"د جنت خیال: زه چمتو وم چې د طالبانو لپاره مړ شم"

جولای ۲۰۲۵

د عکس سرچینه، Maiwand Banayaee

د عکس تشریح، میوند بنايي، لندن، برېتانیا
    • Author, صدف غیاثی
    • دنده, بي بي سي

"په جنت کې به ښکلې باکره حورې وي ..... د جنت حورې د ځمکې د نجونو پرتله یو میلیون ځله ډېرې ښکلې دي..."

دا د یوې دیني مدرسې د ملا د خبرو لنډيز دی چې د طالبانو پخواني غړي میوند بنايي ته یې کړې وې او هغه په خپل کتاب کې لیکلې دي. په اصلي متن کې د دیني مدرسې د ملا له قوله ډېر بربنډ جنسي توضیحات ورکړل شوي دي.

ښاغلي بنايي په دې وروستیو کې په انګلستان کې د خپلې هغې تجربې په اړه یو کتاب خپور کړ چې دی په کې د یوه کس په توګه تر "فدايي کېدو" (ځانمرګي بریدګر کېدو) پورې مخکې تللی و.

۴۵ کلن بنايي درې لسیزې وروسته په لومړي ځل له بي بي سي سره په یوه مرکه کې مذهبي افراطیت ته د جذبېدو، د خپلې ایډیالوژیکي روزنې او پایله کې د خپل وروستي فکري بدلانه په اړه خبرې کړې دي.

د هغه کیسه، چې شخصي او هم ټولنیزه ده، په ځانګړي ډول په ۷۰یمه لمري لسیزه کې په پاکستان کې د ځوانو افغان کډوالو په منځ کې د سختدریځۍ 'خپرېدو' د څرنګوالي انځور وړاندې کوي.

د هغه کتاب "د جنت خیال: له ژوند څخه د طالب وسله وال تېښته" تر عنوان لاندې تېره اپرېل میاشت کې خپور شوی دی.

دغه کتاب د یو افغان ځوان کیسه کوي چې په کابل کې د جګړې په منځ کې لوی شوی، سخت تاوتریخوالی یې تجربه کړی او په پاکستان کې د کډوالو کمپ ته له تېښتې وروسته له مذهبي افراطیت سره مخامخ شوی دی.

ښاغلی بنايي وايي، بالاخره وتوانېد ځان د طالبانو له افراطي جهادپالنې لرې کړي.

هغه اوس هڅه کوي، د نورو کسانو د سختدریځه کېدو مخه ونیسي.

هغه له هویتي او عقیدوې کړکېچنونو تر خلاصېدو وروسته انګلیسي ژبه زده کړې او په انګلستان کې یې د ځان لپاره نوی ژوند جوړ کړی دی.

پنځه افغان وګړي چې دوه یې ناست او درې ولاړ دي، ټول یې وسلې لري. میوند بنايي له ښې لوري لومړی کس دی او په خپلو پښو یې کلاشینکوف ایښی دی.

د عکس سرچینه، Maiwand Banayee

د عکس تشریح، میوند بنايي (ښي خوا ته، له کلاشینکوف سره ناست دی او توره پکړۍ یې تړلې ده)، هغه مهال چې نوموړی د طالبانو غړی و، ۱۳۷۵ لمریز کال، میدان ښار، میدان وردګ

شمشتو کمپ او د جهادي نسل روزنه

ښاغلی بنايي څه باندې درې لسیزې وړاندې هفه مهال چې دی ۱۴ کلن و، له خپلې کورنۍ سره له کابل څخه پېښور ته کډوال شو او د شمشتو کډوالو کمپ کې یې واړول.

هغه وايي، دا کمپ، چې په ۶۰ مو لمري کلونو کې، په پیل کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړه کوونکو مجاهدینو د اوسېدو لپاره جوړ شوی و، ورو - ورو د جهادي ایډیالوژۍ د تبلیغ مرکز شو.

د شمشتو د کډوالو پنډغالی چې په پاکستان کې د "شمشتو کمپ" په نامه پېژندل کېږي، د بابو، ناصر باغ، جلوزۍ، خارده، کوزخېل او کوهاټ په څېر کمپونو سره یوځای، په تدریجي ډول په ۱۳۵۸مو کلونو کې د سختدریځۍ زدکړو مرکزونه شول؛ هغه څه چې د افغانانو له دودیزو مذهبي زدکړو سره یې سمون نه لاره.

