، طلاق نه ورکوي. اسلام یوازې هغه مهال طلاق جایز ګڼلی چې کله وضعیت له قابو بهر شي."

واده کوونکو ته د محمود او رابعاتو لارښوونې

محمود او رابعاتو

د عکس سرچینه، MAHMUD YAKASAI

د عکس تشریح، محمود او رابعاتو د ګاونډ یوې زړې ښځې سره مخ کړي وو. وايي، د بریالي ژوند راز دا دی چې یوه بل پسې به تېرېږئ او له صبره به کار اخلئ.

د خپل ګډ ژوند پنځوسمې کلیزې نمانځونکی محمود کبیر یاکاسای په دې نظر دی چې په ګډ ژوند کې باید ستونزې سره وویشل شي، له یوه بل سره مرسته وشي او همدا لامل دی چې له خپلې ښځې سره د ده ګډ ژوند سم سلامت روان دی.

دی وايي، "مینه هم اړینه ده ځکه چې که تاسې له یوه بل سره حقیقي مینه کوئ نو تل به یو ځای یئ."

واده کوونکو ته په خپل پیغام کې وايي، "تازه واده کوونکو ته زما مشوره دا ده چې د ځان‌غوښتنې پر بنسټ دې واده نه کوي، بلکې له حقیقي او منطقي ارادو سره باید په دغه مزل کې ځان ورګډ کړي."

ښځه یې رابعاتو طاهر هم ورسره همغږې ده او زیاتوي، "زما شخصي نصیحت به دا وي چې که واده کوئ نو له یوه بل سره همېشه له صبر او زغمه کار واخلئ. که یو په قهر شي، هغه بل باید ارامه و اوسي."