د افغانستان په ختيځ کې زلزلې درنه مرګژوبله اړولې

افغانستان کې زلزله

د عکس سرچینه، UGC

د افغانستان له ختیځه رپوټونه وايي، یوې زورورې زلزلې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په تر ټولو ډېر ځپل شوي ولايت کونړ کې د لږ تر لږه ۱۰ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

د کونړ په ولایتي روغتون کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، تر اوسه ۵۰ ټپیان ورسره ثبت شوي دي.

د کونړ په لرې پرتو سيمو کې د کليو د نړېدو له کبله لا هم د مرګژوبلې کره معلومات نه دي په ډاګه شوي. ويل کېږي د مرګژوبلې شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

بل پلو د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله بي بي سي ته تائيد کړې چې تر دې مهاله په ننګرهار کې لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

عیني شاهدان وايي، تر ډېره ټپیان د کونړ پوهنتون محصلان دي، چې له کوټو د وتلو پر مهال له ودانیو غورځېدلي دي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره او د ننګرهار په دره نور کې هم د پراخې ویجاړۍ رپوټونه ورکړل شوي دي.

زلزله

د عکس سرچینه، SOCIAL

د رویټرز خبري اژانس وايي، د ریختر په کچه شپږ اعشاریه دوه زلزلې د افغانستان ختیځ او د ډیورنډ پر کرښه پرتې سیمې لړزولې دي. د زلزلې ټکانونه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم احساس شوې دي.

تر اوسه د اوښتي زیان کره معلومات نه دي رسنیز شوي.

د ننګرهار او کونړ د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغې زلزلې له امله یو شمېر کورونه نړېدلي او ښايي ځينې کسان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.

ولې افغانستان کې زلزلې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کوي؟

افغانستان

د بریتانیا د جیولوجیکي سروې رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."

نوموړی زیاتوي افغانستان کې ودانۍ معمولا له خټینو خښتو او لرګیو جوړېږي، یا پکې کمزورې سیمنټ کارول کېږي.

د افغانستان غرنیو سیمو کې له دې کبله هم زلزلو کې ډېره ویجاړي اوړی چې ځمکښویدنې پکې پېښېږي.

دغه ځمکښوېدنې وخت ناوخت کلي او کورونه لاندې کوي او د سیندونو بهېدو لوري‌ بندوي چې پایله کې یې سیلابونه راځي.

له لرې پرتو او کلیوالي سیمو سره د اړیکو ستونزه د دې لامل کېږي،‌ چې دغه هېواد کې چارواکي کله ناکله د زلزو پایله کې له رامنځته شویو ویجاړیو څو ورځې وروسته خبر شي.

ځمکښوېدنې د لارو ګودرو د بندېدو لامل هم ګرځي چې زیانمنو سیمو ته د مرستو او مرستندویانو رسېدل له ستونزو سره مخامخوي.

د وارې، باران او سړو په څېر نامناسبه هوا هم د طبیعې پېښو پر مهال دغه غرني هېواد کې د ژغورنې عملیاتو د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.