څېړونکي وايي، د دې پروسې یوه برخه د سړې جګړې پرمهال د افغان مجاهدینو لپاره د امریکا او سعودي عربستان له مالي او سیاسي ملاتړ څخه اغېزمنه وه.

د پاکستاني ژورنالیست احمد رشید له خوا د لیکل شوي "طالبان" کتاب او د کړکېچ ګروپ "Crisis Group" په څېر سازمانونو د اسنادو له مخې، دا ملاتړ په عمده توګه د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې له لارې کېده چې هدف یې په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د جهادي مبارزې پیاوړتیا وه.

د شمشتو کمپ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر کلک اغېز لاندې و.

په ۱۳۶۷ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته او د کورنۍ جګړې پر مهال هم شمشتو کمپ د ښاغلي حکمتیار تر نفوذ لاندې و.

ښاغلی بنايي وايي: "په شمشتو کې، نړۍ بې ګټې ښودل شوې وه او قرباني او شهادت د نجات یوازینۍ لاره وه."

په ۱۳۷۲ لمریز کال کې میوند بنايي د امام اعظم په دیني مدرسه کې شامل شو.

هغه مدرسه چې د ښاغلي بنايي په تعبیر "د مغز وینځلو، جهاد او شهادت کلتور په کې حاکم و."

دغه مدرسه اوسمهال فعاله نه ده.

ښاغلی بنايي وايي: "موږ ته به یې ویل، نړۍ کافره شوې ده او یوازې شهات یو کس جنت ته بېولی شي."

نوموړی وايي، پاکستاني ملایان د هغه وخت د افغان عالمانو پرتله ډېر سیاسي او افراطي وو.

د شمشتو کمپ په بازار کې یوه ډله افغان وګړي چې دودیز کالي او خولۍ یې پر سر دي.

د عکس سرچینه، Maiwand Banayee

د عکس تشریح، د جمعې له لمانځه وروسته د شمشتو کمپ د بازار مرکز، پېښور، ۱۳۷۶ لمریز کال

ښاغلی بنايي وايي، په دې مدرسه کې ځوانانو ته سیاسي پیغامونه او له "کافرانو" او لوېدیځ څخه کرکه تدریس کېده.

د بنایي په وینا، ملایانو به د ټولو ستونزو پړه پر لوېدیځ اچوله او زیاتوي چې ملایانو به دوی ته د فلسطین او بوسنیا انځورونه ښودل او ویل به یې: "د خپلو خویندو وضعیت ته وګورئ، که موږ شریعت حاکم نه کړو، نو همداسې به ‌ذلیل یو."

ښاغلی بنايي وايي: "په شمشتو کې د امام اعظم په مدرسه کې داسې خلک وو چې زما ټولګیوال یې د لشکر جهنګوي، لشکر طیبه او جیش محمد (پاکستاني افراطي ډلو) سره د یو ځای کېدو لپاره روزل او د جهاد لپاره یې له ځان سره کشمیر ته بېول. ځینې ځوانان چې ما په خپل کتاب کې لیکلي دي، وروسته یې په کابل کې ځانمرګي بریدونه وکړل. زه په ښوونځي کې وم او د ژوند یوازینۍ هیله مې دا وه چې له کافرانو سره وجنګېږم او د الله په لاره کې شهید شم."

ښاغلی بینایي وايي، په داسې حال کې چې په شمشتو کمپ کې په عام محضر کې ښځې نه وې او د "ښځو او نرانو" جلا کول روان و، خو ملایانو به د جنت د شهواني صفتونو او له حورو سره د جنسي اړیکو په اړه توضیحات ور کول: "په داسې حال کې چې په شمشتو کمپ کې چې موږ له ښځو کوم ذهني تصویر لاره، په هغه کې ښځې په حجاب کې پوښلې وې."

