پاکستان ولې له افغان خاورې د چترال سیند د اوبو پر راګرځولو فکر کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
د پاکستان حکومت وايي، ګوري چې څرنګه د چترال سیند اوبه مخکې له دې چې افغانستان ته ننوځي د سوات سیند ته وګرځوي.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د اوبو سرچینو وزارت کې د چارواکو له خولې ليکلي چې په څه کم شپږ میلیونه امریکايي ډالرو لګښت باندې د لومړنۍ سروې امکان کېږي چې په شاوخوا دوه نیم کاله کې به بشپړه شي.
پاکستانۍ نېشن ورځپاڼې د اوبو سرچینو وزارت د چارواکو په حواله لیکلې چې د دغې پروژې (PC-11) د پلان سند تأیید شوی او اوس به د پروژې د عملي کېدو لپاره کارپوهان ګومارل کېږي.
بي بي سي خیبر پښتونخوا کې له حکومتي چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړې او هغوی ویل چې دا پلان د فدرالي حکومت په کچه پلان شوی.
چترال سیند چې په چترال کې د هندوکش غرونو کې سرچینه اخلي او افغانستان کې د کونړ سیند کېږي، د رسمي معلومات له مخې ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري. اوبه یې د افغانستان په کونړ او بیا ننګرهار ولایتونو کې بهېږي او ډېرې ځمکې خړوبوي او وروسته د پاکستان لور ته بهېږي.
پاکستاني چارواکي وايي، د دغې پروژې هدف د اوبو د جریان تنظیم، برېښنا تولید او د سېلابونو کنټرولول دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې پروژې عملي کېدل نږدې دوه نیم زره مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.
په پېښور کې د کرنې پوهنتون د اوبو سرچینو د مدیریت پوهنځي استاد ډاکټر نوید الله بي بي سي ته وویل، دغه پروژه په سوات سیندیزه حوزه کې د برېښنا تولید، د ځمکو خړوبولو او دغه راز د سیلابونو د مخنيوي د ګټو په خاطر لومړی ځل په ۱۹۶۴ کې په یوه مطالعه کې یاده شوې وه چې په ۲۰۲۵ ماسټر پلان کې يې د ارزونې د پیلېدو پرېکړه شوې.
دی وايي، "په ۱۹۶۴ کې د اوبو او انرژۍ ادارې د کابل – سوات – چترال اوبیز حوزې اړوند یو ریپوټ جوړ کړی و چې له مخې يې د چترال سیند اوبه سوات اوبیزې حوزې ته اړول کېدې. اوس د اوبو سرچینو وزارت تصمیم نیولی چې دا پروژه بشپړه کړي".
پاکستاني چارواکي وايي، په دې لړ کې د چترال پر سیند د میرخاني سیمه کې د یوه پنځه ویشت متره لوړ بند جوړولو پلان هم لري چې د تونلونو له لارې به له چترال سینده سوات سیند ته اوبه اړوي. چارواکي وايي چې له دې سره به هلته د برېښنا د تولید د بندونو جوړونه هم ممکنه شي.
له افغانستانه د اوبو ګرځولو اغېزې

د عکس سرچینه، Getty Images
خو یو شمېر کارپوهان وايي، دا پلان به پر منفي اقليمي، اقتصادي او سیاسي اغېزو سربېره یوه ستره سیمهييزه شخړه هم وزیږوي.
په جرمني کې مېشت د اقلیمی چارو افغان کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید، په پېښور کې د کرنې پوهنتون د اوبو سرچینو د مدیریت پوهنځي استاد ډاکټر نوید الله او د نړیوالو اوبو د مدیریت څېړونکی او کارپوه نظیم سمون درې واړه باوري دي چې د دغې پروژې عملي کېدل یوه سیمهييزه شخړه زیږولی شي.
ډاکټر سدید ټینګار کوي چې که دا پروژه پلې شي افغانستان ته به هم ډېر لوی اقتصادي او اقليمي زیان واړوي.
"دا جنګ او منازعه زیږوي. دا سیند خو یوازې سل کیلومتره په افغانستان کې له استفادې پرته بهېږي او بېرته پاکستان ته تویېږي، نو دا کوم معقولیت دی چې تاسو دا اوبه کږوئ؟ دا خو په لوی لاس له ګاونډي سره جنجال جوړول دي".
ښاغلی سدید ټینګار کوي چې "که دا اوبه وګرځي کنړ او ننګرهار ټول وچيږي".
ډاکټر نوید الله بي بي سي ته وویل، د دغو اوبو په اوسني مسیر کې بدلون به چاپېریال ته هم زیان واړوي.
"له دې سره د اوبو نړیواله معاهده نقصېږي چې دا مهمه پوښتنه ده چې څه به کېږي. ورسره پېښور، نوښار او چارسده اغېزمنېږي. او چاپېریالي اغېزې هم لري. ځکه اېکو سیستم لکه کبان او ژوي هم د اوبو د دغه مسیر له اړولو سره اغېزمنوي".
