کندهار کې هوايي بریدونه؛ مجاهد وايي پاکستان به د "خپلو شرارتونو او تجاوز" ځواب وویني

کندهار کې هوايي بریدونه؛ مجاهد وايي پاکستان به د "خپلو شرارتونو او تجاوز" ځواب وویني

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، پاکستاني الوتکو تېره شپه په کندهار کې په دوو نقطو کې بریدونه کړي خو مرګژوبله پکې نه ده اوښتې.

د هغه په وینا په یوه برید کې د روږدو یا معتادینو د درملنې روغتون یوه برخه او په بل برید کې یو تش کانتینېر چې پخوا قراوول و، په نښه شوی دی.

نوموړی وايي، که څه هم دغه بریدونه مرګژوبله نه لري، خو پاکستان د افغانستان حریم نقض کړی او د "خپلو شرارتونو او تجاوز" ځواب به وویني.‌

خو د پاکستان دولتي تلویزیون بیا د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې د طالبانو حکومت د پوځ د تخنیکي ملاتړ یو مرکز او د پوځي وسایلو ډیپو یې په نښه کړی دی.‌