د نوموړي په خبره، د ملایانو دې ژمنو به په ځوانانو ژوره رواني اغېزه درلوده: "موږ وږي، بې وزله، جنسي ځورول شوي او بې واکه وو. د جنت او اخرت دا ژمنې زموږ لپاره هیله بخښونکې وې."

هغه ټینګار کوي چې په دې چاپېریال کې مذهبي ایډیالوژي له ځانګړو ژمنو سره مله وه: "وجګېږه او شهید شه."

میوند بنايي په ۱۴ کلنۍ کې - د شمشتو کډوالو کمپ

د عکس سرچینه، Maiwand Banayee

د عکس تشریح، میوند بنايي په ۱۴ کلنۍ کې - د شمشتو کډوالو کمپ

له طالبانو سره یوځای کېدل، هغه شېبې چې شکونه پیل شول

میوند بنايي، په ښۍ خوا کې (بې لونګۍ کس چې کلاشینکوف ور سره دی) د طالبانو له غړو سره. ۱۳۷۶ کال، میدان ښار، د خروټو کلی

د عکس سرچینه، Maiwand Banayee

د عکس تشریح، میوند بنايي، په ښۍ خوا کې (بې لونګۍ کس چې کلاشینکوف ور سره دی) د طالبانو له غړو سره. ۱۳۷۶ کال، میدان ښار، د خروټو کلی

ښاغلی بنايي وايي، په پېښور کې له څو کاله اوسېدو وروسته په ۱۳۷۵ کال کې کابل ته ستون شو، چې تازه پرې طالبانو ولکه ټینګه کړې وه او دغه راز یې د افغانستان ډېرې برخې نیولې وې. طالبانو له خپل تعبیر سره سم د اسلامي شریعت سخته بڼه عملي کوله، دا هغه بڼه وه، چې په پاکستان کې د دوی له زدکړې بڼې سره سمه وه.

د ده لپاره دا ډېره ګرانه چاره نه وه، چې له طالبانو سره یو ځای شي. نژدې خپلوان یې د طالبانو ملګري وو. په فعالیتونو کې یې نظامي زدکړه، د 'امر بالمعروف او نهی عن المنکر' احکامو پلي کول او د افغانستان په شمال کې د احمد شاه مسعود ځواکونو پر وړاندې، چې په ۷۰مه لسیزه کې یې له طالبانو سره جګړه کوله، د ''فدايي یا شهادت غوښتونکو عملیاتو'' لپاره چمتووالی کول و. دا داسې څه وو، چې ښاغلی بنايي ، هغه مهال یې یوازینی ارمان و.

احمد شاه مسعود په ۱۳۸۰ کال کې دوو عرب ځانمرګو بریدګرو وواژه چې د خبریالانو په جامه کې د مرکې په پلمه ده ته رسېدلي وو. بنايي وايي، یوه خپلوان یې د طالبانو یوې ډلګۍ مشري کوله او د مولوي نورالله نوري تر نظر لاندې یې کار کاوه، چې هغه مهال د میدان وردګو والي و.

بنايي له نورالله نوري سره په خپل کلي کې لیدلي وو او وايي، یوه هیله یې دا وه، چې د هغه تر امر لاندې چارې پر مخ بوځي او امرونه پر ځای کړي. نوري د ۱۳۸۰ لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان په شمال کې ونیول شو او په ګوانتانامو زندان کې د ۱۲ کالو بند له تېرولو وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو په تبادله کې خوشی شو، چې اوسمهال د طالبانو حکومت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چارې ورسپارل شوې دي.

میوند بنايي وايي: ''یوازینې هیله مې دا وه، چې شمال ته لاړ شم او شهادت ته ورسېږم.'' د بنايي په خبره زما او د ''فدايي'' کېدو تر منځ نور ډېر څه نه وو پاتې.

میوند بنايي د طالبانو د هغه مهال د ایډیالوژیکي غونډو یادونه کوي: "موږ به له ملایانو پوښتل که خپل ژوند فدا کړو او شهیدان شو ایا مستقیم جنت ته ځو؟' دوی به ویل، هو، د کلمه تالله لپاره یې وکړئ!"