د پاکستان پلان عملي کیدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا کارپوهان وايي، له خپله مسیره د چترال سیند د مسیر کږول نه منطقي برېښي او نه هم پاکستان ته په اوسنیو شرایطو کې اسانه دی.
ښاغلی سمون ټینګار کوي چې "د اوبو د نړیوالو عرفي او قراردادي قوانینو له مخې هېڅ هېواد ګډ سیندونه – څه اصلي او څه یې څانګې – له خپل طبيعي جریانه نشي کږولی"
"باید د دغه سیند طبيعي جریان وساتل شي او که څوک غواړي دا کوږ کړي دا د قوانینو ښکاره تر پښو لاندې کول دي. که دوی پر دې پراختیايي پروژې عملي کوي باید د اندوس سیندیز سیستم له ټولو شریکانو سره مشورې وکړي او تأیید یې ولري".
ښاغلی سدید وايي، دا پروژه دروند اقتصادي بار لري. "یوازې څلوېښت کیلومتره تونل هلته کيندل اته مېلیاردو ډالرو بودجې ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د پاکستان د تېر کال ټوله انکشافي بودجه شپږ مېلیارده ډالره وه.
ښاغلی سمون وايي، "نه یوازې افغانستان بلکه د سیند په پاس او لاندې دواړو برخو کې هېوادونه دغو سیندونو ته پلانونه لري خو د عمده ضرر د مخنيوي د اصل له مخې او د موافقې تر لاسه کولو په خاطر دا پروژې ځنډېدلې".
ښاغلی سدید دا هم وايي چې نړیوال بنسټونه به هم پاکستان ته پیسې ورنکړي. بل دا چې پاکستان باید له افغانستانه اجازه واخلي چې افغانستان به هېڅکله دا اجازه ورنکړي.
ښاغلی سدید او سمون دواړه په دې اند دي چې له نښو ښکاري چې پاکستان یوازې په تکتیکي ډول ښايي دا پروژه مطرح کړې وي.
ښاغلی سدید وايي، "دا پروژه تر دې چې عملي وي یا یې اړتیا وي تر ډېره تکتيکي برېښي".
ښاغلی سمون په دې اند دی چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت څه موده مخکې وویل چې پر کونړ سیند د یوه بند جوړولو پلان لري. د نوموړي په خبره ښایي دا هغې مسلې ته په یو ډول تکتیکي غبرګون وي.
افغانستان څه کولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوالو اوبو د مدیریت څېړونکی او کارپوه نظیم سمون وايي، که څه هم افغانستان له پاکستان سره د اوبو هېڅ راز تړون نه لري، خو باید پاکستان ته خپل اعتراض څرګند کړي. که پاکستان د افغانستان غږ نه اوري افغانستان هم د دغه عمل پر وړاندې غبرګون وښيي. ځکه که افغانستان د چترال سیند ښکته پروت دی، خو پاکستان بیا د کونړ/کابل سیند په ښکتنۍ برخه کې پروت دی.
که څه هم ښاغلی سمون وايي چې "افغانستان هم پر کونړ سیند د سورتاق او ساګي په څېر د بندونو سروې ګانې له وړاندې لري که څه هم دا پاکستان لور ته د اوبو جریان نه اغېزمنوي خو بیا یې هم پاکستان نشي زغملی".
په جرمني کې مېشت د اقلیمی چارو افغان کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید وايي، که پاکستان دغه اقدام وکړي نو افغانستان هم کولی شي چې د کابل له سیندیزې حوزې ټولې اوبه پاکستان ته تر بهېدو مخکې راوګرځوي چې له دې سره به هلته شاوخوا یو لک هکتاره ځمکه له خړوبولو پاتې شي.
کابل سیندیزه حوزه د اندوس سیند دویمه تر ټولو ستره تغذیه کوونکې سرچینه ده او چترال سیند بیا د کابل سیندیزې حوزې عمده تغذیه کوونکی دی چې ۱۴۷۸۲ کیلومتره مربع ساحه په بر کې نیسي. که څه هم د "ډیورنډ فرضي کرښې" دواړو غاړو کې شریک دی، خو دواړه هېوادونه یې په اړه کوم تړون نه لري.
پاکستان د چترال سیند د اوبو د اړولو پلان تر هغه څو اوونۍ مخکې اعلان کړ چې هندوستان تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې تر برید وروسته له پاکستان سره د اوبو پر سر دوه اړخیز تړون وځنډاوه او ویې ویل چې پاکستان ته بهېدونکو اوبو مسیر به بدلوي. خو پاکستان د هند له خوا د اوبو بهېدو مخنیوی د جګړې په معنی وباله.