بله پوښتنه چې هیڅ روښانه ځواب یې نه درلود، دا وه: "حتی که موږ د یوې مسلمانې ډلې پر وړاندې جګړه وکړو، بیا به هم جهاد وګڼل شي او زموږ مرګ به شهادت وي؟"

د ۱۳۷۳ او ۱۳۷۹ کلونو ترمنځ میوند بنايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کاوه.

هغه وايي، له طالبانو سره له یوځای کېدو وروسته، هغه پاکستان ته لاړ چې په حقانیه مدرسه کې شامل شي، خو مدرسه کې د نویو طالبانو د جذب لپاره ځای نه و.

په ۱۳۷۶ لمریز کال کې له پېښوره کابل ته د راستنېدو پر مهال یوې پېښې د هغه لیدلوری بدل کړ.

هغه وايي، په جلال اباد کې له لمانځه وروسته، طالبانو هغه اړ کړ بل لمونځ وکړي: "ما هغوی ته وویل چې لمونځ مې کړی دی، خو هغو په خوله کې په ټوپک وهلو وګواښلم. زه هغه وخت ۱۷ کلن وم او د ډېر سپکاوي او بې عزتۍ احساس مې وکړ. له ځان سره مې ویل، زه تاسو (طالبانو) سره څومره مینه لرم، خو ستاسو چلند دا دی؟."

میوند بنايي زیاتوي، د طالبانو له ځینو غړو یې د احمد شاه مسعود تر کنټرول لاندې سیمو په کروندو کې له ښخو کړای شویو ماینونو د تېرېدو لپاره له خرو څخه د ګټې اخیستلو خبرې اورېدلي دي: "ما ورته وویل، دا ظلم دی. تاسو له خرو سره څه کار لرئ؟ دوی بې ګناه دي. اسلام دا اجازه نه ورکوي."

د کابل په غازي لوبغالي کې، هغه د طالبانو د سزاګانو د اجرا کولو یا "د حدودو پلي کولو" شاهد و: "دوی لاسونه پرې کول. ما خپلې سترګې پټې کړې. ما یو څوک ولید چې ورور یې وژل شوی و او دوی هغه ته ټوپک ورکړ چې د ورور قاتل یې ووژني. دا هغه شېبه وه چې ما شک پیل کړ، که دا خلک د اسلام استازیتوب کوي، نو ولې دومره ظلم کوي؟."

بنايي څنګه ځان اصلاح کړ؟

میوند بنايي د تمرین پر مهال / ۱۳۹۲لمریز کال، ایرلنډ

د عکس سرچینه، Maiwand Banayee

د عکس تشریح، میوند بنايي د تمرین پر مهال / ۱۳۹۲لمریز کال، ایرلنډ

په شمشتو کمپ کې د پاکستاني پولیسو او هغو ځوانانو ترمنځ چې مذهبي زدکړې یې کولې، ډېر ځله نښتې کېدې.

داسې اوازې خپرې شوې وې چې پولیس پر کمپ د چاپې پلان لري، نو ځکه ښاغلي بنايي له شمشتو څخه د وتلو پرېکړه وکړه.

هغه په ۱۳۷۹ کال کې افغانستان پرېښود او په خبره یې چې په ۱۳۸۱ کال کې د دوبۍ او روسیې له لارې په ناقانونه توګه برېتانیا ته کډوال شو، خو په همدې کال یې هلته د پناه غوښتنه رد شوه .

بنايي وايي، پولیس یې د نیولو لپاره د ویلز پلازمېنه کارډیف کې کور ته ورغلل، خو دی تر کټ لاندې پټ شو او بیا وتښتېد.

هغه تر ۱۳۸۴ کاله پورې په برېتانیا کې په ناقانونه ډول او پټ ژوند وکړ.

هغه وايي، کله به د ټیلیفون په غرفو او کله د سړکونو پر غاړه ویده کېده او بیا ایرلنډ ته لاړ.

هغه وایي، له یوې اوږدې عاشقۍ وروسته یې په ۱۳۸۵ کال کې له یوې ایرلنډۍ ښځې سره واده وکړ او تر ۱۶ کاله ګډ ژوند وروسته له یو بله جدا شول.

دوی یوه ۱۷ کلنه لور لري چې په ایرلنډ کې د (شپې او ورځې) یوه ښوونځي ته ځي او له خپلې مور سره ژوند کوي.

په ایرلنډ کې د استوګنې جواز له ترلاسه کولو وروسته، میوند بنایي په ۱۳۸۵ کال کې کارلو پوهنتون کې داخل شو.

هغه اوس مهال د انګلستان په کوونټري پوهنتون کې د فزیوتراپۍ او رهبرۍ برخه کې د ماسټرۍ د وروستۍ کال محصل دی او د برېتانیا د ملي روغتیا اداره (این‌ایچ‌ایس) کې له شکر ناروغۍ د رغېدو روزونکي په توګه کار کوي.

ښاغلي بنایي بي بي سي ته وویل: "په هغه وخت کې (له درېیو لسیزو څخه ډېر وخت مخکې)، ما تل د جنت او غوره نړۍ په خوب لیده او چمتو وم چې د ترلاسه کولو لپاره یې ژوند قرباني کړم، خو نن ورځ دا شیان زما لپاره په یوه داسې ډاروونکي خوب بدل شوي چې هره شپه مې ځوروي."

ښاغلی بنايي وايي: "ما هغه افسانې وننګولې چې موږ ته ښوول شوې وې؛ لکه دا چې لړمان یوازې په کمونیسټانو برید کوي. دا څنګه ممکنه ده؟ یا دوی ویل چې کله به الوتکې بمبارۍ ته راغلې، نو مرغانو به مخکې له مخکې مسلمانانو ته خبر ورکاوه. یا دوی ویل چې د کافرانو او کمونیسټانو جسدونه د سپیو لخوا خوړل کېږي، خو د مسلمانانو جسدونه نه او یا دا چې د شهیدانو جسدونه هیڅکله نه خرابېږي. دا ټولې افسانې وې او ملایانو دروغ ویل."

هغه وايي، ما "د جنت خیال..." کتاب د دې لپاره ولیکه چې سختدریځۍ ته د ماشومانو او ځوانانو د جذبېدو څرنګوالی په کې تشریح کړم.

د افغانانو په منځ کې د خپل تېر په ځانګړي ډول مذهبي افراطیت په اړه لیکل کول ډېر عام نه دي، خو ښاغلي بنايي دا هر څه د یوه کتاب په بڼه لیکلي دي.

ښاغلی بنایي وايي، په اوسني وضعیت کې چې دیني مدرسې څو برابره ډېرې شوې دي، په افغانستان کې په ملیونونو ماشومان د افراطیت د تدریس له خطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې بي بي سي ته ویلي: "افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر څوک په ابتدايي او لوړه کچه د دین او مذهب اړوند معلوماتو تر لاسه کولو ته اړتیا لري."

ښاغلی بنايي زیاتوي: "د دې کتاب له لارې، زه له ځوانو مسلمانانو څخه غوښتنه کوم چې پوښتنې وکړئ. له تحلیل پرته هیڅ لیکچر یا خطبه مه منئ. زدکړې وکړئ، څېړنه وکړئ، انتقادي فکر وکړئ."

میوند بنایي افراطیت د فقر او ناپوهۍ محصول ګڼي: "فقر، احساساتي انزوا، جنسي محرومیت او د انتقادي فکر کولو نشتوالی د افراطیت دروازې دي."

ښاغلی بنايي په دې باور دی چې په افغانستان کې افراطیت، د عامو افکارو خلاف، د "ذاتی شرارت" پایله نه ده.

هغه وايي: "هغه کسان چې ځانمرګي بریدګر کېږي، ضروري نه ده چې بد خلک وي. دوی هغه قربانیان دي چې د بدلون فرصت یې نه دی ترلاسه کړی."

میوند بنايي ، د برېتانیا د روغتیايي خدمتونو ملي ادارې د فزیوتراپۍ برخې د ماسټرۍ زده کونکي په توګه/ ۱۴۰۴لمریز کال، برېتانیا

د عکس سرچینه، Maiwand Banayee

د عکس تشریح، میوند بنايي ، د برېتانیا د روغتیايي خدمتونو ملي ادارې د فزیوتراپۍ برخې د ماسټرۍ زده کونکي په توګه/ ۱۴۰۴لمریز کال، برېتانیا